مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / واده کول او د واده ګټي

واده کول او د واده ګټي

ډېری مفسرين رحمهم الله ، د قران کريم د دغه ايات په هکله فرمايي:
وَأَنكِحُوا الْأَيٰمٰى مِنكُمْ وَالصّٰلِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَآئِكُمْ ۚ إِن يَكُونُوا فُقَرَآءَ يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِن فَضْلِهِۦ ۗ وَاللَّهُ وٰسِعٌ عَلِيمٌ [سورة النور ۳۲].

ژباړه:
ستاسي څخه چي كوم كسان (سړي يا ښځي) مجرد وي، او ستاسي له مینزو او مريانو څخه چي څوك نېكان وي، د هغو سره نكاح وکړئ. كه هغوى بېوزلي وي، نو الله به په خپلي مهربانۍ سره هغوى شتمن کړي. الله ښه پراختيا راوستونكى او د علم څښتن دى.

په پورته ايات کي الله تعالی له هغو فقيرانو سره د غنی (شتمنۍ ، شتمن کېدلو) وعده کړې ده کوم چي د نکاح(واده) کولو اراده لري.
ابن عباس رضي الله عنه فرمايي:
الله تعالی د نکاح(واده کولو ) امر کړی دی ، او واده ته يې هڅونه کړې ده ، او د دې امر يې کړی دی چي ازاد او مريان دي ودونه وکړي ، چي په دې سره يې د شتمن کېدلو وعده هم ورسره کړې ده.
له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دی ، چي دی فرمايي:
تاسو غنی (شتمني ، شتمن کېدل) په نکاح ( واده کولو) کي ترلاسه کړئ ، الله تعالی فرمايي:
إِن يَكُونُوا فُقَرَآءَ يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِن فَضْلِهِۦ ۗ وَاللَّهُ وٰسِعٌ عَلِيمٌ [سورة النور ۳۲].

ژباړه:
که هغوى بېوزلي وي، نو الله به په خپلي مهربانۍ سره هغوى شتمن کړي. الله ښه پراختيا راوستونكى او د علم څښتن دى.
تفسير الطبري(۱۶۶/۱۹).

ابن کثير رحمه الله فرمايي:

رسول الله صلی الله عليه وسلم يو سړي ته په داسي حالت کي واده وکړ چي له خپل لُنګ پرته يې بل څه نه لرل ، (حتی د يوې ) اوسپنيزي ګوتۍ ( ګوتمۍ ، انګوشترۍ پر پېرلو يې ) هم توان نه لاره ، او له دې سره سره بيا هم رسول الله صلی الله عليه وسلم د نوموړي صحابي نکاح له يوې مؤمني سره وتړ او د مېرمني مهر يې دا ورته وټاکی چي نوموړي صحابي به د قران کريم هغه برخه چي د ده ياده ده خپلي مېرمني ته ور زده کړي.
الله تعالی د خپلي ژمني (او سنت مطابق) په خپل کرم او مهربانۍ سره نوموړي صحابي او صحابيې ته هغه څه ورکړل او بسنه يې پرې وشول کوم چي ( الله تعالی په واده کولو کي اېښي وه).
تفسير ابن کثير(۵۲-۵۱/۶).

(البته يو شمېر علماء کرام فرمايي : چي د داډول مهر ټاکل صلاحيت يوازي تر رسول الله صلی عليه وسلم پوري منحصر و).

ابن عاشور رحمه الله فرمايي:
الله تعالی (په واده کولو سره) له خاوند او مېرمني سره د دې ژمنه کړې ده :
که خاوند او مېرمنه:
– غريب وي شتمن به يې کړي.
– که ازاد وي نو د شتمن کېدلو لاره به ورته اسانه کړي.
– که مريي وي نو الله تعالی به د مال پراخي پر راولي تر څو ځان ازاد کړي.
التحرير والتنوير(۲۹۰۱ ص).

سعدي رحمه الله فرمايي:
تاسو بايد دا وهم او ډار له واده کولو څخه منع نه کړي چي : که تاسو واده وکړئ نو ستاسو کورنۍ به لويه شي نو تاسو به له فقر سره مخ شئ او دې ته ورته نور وهمونه.
خو د دې برعکس ( په شريعت کي) د واده کولو ترغيب (هڅونه ) راغلې ده او ( د الله له لوري خاوند او مېرمني ته په واده کولو سره له فقر وروسته د شمتن کېدلو وعده ورکړل شوې ده ).
تفسير السعدي (۵۶۷ ص).

چي دغه لاندي حديث د پورته توضيح او تشريح تائيد کوي:
له حضرت ابو هريرة رضي الله عنه څخه روايت دی فرمايي ، چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:
درې (داسي کسان دي چي ) حقه ده پر الله تعالی باندي د هغوی مرسته : (لومړی هغه) مجاهد (چي) د الله په لاره کي وي ، (دوهم ) هغه مريی (چي له خپل بادار سره ژمنه کوي) چي (د خپل مريتوب) ازادول غواړي ، ( دريم ) هغه نکاح (واده ) کوونکی چي د پاک لمنۍ ( له زنا او نا روا څخه د خان ساتلو) اراده لري.
صحيح الترمذي.
والله اعلم.
نکته: اوس نو د سالم فکر او سليم عقل لرونکي کسان ښه قضاوت کولای شي ، اسلام چي په پاک لمنۍ ، نکاح او واده کولو کي څومره دنيوي ګټه او نېکمرغي اېښې ده ، بل هيڅ دين او نظري کي يې ساری او مثال نه شي موندل کېدلای.
او د دې برعکس په زناء او فحشاء کي د دونيا او اخرت بدمرغي پنعښتې ده.

لیکنه: غلام عمر عبدالله

 

دغه هم وګوری

آيا موږ په خپل تقدير کي واک لرو؟

ليکوال: هارون يحيى ژباړن: احسان ربي “انفال” آيا موږ په خپل تقدير کي واک لرو؟ …