مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / نولسمه لویه ګناه: شراب چیښل

نولسمه لویه ګناه: شراب چیښل

شراب چې دانسان دنياوى ژوند هم دسختو ستونځو سره مخ كوى الله «جل جلاله» حرام ګرځولى دى او يى فرمايلى دى :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ {90}   ([1])  

 اې هغه كسانو ! چى ايمان مو راوړى دى بيشكه شراب ، خمار، بتان او(دفال لپاره) غشى مرداری ده دشيطان دكاره څخه دى  نو ځانو ځنى وساتى ددې لپاره چې تاسو کامياب سی .

رسول الله «صلي الله عليه وسلم» فرمايلى دى : دشرابو څخه ځانونه وساتی بيشکه شراب دټولو مرداريو مورده څوك چى ځان ځنى ونه ساتى دالله «جل جلاله» اودهغه درسول «صلي الله عليه وسلم» څخه يې نافرمانى وكړه په دغه نافرمانۍ سره به دعذاب څخه  برخمند سى .([2])

 رسول اكرم «صلي الله عليه وسلم» فرمايلى دى : هرنشه كونكى شى شراب دى او هرشراب حرام دى څوك چى شراب چيښى په داسى حال كښى مړسى چى توبه يى نه وى ايستلى دقيامت دشرابو څخه به محروم سى ([3])

رسول الله «صلي الله عليه وسلم» فرمايلى دى : پر الله «جل جلاله» داوعده ده چى څوك شراب چيښى په طينة الخبال به يى اوبه وى  يوچا پوښتنه وكړه چې يارسول الله ! طينة الخبال چشى دى ؟ رسول الله «صلى الله عليه وسلم» وفرمايل طينة الخبال ددوزخيانو خوَلَه ده اوددوى څخه نشتيزل سوى اوبه دى . ([4])

مأخذ: لوی ګناهونه

مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد

اتلسمه لويه ګناه: په درواغوشاهدي وركول

*****



([1] ) سورة مآيدة الآية {90}

([2] ) رواه الحاکم من حديث ابن عباس بلفظ : ( فانما مفتاح کل شر ) قال صحيح الاسناد وفی حديث عثمان مرفوعا : ( اجتنبوا ام الخبايث فانه کان رجل ممن کان قبلکم ) . الخ فذکر قصة رواه حب ،  هق مرفوعا وموقوفا وذکرانه الحفوظ آهـ . منذری .

([3] ) رواه خ ، د ، ت ، ي ، هق

([4] ) رواه المسلم والنسآيی برواية جابر«رضی الله عنه »

دغه هم وګوری

اسلامي لارښووني

اسلامي لارښووني ليکنه: عمر بن موسى الحافظ ژباړه: مولوي شبير احمد درنو لوستونکو! ځيني هغه …