مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / په مسجد كښي مجلس كول او دوركي اعلان

په مسجد كښي مجلس كول او دوركي اعلان

په مسجد كښي مجلس كول او دوركي اعلان

مسجد دسجدې لګولوځاي ته وايي يعني دعبادت اوبندګۍ ځاي او ترټولو مساجدو لومړى مسجد دځانګړتيا لمخي مسجدالحرام دى اوپه دوهمه مرتبه كښي مسجد النبوي صلی الله علیه وسلم دى په دريمه مرتبه كښي دبيت المقدس مسجد دى اوپه څلورمه مرتبه كښي هغه مساجد دي چي دجمعې لمونځ پكښي اداكيږي اودكلومساجدو ته د فقهاءپه آند پنځمه مرتبه وركړل سوي دي شپږم مسجد دمرتبې لمخي دكورونو مسجدونه دي مطلب داچي يوڅوك په كوركښي دلمانځه لپاره يوځاي معين كړي كه ځه هم دمسجدحكم نه اخلي  . ([1])

امام فقيه (رحمة الله عليه) په تنبيه كښي دمسجدلپاره پنځلس اداب بيان كړي دي هر انسان ته يې رعايت کول اړين دى نوموړى اداب په لاندي ډول دي :

  1. لومړى داچي ومسجدته دننوتلو په وخت به سلام وايي پدې شرط چي ټول خلګ په لمانځه ياذكركولوبوخت نوي اوكچيري ځيني خلګ په لمانځه ياذكراخته وه اوځيني اخته نه وه سلام به وايي اوكه ټول اخته وه داكلمه به وايي :

السلام علينامن دينناوعلي عبادالصالحين

  1. دوهم ادب دادى چي مسجد ته دننوتلووروسته اوتر كښيناستلووړاندي به دوه ركعته نفل كوي پدې شرط چي دكراهة وخت نوي .
  2. دريم ادب دادى چي په مسجدكښي به درانيولواوخرڅولوڅخه ډډه كوي ځكه مسجد دعبادت ځاى دى ددنياوي کارونولپاره نه دى .
  3. څلورم ادب دادى چي په مسجد كښي به دسلاح ساتني اواستعمال مخنيوي كوي .
  4. پنځم ادب دادى چي په مسجدكښي به دورك سوى شى لټه اواعلان نكوي په اوسني عصركښي چي دورکي زيات اعلانونه په مسجدونو کښي کيږي بايددغه ادب بيخي په نظركښي ونيول سي ځكه داعلان كولووسائل ډېردي لکه راديوګاني ، ورځپاني ،مجلې اوداسي نور .
  5. شپږم ادب دادى چي دالله جل جلاله دذكرپرته به په نورڅه سره تلفظ نكوي يعني دنياوي مجلس به نه کوي .
  6. اوم ادب دادى چي دنياوي خبري اوبيهوده مجلسونه به په مسجدكښي نكوي .
  7. اتم ادب دادى چي دخلګودتګ راتګ لپاره به په مسجدكښي لارنه پريږدي .
  8. نهم ادب دادى چي په مسجدكښي به دجنګ جګړې څخه ځان ژغوري .
  9. لسم ادب دادى چي دصف دتنګوالي په صورت كښي به شاته كيږي هسي نه چي دخلګودتكليف لامل سي .
  10. يوولسم ادب دادى چي د لمونځ كونكي دمخ تېرېدلوڅخه به ډډه كوي .
  11. دوولسم ادب دادى چي ناوړي ( بلغم ) به په مسجدكښي نه توكي ځكه چي دمسجداهانت (سپکوالى) راځي .
  12. ديارلسم ادب دادى چي په ګوتوبه په مسجدكښي ټكان نكوي .
  13. څوارلسم ادب دادى چي مسجد به دلويانواوكوچنيانو دنجاست څخه پاك ساتي اوشرعي حدود به په مسجدكښي نه قائموي .
  14. پنځلسم ادب دادى چي په مسجدكښي به دالله جل جلاله ذكرډېركوي .([2])

څرنګه چي په معاصروخت كښي زيات د وركي اعلانونه په مسجد كښي كيږي اوحال داچي اوس نوي عصري شيان وجودلري لكه راديو،تلويزون اوداسي نورداطلاع وسائل حال داچي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي : هغه ورک سوى شى دي نه پيداكيږي چي په مسجد كښي ورته اعلان كيږي .

بله بګنونکي خبره داده چي اوس خلګو  دوخت تېرولوپه موخه او دنياوي مجلسونو لپاره مسجدونه داجتماع نقطه ټاكلي ده داډيره بده خبره ده ځکه يو خو دمسجد بې ادبي ده لکه مخکي چي مو وويل اوبل داچي رسول الله صلی الله علیه وسلم نوموړي كاردقيامت دنښانوڅخه شمېرلي دى اوارشادفرمايي :

عن ابي هريرة رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم اذاتّخذ الفئ دولا والامانة مغنما والزكوة مغرما وتعلم لغيرالدين واطاع الرجل امراته عق امّه وادني صديقه واقصي اباه وظهرت الاصوات في المساجدوسادالقبيلة فاسقهم وكان زعيم القوم ارزلهم واكرم الرجل مخافة شره وظهرت القينات والعازف وشربت الخمورولعن آخرهذه الامة اولها فارتقبوا عندذالك ريحا حمرآء وزلزلة وخسفاوفسخا وقذفا وآيات تتابع كنظام قطع سلكه فتتابع  .([3])

ژباړه : دحضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دى ده مبارك ويلي دي چي جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم ارشاد فرمايلى دى كوم وخت چي دغنيمت مال خپل دولت وګرځول سو، ديوچا امانت مال غنيمت وګڼل سو ، دزكوة وركړه پوروګڼل سو ، سړى دخپلي ښځي اطاعت كاوه اوموريې اذاروله ، اشناى يې رانژدې كاوه اوپلاريې لري كاوه ، خلګو په مسجدونوكښي اوازونه پورته كړل ، دقوم دروند انسان دقوم فاسق سواو دقوم رئيس دقوم رزيل سو ، يوچابل چا ته عزت دهغه دشر دوېري لامله ورکاوه، ډول وهونكي اوسروزونه ښكاره سول ، شراب چيښل كيده او ددې امت وروستيو خلګو  ددې امت پرلومړيو خلګوباندي لعنت وايه په دغه وخت كښي نو دسروبادونو ،زلزلو، خسف (مځكه ښويدنه) ، دډبرو اوريدلو اوفسخي انتظاروكړي يعني ماښام به انسان وي سهاربه په حيواني شكل اوښتي وي او دقيامت علامې به پرلپسې وي دملغرو دترتيب په څير.

پورتنى حديث ته که ځير سو په ښکاره معلوميږي چي په مسجدو کي مجلسونه کول،اعلانونه کول اوداسي نور دالله جل جلاله دعذابونو لامل ګرځي.

مأخذ: اړینه پوهه

مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد

([1] ) عالمګيري جلد  ۵ صفحه ۳۲۱

([2] ) عالمګيري جلد  ۵ صفحه ۳۲۱

([3] ) خيرالمواعظ جلد ثاني صفحه ۳۷ رواه ترميذي

دغه هم وګوری

د نوي مسلمان شوي ځوان کيسه…

عيسی عليه السلام مي په خوب وليدی: د نوي مسلمان شوي ځوان کيسه… اسپانوي الاصله …