مخپاڼه / سیرت نبوی / مکه دقريشو په واکمنۍ کي (۲)

مکه دقريشو په واکمنۍ کي (۲)

مکه دقريشو په واکمنۍ کي

په هرصورت دمکې په لوړ شان کي په پوره ډول خبري کول خو شونى کار نه دئ رابه سو خپلي موخي ته ،چي دقريشو دمکې سره درويې څخه عبارت ده . قريشو دخپلي پياوړتيا او ودي لپاره يو سراى د ] دار الندوة [ په نامه درلودئ دغه سراى درسول الله(ص)پنځم نيکه قصى بن کلاب جوړ کړى وو په دغه سراى کي قصى بن کلاب دخپل قوم سره مشورې کولې تر څو را ولاړي سوي ستونځي دمشورې له لاري حل کړي په دغه وخت کي ددوى لپاره يوه لويه ننګونه دحاجيانو ميلمه پالنه وه . قصى بن کلاب دغه موضوع مشورې ته وړاندي کړه ديو لړ هڅو په پايله کي په دې بريالى سو ،چي هرکال يوه اندازه پيسې دخپل قوم څخه راټولي کړي او دحج دکلنى مراسمو په بهير کي دميلمنو پالنه په وکړي او دحاجيانو دهوسايى او خوراک لپاره يې وکاروي او همدا ډول يې دڅرمنو څخه حوض جوړ کړى وو تر څو حاجيان داوبو اړتياوي ددغه حوض څخه پوره کړي کله ،چي نوموړى مړ سو نو دده مشر زوى عبدالدار دناپوهۍ له امله ونسواى کولاى ،چي دقوم مشري مخ په وړاندي بوزي نو ځکه دقوم مشري دده کشر زوى عبدالمناف ته وسپارل سوه کله ،چي عبدالمناف مړ سو  نو دده مشر زوى هاشم دعبدالدار زامنو ومشرتوب ته پرې نه ښودئ ځکه دوى نه غوښتل ،چي داکا دزوى مشري ومني نو ديو لړ اختلافونو وروسته په دې پرېکړه وسوه ،چي سقايه او رفاده ( دحاجيانو داوبو او خوړلو چاري ) هاشم ته او دمشورې چاري دعبدالدار کورنۍ ته وسپاري . کله ،چي هاشم مړ سو نو دنده يې زوى عبدالمطلب ته وسپارل سوه ،چي درسول اللهr نيکه وو په همدې وخت کي داسلام ځلانده ستورى راخيږي او دجهل او ناپوهۍ توري تياري خپل ځاى داسلام سباوون ته پريږدي په همدغه وخت کي دمکې دچوپړ چاري دقريشو په بيلابيلو کورنيو باندي ويشل سوي وې ،چي دلاندني وېش څخه عبارت دي :

لومړى : دکعبې سر پرستي او عمومي  ساتنه دعثمان بن طلحة  دغاړي وه .

دوهم : دبېوزلو او کمزورو حاجيانو سره مرسته او دهغوى دحال پوښتنه دبنو نوفل په کورنۍ کي د حرث بن عامر د غاړي وه .

دريم : دحاجيانو داوبو برابرول دهاشم دکورنۍ څخه دحضرت عباس(رض) دغاړي وو.

څلورم : دمشوري چاري داسد دکورنۍ ديزيد بن ربيعة  د غاړي وه .

پنځم : ديتونه او تاوانونه دتميم په کورنۍ کي دابوبکر صديق(رض) دغاړي وه .

شپږم : بيرغ داري ( عقاب ) دامية دکورنۍ څخه دابوسفيان(رض)  د غاړي وو .

اووم : دخېمو درول دمخزوم  د کورنۍ څخه دوليد بن مغيرة  د غاړي وو .

اتم : دمختلفو قومونو تر منځ منځګړيتوب او دهغوى تر منځ روغه جوړه کول دعدى دکورنۍ څخه دحضرت عمر بن خطابt  د غاړي وو .

نهم : دفال دپرېکړو دځايونو سرپرستي او برابرول دجمع دکورنۍ څخه دصفوان بن امية  د غاړي وو .

لسم : دپيسو ساتنه او اړونده چاري يې يا په بل عبارت د خزانه دارۍ چاري دسهم دکورنۍ څخه دحارث بن قيس  د غاړي وو.([1])

[1]  : الالوسي – التفسير ج : ٧ ص : ١٨٣ في تفسير سورة التوبة الاية ١٩ فَلَمّا هَلَكَ عَبْدُ الْمُطّلِبِ بْنُ هَاشِمٍ وَلِيَ زَمْزَمَ وَالسّقَايَةَ عَلَيْهَا بَعْدَهُ الْعَبّاسُ بْنُ عَبْدِ الْمُطّلِبِ ….. ابن هشام – السيرة ج : ١ ص : ١٧٨ ، ابن هشام ج : ٢ ص : ٤١٢ وايضا ج : ١ ص : ١٣٥ .

ــــــــــــــــــــــــــــــــ

راتلونکې برخه:

دجهالت پاى او داسلام دسباوون ځلا

 

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ اووه څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ Related