مخپاڼه / بیلا بیل / په څو کرښو کې لوی مفاهيم

په څو کرښو کې لوی مفاهيم

په څو کرښو کې لوی مفاهيم24

په څو کرښو کې لوی مفاهيم(۲۴)

لیکنه: حامد افغان

حامد افغان

 درۍ قراني جملې

له خلکو سره د چلند په اړه دا درۍ قراني جملې یاد لرئ، که دا درۍ خبرې عملي کړئ هر ځای به ستاسو په مخ د ” بریا ” دروازې وازې ولاړې وي.

خُذ العَــفْو (بښنه غوره کړه)
وَأْمُـرْ بِالْعُرْف ( په ښو امر کوه)
وَأَعْرِضْ عنِ الجَاهِلِين ( له ناپوهانو مخ واړوه)
سورة الأعراف – الآية 199.

 د خپل منځي شخړو حل

زما بندګانو ته ووایه چې پخپلو کې یوه بل ته تر ټولو ښې او خوږې خبرې کوئ، بې شکه شیطان ستاسو په منځ کې شخړې رامنځته کوي، وَقُلْ لِعِبَادِي يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ ۚ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْزَغُ بَيْنَهُمْ ۚ . الإسراء 53.

شیطان د بنيادم دښمن دی، دی کوښښ کوي بنیادمان سپکو او پوچو خبرو ته وهڅوي، چې په پایله کې دوی د یوه بل ګریوانونو ته لاسونه وغځوۍ او شخړې رامنځته شي، د دې شخړو یواځنی حل او علاج قرانکریم په دې یوه جمله کې روښانه کړ دی: يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ، یعني زما بندګان دي پخپلو کې ښې او خوږې خبرې سره کوي، په دې صورت کې به شیطان شرمیدلی او ترټلی پاته وي.

د قرانکریم د دې مبارکې لارښوونې له اسلوب او چلند یوه بله مهمه نغوته معلومولی شو هغه دا چې هغه ښکنځلماران او پوچ خولي پساتیان چې خبرې او لیکنې یې له ښکنځلو او سپکو سپورو خبرو ډکې وي په حقیقت کې د شیطان لومې، د شیطان ځري او استازي دي او په ټولنو کې شیطاني شخړیېز کلتور ترویجوي، د دوی ترټل او له دوی مخ اړول د شیطاني سپکې ډلې ترټل او سپکول دي.

دنـــیا

عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم په پیزي باندي ویده شو چې راپورته شو په ډډه یې پیزي نښې کړې وې، موږ ورته وویل: يارسول الله ستا له پاره مو یو فرش برابر کړی وی، ده وویل: زما او دنیا یې سره څه (زه دنیا څه کوم )، زه په دنیا کې د هغه سپاره او لاروي په څېر یم چې د وني سیوري ته کښېني یو څه ارام وکړي او بیا یې پریږدي. عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه ، قَالَ : نَامَ رسول الله صلى الله عليه وسلم عَلَى حَصيرٍ ، فَقَامَ وَقَدْ أثَّرَ في جَنْبِهِ ، قُلْنَا : يَا رَسُولَ اللهِ ، لَوْ اتَّخَذْنَا لَكَ وِطَاءً . فَقَالَ : مَا لِي وَلِلدُّنْيَا ؟ مَا أَنَا في الدُّنْيَا إِلاَّ كَرَاكِبٍ اسْتَظَلَّ تَحْتَ شَجَرَةٍ ثُمَّ رَاحَ وَتَرَكَهَا. رواه الترمذي.

مسلمان ته مناسب نه ده چې په دنیا پوري دومره زړه وتړي چې اخرت یې یې هېر شي، مسلمان باید داسې وي لکه لقمان رحمه الله چې خپل زوی ته وایي: زویه! په دنیا کې دومره مه ننوځه چې اخرت دي تاواني شي، او دومره هم مه ورته شا کوه چې په خلکو بوج او پيټی وګرځې. داراز امام الشافعي رحمه الله ته چا وویل: امسا مو ډېره په لاس کې وي او تاسو دومره کمزوری هم نه یئ؟! ده ورته وویل: څو په یاد لرم چې مسافر یم .

له خپل امت سره د رسول الله مینه

له ابو هريرة رضي الله عنه نه روایت ده هغه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: هر نبي یوه قبوله شوې دعا لري چې هغه به یې کوي، خو زه غواړم دا دعا آخرت ته پرېږدم چې هلته یې د خپل امت د شفاعت له پاره وکړم. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ لِكُلِّ نَبِيٍّ دَعْوَةٌ مُسْتَجَابَةٌ يَدْعُو بِهَا وَأُرِيدُ أَنْ أَخْتَبِئَ دَعْوَتِي شَفَاعَةً لِأُمَّتِي فِي الْآخِرَةِ. [رواه البخاري].

