مخپاڼه / ځانګړي مطالب / ولي د طلاق پيښي ډيري سوي دي؟

ولي د طلاق پيښي ډيري سوي دي؟

ولي د طلاق پيښي ډيري سوي دي؟

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد |تعلیم القرآن اسلامي راډیو

زموږ دارالافتاء ته په هرو درو ورځو کي د طلاق یوه موضوع راځي، خاوند ، یا مېرمن او یا هم دواړه یو له بله جلاوالی غواړي حال داچي دا د ټولني لپاره د ناخوښۍ خبر دئ؛ او بل داچي دا بیخي لویه فیصدي ده.

لازمي ده چي پر عواملو یې خبري وسي او د حل په موخه یې محکم ګامونه پورته سي.

تر کومه ځایه چي زما تحلیل دئ زه په دې باور یم چي ستر لاملونه یې د ریشتین معیار څخه لیروالی او د منفی کلتور جامد تقلید دي.

که داخبره نوره هم وسپړو ویلای سو چي دوې نکتې زیښتي مهمي دي:

۱: په دې پوه سو ،چي د ژوند بریالیتوب یوازي دښځي د حقوقو احیاء کول نه سي تضمینولای بلکي د نارینه دحقوق پېژندل او احیاء یې هم پوهاوی او مبارزه غواړي. همدا ډول دنارینه د غرور خیالونه ، د موټو قوت او دودیزه حکمراني د خواږه ژوند لاره نه سي خلاصولای بلکي ښځه هم حقوق لاری ، د ژوند د لوی سفر خوږ ملګری دئ د حقوقو درناوی يې او دخوشالئ ذوق پېژندل یې هم فرض عمل دی.

۲: د یوه نارینه یاښځي په ژوند کي د دوی دقریبانو مثبت رول ته متوجه کېدل مهمه نکته ده.

ددغو دواړو نکتو په نظر کي نیولو سره ویلای سو : لومړی مسؤلیت چي خاوند او مېرمن ورته پاملرنه نه کوي او د طلاق د کچي د ډېرېدو سبب جوړیږي هغه د ځان او د ژوند دملګری دحقوقو نه پېژندل دي یو نارینه زیات وخت د واده فکر کوي، د واده د اسبابو فکر کوي، او د رنګینو مناسباتو فکر کوي د ښځي د ښکلا او زینت فکر کوي، هیله یې داوي چي مېرمن مي ښکلې، امر منونکې، هیڅ عکس العمل نه ښوونکې، د ټولو قریبانو رضا تر لاسه کونکې، کاریګره، پر هر حال باندي توافق کونکې ، دده څخه مکمله وېرېدونکې، دده دخوښي اولاد راوړونکې، هیڅ وخت اشتبتاه نه کونکې ، دده پر هر عیب سترګي پوټونکې وي.

دا دیوه نارینه هیلي دي او باید پوره سي ؛ خو د تاسف خبره داده چي هیڅکله په دې فکر کي نه وي چي زما مېرمن هم هیلي لري که یا؟ هغه هم د یوه مسلمان انسان په توګه دلذت ، عزت ، میني ، ریشتې یوه غوښتنه لري که یا؟ معلومه خبره ده چي نارینه هیلي لري ، حقوق لري او ښځه هم هیلی او حقوق لري که یا؟

همدا ډول ښځي هم په ورته ډول د خپلو هیلو په خیال پلو کي ورکي وي د معمولي فکري ټکر برداشت هم په مهال وېش کي نه لري هيڅ وخت دا فکر نه کوي چي ایا نارینه یا ددې خاوند هم حقوق لري که یا؟ که یې لري کوم حقوق دي؟

حاصل داچي نه خاوند په خپلو حقوق خبر وي نه د مېرمني په حقوقو خبر وي کوم چي ریشتني معیار ( اسلام) ورکړي دي، نه هم مېرمن په خپلو حقوقو خبره وي او نه دخاوند په حقوقو خبره وي په یوه ناڅرکند حالت کي ژوند کوي ، معیار تر منځ معلوم نه وي هر یو د خپل مزاج او هیلو دفاع کوي یو دبل حیثیت او حق ته سره ژمن نه وي، هر یو یوازی هغه نکتې بیانوي چي دی ورڅخه متضرر سوی دی، هغه نکتې نه ښيی چي دده څخه مقابل لوری متضرر سوی دی

المهم: یو دبل په حقوقو نه پوهاوی ، صرف پر خپلو ګټو مین کېدل او دمقابل لوري نه پروال لرل د طلاق د کچي د ډېرېدو عمده لامل دئ.

دوهم: داچي د خاوند او مېرمني د ژوند په پيلېدو او تداوم کي ددوی دقریبانو کوم مسؤلیت دئ په هغه کي زیات وخت دوستان غفلت کوي بلکي پر ناسم لوري یې سوقوي البته غفلت یې په دوو نکتو کي دئ چي د طلاق د کچي د ډېرېدو دوهم او دریم لاملونه کیږي.

الف: د نارینه قریبان کوشش کوي چي زیات مصارف وکړي یعني مهر ادا کړي ، د واده لپاره جهیز برابر کړي، د واده په ورځ خورا ډيري پبسې مصرف کړي او داسي نور… داخو ښه کوي خو متاسفانه زیاتره خلک خپل بچی یا بچۍ نه کښېنوي چي راسه! هغه حقوق در زده کړم چي ته یې پر مېرمن لري یا یې مېرمن پر تا لري. بلکي کږې وږې لاري ورښيي څو هغه یې تر تاثیر لاندي راسي بالاخره د دې چلونو په پایله کي یو دبله فاصله ونیسي پکار خو داده چي د نارینه قریبان او دښځي قریبان دوی ته د خپل منځي محبت ، نژدې والي او صداقت الهام ورکړي نه د چم ، کرکي او لیري والي لاري چاري.

ب: د خاوند او مېرمني قریبان د جنجال او تاوتریخوالي په صورت کي د انصافه کار نه اخلي بلکي هره ډله دخپل قریب ننګه کوي هیڅکله د مېرمني پلار دخپلي لور ملامتیا مني او نه هم یوه ورځ د زوم څخه پوښتنه کوي چي زما لور ستا سره کوم تېری کړی دئ ددې لپاره چي زه نصیحت ورته وکړم. داهم د طلاق د کچي د ډېرېدو بل عمده سبب دی.

بخښنه غواړم لیکنه اوس هم راڅخه اوږده سوه *اِنْ شَآءَاللّٰهُ* په بله لیکنه کي به یې د حل پر لارو چارو وږغیږو

ستاسو ورور: عبدالهادي حماد ۱۶ /۱۲/ ۱۳۹۷ ه ش

دغه هم وګوری

د روژې په میاشت کي آته (۸) ډېر ثواب لرونکي عبادتونه!

د ډيرو ګټو لنډه لار! اته داسي کارونه دي، چي د امت سترو بزرګانو د …