مخپاڼه / بیلا بیل / په اسلام کې کورنی ژوند(پنځه برخه)

په اسلام کې کورنی ژوند(پنځه برخه)

په اسلام کی کورنۍ ژوند

په اسلام کې کورنی ژوند(پنځه او آخرنی برخه)

دمباشرت يا له خپلی بی بی سره ديوځايوالی آداب

لکه څنګه چه د اسلام ستر ځلانده انقلاب پر يوه ځل سره ټولی دجاهليت دوخت بې شرمۍ له مينځه يوړې  دهغه پر ځاي يې په ټولنه کې يوازي اسلامې نکاح منځ ته راوړه .

څنګه چه د ټولنی پر سطحه دنکاح سپيڅلی سنت طريقه شوه   همدارنګه دنکاح په منځ کې د بستری يا کورواله لپاره هم آداب شته چه ددغه آدابو ياد ساتل د هر مسلمان لپاره ضرور دی .

دمباشرت آداب :

۱– دلومړی ځل لپاره چه کله ناويې له خپل خاوند سره يوځای کيږي سنت طريقه داده چه اول د خپلی بی بی د تندی ويښتان ونيسی بسم الله ووايي بيا دا دوعا ووايي:

الهم انی اسلک خيرها وخيرما جبلتهاعليه واغوبک من شرها وشرماجبلتها عليه ((ای خدايه زه له تا څخه خير ددغه ښځی غواړم ، په عاداتو دهغه له تا نه د خير سوال کوم اوله شره دهغه پناه غواړم )) .

۲- دجماع دشروع کيدلو په وخت کې بسم الله ويل ضرور دي چه ډير ذيات برکات لري يا دا دعا ويل الهم جنبنا الشيطن و جنب الشيطن ما رزقتنا (( ای خدايه مونږ د شيطان له شره لری وساتی او شيطان زما له آل اولاد نه لری کړی ،چه تا زمونږ په نصيب کې ليکلی وي )) .

۳- دکورواله په وخت کې بايد سړی ځان لوڅ نه کړی يوه پرده پر ځان واچوي .

اوخپل انسانی کرامت وساتي .

حضرت محمد (ص) فرمايي : دحيوان په څير ځان مه لوڅوی .

۴- دحيض ( ماهوار دوينی جريان )او نفاس (دولادت وينی ) په جريان کې له ښځی سره يوځای کيدل حرام دی ځکه حيض په مانا دی ګنده ګۍ يا زخم دی چه پر دغه ورځو کې ښځه په عادتي شکل د رحم ناپاکه وينی غورځوي چه درد او تکليف هم ورسره وي ،نوپدی وخت کې يوځای کيدل دنرلپاره د سختو مرضو سبب ګرځی او دښځی لپاره هم سخت تاوان رسوي .

همدارنګه نفاس او دولادت نه ورسته ناپاکی وينی جريان لري اودغه وخت هم ښځی سخت مرګونی دردونه تيرکړی وي چه يوځای کيدل دنر او ښځی لپاره سخت تاوان رسوي .

الهی لارښوونه :

وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُواْ النِّسَآءَ فِی الْمَحِيضِ وَلاَ تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى’يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ ( البقره 222 ).

(( پوښتنه کوي له تا څخه (ای محمده ص ) دحيض دحکم نه ، ووايه دوی ته چه دا يوګندګی ده ، په حيض کې له ښځو لری اوسی ترڅو چه پاکی نشی مه ورنږيدی کيږی ، کله چه ښی پاکی شی بيا ورسره يوځای شی )).

نور نو يوځای ورسره آرام کول ، ډوډی خوړل رواه دی ،داسې نه لکه د جاهليت دوران چه له ښځې څخه د حيض او ولادت په دوران کې کرکه وشي .

بلکی داحترام او قدر په سترګه ورته وکتل شي ځکه هغه د خدای ج د يو بشر دتولد لپاره سختی قربانی ورکړی وي او همدارنګه حيض هم د اولاد لپاره د رحم دتصفيی مخکنی تياری وي .

۵- دخپلی بی بی سره دشاه په طرف يوځايوالی سخته کناه ده .

بې حده لويه بې شرمی ده چه په حيواناتو کې هم داسې کار وجود نلری

ددی ګناه په خطرناکو پايلو ټول ښه پوهيږی چه د لوط (ع) قوم څنګه تباه شو .

پدی اړه حضرت محمد(ص) فرمايی : هغه کس ملعون يا لعنتی دی چه له خپلی ښځی سره د شاه (مخرج مواد غايطه ) په طرف کې جماع وکړي (رواه  ابوداود ،احمد ) .

۶- دخپلی بی بی سره مباشرت يو راز دی چه ددی راز ښکاره کول بدترينه ګناه او لويه بې ننګی ده .

دحضرت ابوسعيدالخدری (رض) نه روايت دی چه رسول الله (ص) فرمايی : چه دقيامت په ورځ به دالله تعالی په مخکې هغه سړی بدترين درجه کې وي چه د ښځی سره جماع کولو نه پس دهغی راز ښکاره کوي (رواه مسلم ).

پای

مأخذ:آنلاین اسلامي لارښود

دغه هم وګوری

په ژوند کې دیارلس سترې تېروتنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ نېکمرغي د نورو د بدمرغۍ په بیه. ۲ ـــ …