د دې حدیث یو مطلب داسي هم بیان شوی چې هر نبي د خپل ځان له پاره یوه مستجابه او قبوله شوې دعا لرله خو زه هغه دعا اخرت ته د امت د شفاعت له پاره پرېږدم، له حدیث نه معلوميږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل امت سره ډېره مینه لرله او د هغوی د دنیا او آخرت د بریالیتوب هیله یې لرله.

 د جاهل لوړول

په حدیث کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: أنزلوا الناس منازلهم،رواه ابوداود، یعني له هر چا سره د هغه د مقام په اندازه چلند کوئ.

د اکثره خلکو دې حدیث ته هغه وخت فکر شي چې کله د لوړ مقام خاوند ټیټ کړل شي، او که د ټیټ مقام خاوند لوړ کړل شي بیا یې خلک دومره په کیسه کې نه وي، او په حقیقت کې د عالم تر ټیټولو د جاهل لوړول ډېر خطرناک کار ده.

 ښکنځلماران شیطانان دي

رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي: یوه بل ته ښکنځل کوونکي کسان شیطانان دي، دواړه په یوه بل پوري باطل خبرې او تورونه تړي او دواړه دروغ وايي. قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: المُستَبَّان شَيطانَانِ يَتَهاتَران ويَتكاذَبان. رواه البخاري في الادب المفرد وابن حبان في صحیحه.

ښکنځل ماران په دې معنا شیطانان بلل شوي دي چې ښکنځل شیطاني او سپک خوی ده او لویه ګناه ده، ځکه ښکنځل مار د ښکنځلو په مهال خامخا لویو ګناهونو ته مجبوره کیږي لکه په یوه بل تورونه او تهمتونه لګول او دروغ ویل.

 زما مور او پلار له تا قربان شه

فداک ابي و امي، دا جمله عرب کاروي او دا یوه اصطلاح ده، په عامه توګه له اصطلاحاتو معلومه معنا مراد وي دلته هم د موراوپلار د قربانولو مطلب یعني ماته له هر چا ته راګران یې. او دا د میني یوه خوږه جمله ده، نو په اصطلاحاتو کې جنجال نه ده په کار.

د بخاري او مسلم په روایتونو کې راغلي چې پخپله رسول الله صلی الله علیه وسلم هم ځیني صحابه کرامو ته دا خبره کړې ده لکه سعد او زبیر بن العوام رضي الله عنهما ته.

 د خپل ځان غم کوه!

عبد الله بن مسعود رضي الله عنه وایي: دا له لویو ګناهونو نه ده چې یو سړی خپل ورور ته ووایي: له الله ووېریږه، او هغه ورته ووایي: د خپل ځان غم کوه، ته په ما امر کوې؟! .                                                  عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ ، قَالَ : ” إِنَّ مِنْ أَكْبَرِ الذَّنْبِ أَنْ يَقُولَ الرَّجُلُ لأَخِيهِ : اتَّقِ اللَّهَ ، فَيَقُولَ : عَلَيْكَ نَفْسَكَ ، أَنْتَ تَأْمُرُنِي ؟! . رواه البیهقي في شعب الایمان 7761.

د رسول الله مینه د ایمان برخه ده

ثابت البناني رحمه الله ( مړ څه باندې 120هـ) مشهور تابعي او د انس بن مالک شاګرد دی، کله به یې چې انس بن مالک رضي الله عنه ولید له لاسه به یې ونیو، د هغه لاس به یې ښکول کړ او وبه یې ویل: دا هغه لاس دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لاس سره لګیدلي دی. سیر الاعلام النبلاء الذهبي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم مینه د هر مومن نر او ښځې ایمان تکمیلوي، د هغه په سنتو او لارښوونو عمل کول او د هغه اخلاق خپلول له هغه سره د رښتیني میني ثبوت ده.

د عمر بن عبدالعزیز غوره ویناوې

1⃣ د عمر بن عبدالعزیز رضي الله عنه زوی عبدالعزيز وایي: پلار مې راته ویل: زویه! له مسلمان نه چې کومه خبره واورې نو کوښښ کوه چې له خبرې یې د خیر مطلب واخلې، تر خپله وسه شر مه ورنه مراد کوه.

2⃣ څوک چې خپل دین شخړو او مخالفتونو ته وړاندي کړي هغه کس به له ثبات او استقامت نه محروم وي.

3⃣تر ټولو غوره عبادت: فرض ادا کول او له حرامو ځان ساتل.

4⃣ هغه کس ډېر بد دی چي لوی غم یې خپله ګېډه ګرځولې وي.

دغه هم وګوری

په ژوند کې دیارلس سترې تېروتنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ نېکمرغي د نورو د بدمرغۍ په بیه. ۲ ـــ …