مخپاڼه / بیلا بیل / هغه چي د غريب په وجه مرسته ورسره کيږي !

هغه چي د غريب په وجه مرسته ورسره کيږي !

هغه چي د غريب په وجه مرسته ورسره کيږي !

ليکنه : محمد نبي سلطاني

انسان يو خود خوا او ځان غوښتونکى مخلوق دئ ، چي تر هر شي او هر چا ځان ته ډېره ترجيح ورکوي ، تر نوروله ځان سره ډېره مينه کوي او خپل خير د نورو تر خير ښه او بهتر ګڼي. دغه ځان غوښتنه له عادي دوکانداره نيولې بيا د دولت تر لوړ پوړي مامور پوري وجود لري ، ځکه کله چي موږ له يو دوکاندار څخه يو عادي شى رانيسو لا هم دى د خپل شي ( جنس ) صفت کوي، د نورو تر جنس ئې ښه ګڼي، تر نورو ئې ارزانه يادوي او د اولي درجې ئې ګڼي، ځان خو بېخي ملائيکه او انصافداره بولي. همداسي که يو دولتي په فساد ککړ مامور ته ورسې نو اول به دى تر هر چا زيات ، په اداره کي د فساد او د مراجعينو سره د ناسم چلند په اړه سر ټکوي په داسي حال کي چي دا ټولي ستونزي به په ده کي موجودي وي خو دى به ځان پاک او سپېڅلۍ ګڼي . همداسي ډېر خلک دي د غريب او مسکين حق به خوري ، کور او مځکه به ئې ورڅه لاندي کړې وي، حق به ئې ورڅه تلف کړى وي ، خپل کور او دفتر ته به ئې نه پرېږدي خو بيا به هم په خپلو خبرو او ويناوو کي د خوار او غريب د حق غوښتونکى وي. همداسي د بشر  حقوقو مدافعين ، واعظان ، ژورناليستان ، استادان او نور … درواخله چي په خوله يو ډول او په عمل کي بل ډول دي په خاصه توګه بيا هغه کسان ، چي د مقام ، شتو او غزت څښتنان دي، دوى ځان د ټولني  تر ټولو طبقو لوړ ګڼي ، کښته طبقو ته د حکارت په ستر ګه ګوري، حقير او سپک ئې ګڼي دا په داسي حال کي چي دا لرلي څه نوموړو کسانو ته د همدغو کسانو په ذريعه تر لاسه کړي ، ځکه يو څوک چي پر لوړ مقام ناست وي، والي ، قومندان  او ښار وال وي نو د همدغه غريب او بېچاره اولس  په مټ وي، که ئې دغه اولس نه وي نو دى څوک پېژني هم نه او بله که ئې دا اولس نه وي نو دى حکومت پر چا کوي، څوک ئې به ئې راعايت وي او پر چا به قومنداني او ښار والي کوي، د چا پر سر به چوکۍ اخلي او پر چا به د قضاوت پرېکړه کوي . همداسي شتمن درواخله چي شته ئې د خوار او غريب د مټو د تڼاکو په زور تر لاسه کړي ، خوار او غريب د ده په مار کي خولې توى کړي، کار ئې ورته کړى او دى ئې تر دې ځايه ر ارسولى. پورتنيو څرګندونو ته په کتو  دا په زغرده ويلاى سو چي د هر ځواک پايه او د پايښت ضامن کمزوري او بې وسه خلک دي، د هر شتمن د شتو راز غريبان  او مسکينان دي او د هر  مشر د چوکۍ ساتندويان د هغه اولس وي ( همدغه خلک دي چي دوى ئې په مټ شته ، مقام او عزت لري) په يو حديث کي راځي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي :

وعن معب بن سعد بن ابى وقاص رضى الله عنهما قال : راى سعد ان له فضلا على من دونه ، فقال النبي صلى الله عليه وسلم : هل تنصرون و ترزقون الا بضعفائکم . ( رواه البخاري )

ژباړه: حضرت مصعب بن سعد بن ابى وقاص رضى الله عنهما فرمايي ، چي د ده پلار داسي ګمان وکړ چي دى تر ځان پر کښته خلکو فضيلت لري نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: اې خلګو تاسو ته خو د دغو کمزورو خلګو په سبب سره مرسته او  رزق درکول کيږي نو پر دوى باندي د خپلي برترۍ ګمان څه جواز لري .

همداسي په يو بل حديث کي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي :

وعن ابى الدرداء عويمر رضى الله عنه قال : سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول ابغونى في الضعفاء فانما تنصرون ، و ترزقون بضعفائکم . ( رواه ابوداود )

ژباړه: حضرت ابى الدرداء عويمر رضى الله عنه فرمايي : چي ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه واورېدل چي فرمايل ئې : تاسي په کمزورو کسانو کي زما په تلاښ کي سئ ، په حقيقت کي ستاسي سره د دغو ضعيفانو په وجه مرسته کيږي او تاسو ته د دوى په سبب سره روزي درکول کيږي .

په پورتنيو حديثو کي لوړو طبقو ته دا نصيحت سوى چي  بېوزلو ، بېوسو او غريبو خلګو ته په حقارت او سپک نظر ونه ګوري ، تمسخر او رشخند په ونه وهي او نې هم تر ځان کم وګڼي ځکه چي د دوى په سبب خو تاسوته الله جل جلاله مال ، دولت ، مقام او شتمني درکوي او د دوى په سر ئې خورى او چيښئ .

او دا د ټولنيزو اوصولو اصل هم دئ ، چي هيڅوک بايد تر نورو ځان لوړ ونه ګڼي ، غورڅنګ ورباندي ونه کي ، رشختد په ونه وهي او تمسخر ئې نه کي، ځکه کله چي په يو ټولنه کي دلوړ او ټيټ ، کښته او پورته ، شتمن او نادار  تر منځ واټن رامنځ ته سي بيا هغه ټولنه پر د مختګ پر ځاى شاء ته ځي ، د يوالي او ورور ولۍ پر ځاى نفاق رامنځ ته کيږي د ورورولى ځاى عداوت او دښمني نيسي او مينه او محبت په کرکه بدلېږي .

لازمه خو داده چي ټول انسانان ځانونه وروڼه – وروڼه وبولي يو پر بل غورځنګ ونه کي، يو پر بل ځان لوړ ونه ګڼي ځکه اسلام سپين پر تور، تور پر سپين، عرب پر عجم او عجم پر عرب ښه نه ګڼي، بلکي غوره توب تقوا ګڼي نو که څوک غواړي چي تر نورو ښه سه او غوره سي هغه دي تقوا اختيار کي ، چي د الله جل جلاله په نزد غوره او ښه سي نه د ځان او خلګو په نظر .

 

 

دغه هم وګوری

کتاب سره د امام ابراهیم الحربي مینه

حامد افغان ابراهیم بن اسحاق الحربي (198م/285م) رحمه الله زیات غریب او صابر محدث او …