مخپاڼه / بیلا بیل / مورنۍ مینه!

مورنۍ مینه!

مورنۍ مینه

منبع: د پند او عبرت قصې|تعلیم القرآن اسلامي راډیو

یو چا داسي لیکلي دی: پرون شپه مي خوب لیدی چي مړ سوی یم.

لومړۍ ورځ یوه پرښته راغله او راته ویې ویل: څه غواړې؟

ورته و مي ویل: اوبه!

ویې ویل: ورسه هغې غونډۍ ته وخېژه او اوبه وڅيښه. کله چي هلته ولاړم پر یوې ستري چینې مي سترګي ولګلېدې. له هغې چینې مي په مړه خېټه اوبه و څيښلې.

درېیمه ورځ بیا هغه پرښته راغله او ویې ویل: نن څه غواړې؟ بیا مې ورته وویل: اوبه.

هغې وویل: ولاړ سه هغي غونډۍ ته وخېژه او هلته اوبه و څيښه. کله چي ولاړم، ګورم چینه ډېره کوچنۍ سوې ده. خیر، په مړه خېټه مې اوبه ترې و څيښلې.

اوومه ورځ بیا نوموړې پرښته راغله او ویې پوښتل: څه غواړې؟

بیا مي ورته وویل: اوبه!

هغې بیا راته وویل: ورسه هغي غوندۍ ته و خېژه او هلته اوبه و څيښه.

له هغې چینې مي اوبه و څيښلې.

څلویښتمه ورځ بیا هغه پرښته راغله او ویې ویل: نن څه غواړې؟

بیا مي ورته وویل چي اوبه!

هغې یو ځل بیا خپله خبره تکرار کړه او ویې ویل، چي هغې غوندۍ ته و خیژه او له هغې چینې څخه اوبه وڅیښه.

کله چي هغه ځای ته و رسېدم، ګورم چي د اوبو څاڅکي ډېر کم سوي دي، بیرته را وګرځېدم او له هغې څخه مي و پوښتل چي دا ولي؟

هغې په ځواب کي راته وویل: لومړۍ ورځ ستا ټولو دوستانو، د کورنۍ غړو، قوم، مور او خپلوانو ستا لپاره اوښکي توی کړې.

درېیمه ورځ خپلوانو او مور دي ستا لپاره اوښکي توی کړې.

مګر څلوېښتمه ورځ یوازي او یوازي ستا مور وه چي ستا لپاره یې اوښکي تویولې. نو دا څاڅکي ستا د مور اوښکي دي، چي د تل لپاره تویېږي.
کله چي را ویښ سوم، و بېرېدم او مور ته ورغلم. د هغې لاسونه او پښې چي مي ښکل کړل، نو پوه سوم چي د مور مینه تل پاته ده.

منبع: د پند او عبرت قصې، درېیم ټولک. مؤلف: ډاکټر نثاراحمد واصفي.

دغه هم وګوری

شرعي او با عزته هوایي سفر!

د طيارې د سفر اړوند څو مشورې… لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن اسلامي …