مخپاڼه / ځانګړي مطالب / لوی اختر او مخکې تر اختر!

لوی اختر او مخکې تر اختر!

دلوی اختر او مخکي شپو اړوند څو خبري!

۱: د لوی اختر د مياشتي اولي لس ورځي يعني دلوی اختر تر ورځي مخکي نهه ورځي خورا دګټي دي په قران او احاديثو کي يې درنښت څرګند دئ بناء لاندي کارونه په دغه ورځو کي بيخي ډيري ګټي‌ لري:
الف: #روژې پکښي نيول.
ب: #صدقه کول.
ج: #نفلي لمنځونه کول.
د: #ذکر ډېر کول.
همدا ډول په دغو شپو کي هر نېک کار د نورو ورځو په پرتله زيات ثواب لري، کوشش وشي چي په دغو ورځو کي دعبادت چانس دلاسه ور نه کړل سي.
۲: د اختر تر ورځي يوه ورځ مخکي يعني دعرفات په ورځ روژه په ځانګري ډول نيول ځکه په احاديثو کي ددغه ورځي يادونه په خاص ډول سوې ده چي بیخي زيات ثواب لري. البته پر عرفات درېدونکي #حاجيان دي يې نه نيسي.

۳: تراختر مخکي د توان تر بريده د غريبو کورنيو حال اخيستل او د اختر د مناسبتونو تعاون ورسره کول.
۴: دعرفات د ورځي دسهار څخه شروع بيا د لوی اختر د څلورمي دماځيګر سره يعني په ۲۳ لمنځونه کي تکبيرونه ويل واجب دي.

بايد وويل سي چي د صحيح قول مطابق پر نارينه ٬ ښځي ، مقيم او مسافر ټولو باندي تکبيرونه ويل واجب دي.

البته نارينه به يي په لوړ اواز وايي او ښځي به يې په کرار اواز وايي.

د تکبير الفاظ په لاندي ډول دي:

اللهُ أكبر اللهُ أكبر، لا إلهَ إلَّا الله، واللهُ أكبر اللهُ أكبر، ولله الحَمْد.
۵: د اختر درنښت او آداب عملي کول يو مسؤليت دئ٬ کوم چي مو په کوچني اختر کي ليکلي وه. البته يو شی په دې اختر کي زيات دی هغه داچي که کوم څوک د اضحيې اراده لري داختر په سهار دي خوراک نه کوي تر هغه مهاله چي دلمانځه څخه فارغه سي خپله اضحيه وکړي بيا خوراک ځني وکړي او دا کار مستحب دئ.

۶: څوک چي دنصاب مالک وي دلوی اختر په ورځ اختری ورباندي واجب دئ ثواب يې خورا زيات دئ.

۷: تر څو چي داختر لمونځ نه وي ادا سوی اضحيه کول نه صحيح کيږي البته که په ښار کي يو ځای د اختر لمونځ ادا سي اضحيه صحيح ده خو داخبره د ښار د اوسېدونکو لپاره ده نه دصحرا د اوسېدونکو لپاره.

۸: #حاجيان دي دعرفات په ورځ دهيواد د ترقی ٬ امن ٬ صلح او الله ج ته د خوښ نظام لپاره ښې ډيري دعاوي وکړي.

۹ : که څه هم اوس لا وختي دئ د شرعي اړخه دمياشتي تثبيت نه سي کېدلای خو د فلکي قانون له مخي به د لوی اختر مياشتي لومړی ورځ به یکشنبه وي ، د عرفات ورځ به دوشنبه وي او اختر به د سې شنبې په ورځ وي، ان شاء الله، والله اعلم
۱۰ :کوشش وکړل سي چي هغه کسان چي اختری نه لري دخپلي قربانۍ په غوښو کي يې هير نه کړئ.
۱۱:که څوک داختری (قربانۍ) اراده لري نو دلوی اختر دمیاشتي اولي لس ورځي دي خپل وېښتان او نوکان نه کوچني کوي.
(نبوي سنت دئ. رواه مسلم)
۱۲:که مو مناسبه بلل نورمسلمانان هم په خبر کړئ!
ستاسو ورور: مولوي عبدالهادي حماد ۲۵ ذوالقعدې ۱۴۴۱ ه ق

دغه هم وګوری

حجامة (وينه كښل)!

#حجامة_(وينه كښل)! لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن اسلامي راډیو دحجامت یا وينه کښلو …