مخپاڼه / ځانګړي مطالب / واک ته تر رسېدو وروسته د عمر رضی الله عنه وینا!

واک ته تر رسېدو وروسته د عمر رضی الله عنه وینا!

د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د وينا ځيني ټکي/لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد


۱: خلک زما دسختۍ او تندۍ څخه د رسول اللهﷺ او ابوبکر صديق رضي الله عنه په زمانه کي لا بېرېدل اوس چي ټول چاري زما په اختيار کي دي اوس به بيخي په وېره کي وي.
۲: اي خلکو زما سختي او تندۍ اوس تر پخوا دوه چنده سوې ده البته دا سختي د هغو خلکو په وړاندي ده چي پر مسلمانانو ظلم او تېری کوي، کوم کسان چي پاک مسلمانان دي هغوی زما د لوري څخه په پوره سلامتيا کي دي ، دهغو سره به زه بيخي ډېره نرمي کوم. ۳: کهيو کس پر بل کس ظلم وکړي ، حق يې وخوري زه به يوه پښه پر مځکه کښېږدم او بله پښه به دده دمخ پر بارخو کښېږدم تر څو حق ته تسلمیږي.
۴: دپاکوخلکو په وړاندي به دومره عاجزي کوم چي خپل د مخ بارخو به پر مځکه ورته کښېږدم.

۵: زه به ستاسو اقتصاد پياوړی کوم، عطاياوي او رزقونه به مو در ډېروم.

۶: که تاسو جنګي او امنيتي خدماتو ته ولاړ سئ زه به ستاسو د کورنيو ټول مصارف پر غاړه اخلم.

۷: دخلکو په اصلاح او دفساد په له منځه وړلو کي زما مرسته وکړئ!

۸: زما مرسته په امر بالمعروف او نهي عن المنکر وکړئ يعني ما ته په ښو کارونو امر وکړئ او له بدو کارونو مي منع وکړئ! دا به ستاسو زما سره کومک وي….

يادونه: خطبه اوږده ده ما يې ځيني ټکي بالمفهوم را نفل کړې په درنښت ستاسو ورور
مولوي عبدالهادي حماد
۹ محرم الحرام ۱۴۴۳ هق

دغه هم وګوری

د قدر په شپه ولي يوه دعا قبليږي؟ او رڼا ولي راځي؟

د قدر په شپه ولي يوه دعا قبليږي؟ او رڼا ولي راځي؟ لیکنه: مفتي عبدالهادي …