مخپاڼه / ځانګړي مطالب / مېرمني ته د يو شاعر خاوند جواب!

مېرمني ته د يو شاعر خاوند جواب!

مېرمني ته د یو شاعر خاوند جواب! (مېرمني ته ښایسته جواب).

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد حفظه الله.

معتمد بن عباد مشهور شاعر دی مېرمن يې ام ربيع نومېده يوه ورځ ناجوړه سوه خاوند يې د ناجوړۍ پوښتنه نه وکړه هغې ګيله ځني وکړه ، ده د شعر په ژبه جواب ورکړ چي مفهوم يې په لاندي ډول دئ:
تاسو ناروغه سواست او زه ستاسو ملاقات ته د پوښتني لپاره په قصده نه درغلم خو دغه نه تګ مي په دې وجه نه وو چي زه په کومه لومه کي لوېدلی وم ، يا مي ته پرې ايښې وې بلکي په دې وجه وو (چي ته ماته دومره ښايسته يې لکه د څوارلسم سپوږمۍ) زه بېرېدم چي که زه ستا پوښتني ته درسم هسي نه چي ( زما) د څوارلسم پر سپوږمۍ د ترنځي کرځ ونه وينم (او زه به يې برداشت نه کړم).
(الذخيره في محاسن اهل جزیره: ۳ / ۴۳)

پاملرنه:

يو:

د مېرمني د تکليف په وخت کښي د مېرمني مرسته نه کول يا حد اقل ډاډ نه ورکول مېرمن ګيله منه کوي او د ژوند د ملګري ګيله من کول پکار نه دي خصوصا داسي ملګری چي تاته يې خوشحالي بخښلې وي.

دوه:

د خپلي مېرمني سره همکاري اومحبت کول کم همتي نه ده بلکي د انبياوو په شمول د لويو خلکو کار دی خصوصا هغه مېرمن چي خپل معيار پوره کړي.

درې:

نه يوازي مېرمن بلکي هر ګيلمن دوست په مختلفو لارو چوپ کېدای سي ښه داده چي داسي جواب ورکړل سي چي هم يې ګيله ورکه سي او هم يې محبت نور هم زيات شي.

په درنښت؛ ستاسو ورور

مولوي عبدالهادي حماد ۲۲ شعبان ۱۴۴۴ هـ ق

دغه هم وګوری

لنډه قصه ؛ او يوه هيله!

لنډه قصه ؛ او يوه هيله! |لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد مامون خليفه یوه ورځ د …