مخپاڼه / بیلا بیل / و مسلمان ته د يوه يهودي مېلمستیا!

و مسلمان ته د يوه يهودي مېلمستیا!

و مسلمان ته د يوه يهودي مېلمستیا!

يوه يهودي یو مسلمان سړی په خپل کور کي مېلمه کړی.

لومړی يې د خوراک لپاره انګور ورته راوړل هغه مسلمان مېلمه انګور و خوړل.

د انګورو تر خوړلو وروسته يې د انګورو څخه جوړ سوي نشه کوونکي شراب ورته راوړل.

مسلمان وويل: د شرابو څښل و موږ ته حرام دي.

يهودي وويل: ستاسو مسلمانانو کارونه د حيرانتیا وړ دي.

انګور حلال بولی او تاسو يې خورئ.

خو شراب چي د انګورو څخه جوړيږي هغه بيا حرام بولی.

مسلمان ورته وويل: آيا ته مېرمن لرې؟

يهودي ورته وويل: هو!

مسلمان ورته وويل:

ته يې راوله، يهودي هم خپله مېرمن راحاضره کړل.

مسلمان بيا ورته وويل: آيا ته لور لرې؟

يهودی ورته وويل: هو!

مسلمان ورته وويل: چي هغه لور دي هم راوله؛ يهودي هغه خپله لور هم راوستل.

مسلمان ورته وويل: آيا ته نه وينې چي الله تعالٰی ﷻ دغه ستا ښځه وتاته روا کړې ده او دغه ستا لور يې درته حرامه کړې ده سره له دې چي دغه لور دي د دغي مېرمني څخه زېږېدلې ده يا پيدا سوې ده!

يهودي وويل:

اشهد ان لا اله الا الله اشهد ان محمد رسول الله

راټولوونکی: عبدالقدیم عتید.

دغه هم وګوری

تریخ حقیقت

🌸”تريخ حقیقت”🌸 له يو کس څخه چا پوښتنه‌ وکړه، چي په اوس وخت کي دا …