مخپاڼه / ځانګړي مطالب / په اسلام کښي لس (۱۰)بنيادي اخلاق

په اسلام کښي لس (۱۰)بنيادي اخلاق

په اسلام کښي لس (۱۰)بنيادي اخلاق (کامل انسان څوک دئ؟)

لاندي لس اسلامي اخلاق د بشپړ انسان جوړېدو لپاره اسلام ښوولي دي د دعوت په نیت يې تر نورو ورسوئ!

يو:

غيبت او چغلګري مه کوه.
الله تعالی فرمايي:
وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا ۚ أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ
ژباړه: او ستاسي څخه دي څوك د چا غيبت نه كوي. ايا په تاسي کي داسي څوك سته چي د خپل مړه ورور غوښي خوړل خوښ کړي؟ – ګورئ تاسي پخپله د دې څخه كركه كوئ. د الله څخه ووېرېږئ. الله ډېر ښه توبه قبلوونكى او خورا مهربان دی.

دوه:

عدل کوئ! د ظلم څخه ځان وساتئ!
الله تعالی فرمايي:
إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسٰنِ وَإِيتَآئِ ذِى الْقُرْبٰى وَيَنْهٰى عَنِ الْفَحْشَآءِ وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْىِ ۚ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ
ژباړه: الله د عدل، ښيګڼي او خپلوۍ پالني حكم كوي. او له بدۍ، بې حيايۍ او زور، ظلم څخه منع كوي. هغه تاسي ته نصيحت كوي تر څو درس (پند) واخلئ!

درې:

سخا کوه! بخيل مه جوړېږه!
الله تعالی فرمايي:
ۚوَمَآ أَنفَقْتُم مِّن شَىْءٍ فَهُوَ يُخْلِفُهُۥ ۖ وَهُوَ خَيْرُ الرّٰزِقِينَ
ژباړه: څه چي تاسي لګوئ، د هغه په ځاى هماغه الله تاسي ته نور دركوي. هغه تر ټولو روزي وركوونكو څخه ښه روزي وركوونكى دى.

څلور:

عاجزي کوه! کبر مه کوه!
الله تعالی فرمايي:
وَلَا تَمْشِ فِى الْأَرْضِ مَرَحًا ۖ إِنَّكَ لَن تَخْرِقَ الْأَرْضَ وَلَن تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُولًا
ژباړه: په مځکه کښي وياړلى (په تکبُر سره) مه ځه، ته نه مځکه څيرولای سې، نه د غرونو هسكوالى ته رسېدلای سې

پنځه:

د مسلمانانو سره احسان او خواخوږي کوه!
الله تعالی فرمايي:
مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ ۚ وَالَّذِينَ مَعَهُۥٓ أَشِدَّآءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَآءُ بَيْنَهُمْ ۖ
ژباړه: محمد (ص) د الله پېغمبر دى؛ او كوم كسان چي له هغه سره ملګري دي، هغوى پر كافرانو سخت او په خپلو منځو کښي خواخوږي دي.

شپږ:

پر پيښو سوو تکلیفونو صبر کوه!
الله تعالی فرمايي:
إِنَّمَا يُوَفَّى الصّٰبِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَابٍ
ژباړه: صبر كوونكو ته به خپل اجر بې حسابه ورکړ سي.

اوه:

د بد ګمانۍ ځان وساته، پر خلکو نېک ګمان کوه!
الله تعالی فرمايي:
يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ ۖ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا ۚ أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ
ژباړه: اې مؤمنانو، له ډېر ګومان كولو څخه ډډه وکړئ، چي ځیني ګومانونه ګناه وي.

اته:

خلکو ته عفوه کوپ او غصه غصه نوشوه!
الله تعالی فرمايي:
الَّذِينَ يُنفِقُونَ فِى السَّرَّآءِ وَالضَّرَّآءِ وَالْكٰظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ ۗ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ
ژباړه: د هغو لپاره چي د بډایۍ او بيوزلۍ په دواړو حالاتو کښي مال مصرفوي، د غوسې زغمونکي دي او د نورو لنډ پاري بخښي. داسي نېکان خلك د خداى ډېر خوښ دي.

نهه:

د خلکو سره په ښه انداز وينا کوه!
الله تعالی فرمايي:
وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا
ژباړه: خلكو ته ښې خبري كوئ!

لس:

د خلکو په منځ کي جوړ جاړی کوه!
رسول اللهﷺ فرمايي:
ألا أخبركم على أفضل من درجة الصلاة والصيام والصدقة؟قالوا: بلى يا رسول الله، قال: صلاح ذات البين؛ فإن فساد ذات البين هي الحالقة، لا أقول: إنها تحلق الشعر، ولكنها تحلق الدين.
ژباړه: زه تاسو ته تر لمانځه، روژې او صدقې لوړه درجه در وښيم؟
اصحابو کرامو وويل:
هو! يا رسول الله!
رسول اللهﷺ وفرمايل:
خپل منځی جوړ جاړی وکړئ! باور وکړئ چي خپل منځی فساد خريونکی دی ، داسي نه وايم چي وېښتیان خريي بلکي ددين خريونکی (له منځه وړونکی) دی.

په درنښت ستاسو ورور:

مولوي عبدالهادي حماد ۶ جمادي الاولي ۱۴۴۳ ه ق

دغه هم وګوری

لنډه قصه ؛ او يوه هيله!

لنډه قصه ؛ او يوه هيله! |لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد مامون خليفه یوه ورځ د …