مخپاڼه / ستاسو شرعی پوښتنی او جوابونه / پنځه لمونځونه څه وخت فرض سوه؟

پنځه لمونځونه څه وخت فرض سوه؟

محترم مولوی صاحب داخبره راته معلومه ده چي دین په کرار راغلی دئ احکام یې په یو وار نه دي راغلی په احکامو کي لمونځ هم دئ که دلمانځه په اړه معلومات راکړئ چي پنځه وخته لمونځ څه وخت فرض سو؟

سائل:

عبدالکریم

الجواب بعون الملهم الوهاب:

پنځه لمونځونه دمعراج په شپه باندي لازم سوه چي په بیان یې په لاندي اوږد حدیث کي سوی دئ:

ابن قيم ليکي : رسول اللهr دروح اوجسد دواړو سره په ويښه ديوه براق په مټ دجبرائيل7 په ملنه دبيت الحرام څخه وبيت المقدس ته ورسېدئ رسول اللهr په بيت المقدس کي کښته سو دوه ركعته لمونځ يې وکړ، خپل براق يې دمسجد ددراوزې سره وتړى .

بيا رسول اللهr لومړي اسمان ته ولاړى داسمان ددروازې دخلاصولو لپاره جبرائيل7 ملائکوته وويل : محمدr راسره دئ ، دجبرائيل7 ددغه خبري کولو وروسته دستي دروازه ورته خلاصه سوه رسول اللهr آدم7 وليدئ سلام يې ورته ووايه آدم7 جواب ورکړ ، ښه راغلاست يې ورته ووايه اودرسول اللهr دنبوت اقرار يې وکړ . اللهY ورسول اللهr ته دآدم7 راسته لوري ته نېک مرغه انسانان وښودل اوچپه لوري ته يې بدمرغه انسانان وښودل .

بيا رسول اللهr دوهم اسمان ته ولاړى دروازه ورته خلاصه سوه په دوهم اسمان کي يې يحيي7 اوعيسي7 وليده سلام يې ورته ووايه هغوى جواب ورکړ،مبارکي يې ورته وويل اودده مبارک دنبوت اقراريې وکړ.

بيا رسول اللهr دريم اسمان ته ولاړى هلته يې يوسف7 وليدئ سلام يې ورته ووايه هغه جواب ورکړ ، مبارکي يې ورکړه اودده مبارک دنبوت اقرار يې وکړ.

بيارسول اللهr څلورم اسمان ته وخاتى هلته يې ادريس7 وليدئ سلام يې ورته ووايه ،هغه جواب وركړ، ښه راغلاست يې ورته ووايه اودنبوت اقرار يې وکړ.

 بيارسول اللهr پنځم اسمان ته وخاتى هلته يې هارون7 وليدى سلام يې ورته ووايه هغه جواب ورکړ ، ښه راغلاست يې ورته ووايه  اودده مبارک دنبوت اقرار يې وکړ.

بيارسول اللهr شپږم اسمان ته وخاتى هلته يې موسى7 وليدى سلام يې ورته ووايه موسى7 جواب ورکړ ، ښه راغلاست يې ورته ووايه اودده مبارک دنبوت اقرار يې وکړ.

 کله ،چي رسول اللهr دموسي7 څخه روانېدئ موسي7 وژړل رسول اللهr پوښتنه ځني وکړه ،چي ولي دي وژړل ؟ موسي7 ورته وويل پردې مي وژړل ،چي يوځوان ،چي ترماوروسته پيغمبرسوى دئ اوامتيان به يې زماترامتيانوډېر وجنت ته ولاړسي .

بيارسول اللهr اوم اسمان ته وخاتى په اوم اسمان کي يې ابراهيم7 وليدئ سلام يې ورته ووايه ابراهيم7 جواب ورکړ، مبارکي يې ورته وويل اودده مبارک په نبوت يې اقرار وکړ .

تردې وروسته رسول اللهr سدرة المنتهي ته بوتلل سو بيارسول اللهr ته بيت المعمور ښکاره کړل سو ، وروسته بياداللهr دربار ته ورسول سو ،اللهY ته دومره نژدې سو لکه دوې ليندۍ ؛اوياتردغه هم لږ فاصله وه بيا اللهY ،چي څه وحي رسول اللهr ته کولې هغه وحي يې ورته وکړې، پنځوس لمونځونه يې پر فرض کړه وروسته رسول اللهr بېرته راوګرځېدئ کله ،چي ترموسى7 تېرېدئ موسى7 پوښتنه ځني وکړه ،چي اللهY څه امر درته وکړئ ؟ رسول اللهr ورته وفرمايل ،چي اللهY پنځوس لمونځونه راباندي فرض کړه موسى7 ورته وويل : ،چي بېرته ولاړسه داللهY څخه ددغه لمونځو دلږوالي غوښتنه وکړه ستاامت ددومره لمنځونو توان نلري رسول اللهr وجبرائيل7 ته وکتل جبرائيل7 اشاره ورته وکړه يعنى داچي که ته غواړې کېدلاى سي رسول اللهr بېرته دخپل بادار ودربارته ورسول سو اوخواست يې ورته وکړ. دبخاري په يوه روايت  کي راغلي دي ،چي اللهY لس لمنځونه ورکم کړل رسول اللهr ،چي  بېرته راوګرځېدئ موسى7 يې خبر کړ، موسى7 بيا مشوره ورکړه ،چي داللهY څخه دلږوالي غوښتنه وکړه ستاامت ددومره لمنځونو توان نه لري بيارسول اللهr ولاړى لنډه داچي آخر پنځه لمونځونه پاته سوه بياهم موسى7 ورته وويل ،چي داللهY څخه  دلږوالي غوښتنه وکړه خورسول اللهr ورته وويل ،چي داللهY څخه شرمېږم زه ددغه لمنځونو په کولوکي اللهY ته تسليم يم اوسرورته کښته کوم.

رسول اللهr ،چي څه ليري سو يواوازپدې ډول وسو: ماخپله فريضه نافذه کړه اوپرخپلو بندګانو مي دلمنځونو کموالى وکړ ([1])



([1] ) زاد الميعاد ٢—٤٨ ، ٤٧ بخاري جلد (١) صفحه (٤٥٥، ٤٥٦،٤٧٠، ٤٧١ ٤٨١، ٥٤٨،٥٤٩،٥٥٠) ومسلم جلد (١) صفحه (٩١ الي ٩٦)

دغه هم وګوری

فتوا: طالبانو ته ډوډۍ ټولول روا دي؟

کولای سی لاندي فتوا باندي راسته کلیک وکړئ او خپل کمپیوټر کښې يې ثبت کړئ …