مخپاڼه / بیلا بیل / په څو کرښو کې لوی مفاهیم

په څو کرښو کې لوی مفاهیم

په څو کرښو کی لوی مفاهیم 00

په څو کرښو کې لوی مفاهی(۱۷)

لوږه او وېره

په کوم هیواد یا ولس کې چې د ناشکري ناروغي زیاته شي او د الله د ورکړیو نعمتونو قدر ونه کړي دې خلکو ته الله جل جلاله په دنیا کې دوه سزاوې ټاکلې دي: لوږه او وېره، لکه قرانکریم د مشرکینو په اړه وایي: فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللَّهِ فَأَذَاقَهَا اللَّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ . النحل.
موږ افغانانو ته الله ډېر نعمتونه راکړي دي، تر ټولو لوی نعمت زموږ له معادنو او مختلفو ګټورو خامو موادو ډک هیواد دی، خو موږ د الله د دې ستر نعمت نه شکر ايستلی او نه یې قدر پیژنو، دا هیواد مو د شخصي او تنظیمي ګټو او د واک او ځواک لاس ته راوړلو له پاره څو څو ځله پلورلی او باندنيو اشغالګرو ته سپارلی دی، پایله یې دا راوتلې چې هیواد او ولس مو د لوږې او وېرې په جامه کې نغښتی ده: فَأَذَاقَهَا اللَّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْف. او که د خپل حالت د بدلولو کوښښ ونه کړو همداسي وږي او ډارنده به ګرځو.

د الله لور ته منډه کړئ

له ګڼې ګوڼې ډک بازار منځ کې یو عالم ناست و، په دې لاره یو پاچا تېرېدی پوښتنه یې ترې وکړه چې ای شیخه دلته څه کوې؟ شیخ ځواب ورکړ: دا خلک الله جل جلاله ته نږدې کول غواړم، الله یې مني خو دوی هغه ته ځانونه نه نږدې کوي . بله ورځ همدا عالم په هدیره کې ناست و، پاچا پرې راغی او پوښتنه یې ترې وکړه چې شیخه دلته څه کوې؟ شیخ ځواب ورکړ: دا خلک الله جل جلاله ته نږدې کول غواړم، دوی یې مني او غواړي الله ته ځانونه نږدې کړي خو الله ج یې نه مني.
همدا نن چې ژوند شته، ځواني شته، صحت شته او وخت هم شته، راځی غنیمت یې وګڼو، الله ته په عبادت کولو او له غټو او وړو ګناهونو څخه په کلکه پرهېز سره له مرګ مخکي ځانونه ورنږدې کړو، قرانکریم وایې: ففروا الی الله اني لکم منه نذیر مبین، یعني دالله لورته منډه کړئ زه د هغه له لورې ښکاره ویروونکی یم.

یو بل په بدنوم مه یادوئ

یو بل په بد لقب او ناخوښه نوم سره یادول ښه کار نه دی په دې سره هغه انسان خپه کیږې ځکه خپل اصلي نوم په هر انسان ګران وي او مینه ورسره لري، دا کارد یوه انسان سپکاوی ده او شرعا ناروا ده قران کریم وایې : وَلاتَلْمِزُوا أَنْفُسَكُمْ وَلا تَنَابَزُوا بِالألْقَابِ (الحجرات) یعني تاسو په خپلو ځانونو (په یوه بل) عیب مه لګوئ ، او یو بل په بدو لقبونو او بدو نومونو مه ولئ . علماء وایې دا د یوه مسلمان په بل حق ده چې یو بل په خپل غوره نوم وبولې او بد نوم ورته یاد نه کړې . په روایت کې راغلې چې ابوذر رضی الله عنه بل صحابي ته وویل : ای د تورې زویه ، رسول الله صلي الله علیه وسلم هغه ته وویل: په تا کې لا د جاهلیت خوی شته . عن أبي ذر رضي الله عنه قال : ساببت رجلاً فعيرته بأمه ، فقال لي النبي صلي الله عليه وسلم ( يا أبا ذر أعيرته بأمه؟ إنك امرؤ فيك جاهلية. أخرجه البخاري.

دغه هم وګوری

په ژوند کې دیارلس سترې تېروتنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ نېکمرغي د نورو د بدمرغۍ په بیه. ۲ ـــ …