مخپاڼه / بیلا بیل / په څو کرښو کې لوی مفاهیم

په څو کرښو کې لوی مفاهیم

په څو کرښو کې لوی مفاهیم(۱۹)

لیکنه: حامد افغان

په څو کرښوکی لوی مفاهیم

د پور غلبه

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعا په یوه برخه کې راغلي: وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ وَقَهْرِ الرِّجَالِ. رواه ابوداود و الترمذي. یعني او د پور له زیاتېدلو پناه غواړم او د خلکو له غوسې او غلبې پناه غواړم .

د پور غلبه، زياتوالي او دروندوالی ډیر سخت ده په یوه بل روایت کې د (غلبة الدین) په ځای (ضَلَع الدین) راغلي یعني دروندوالی، د پور غلبه او دروندوالی دومره سخته ستونزه ده چې د انسان عقل له سره وړي ځکه شرعاً باید له سخت ضرورت پرته اصلاً پور ونه کړل شي که څه هم نن سبا خلک په ډیره اساني سره له یوه بل پیسې پور اخلي خو دا مناسب نه ده ځکه د پور له زیاتوالي او غلبې سره د خلکو سختي او بده رویه (قهر الرجال) هم تړلی ده او په حدیث کې له دې نه هم پناه غوښتل شوې ده، امام البخاري رحمه الله په دې اړه روایاتو ته د ( بَاب التَّعَوُّذِ مِنْ غَلَبَةِ الرِّجَالِ) په نوم مستقل باب ټاکلی ده.

 له لمانځه یې پیل کړه

که د خپل حالت د بدلون نیت دي کړی وي له لمانځه یې پیل کړه. که په کې کمزوری یې ساتنه یې پیل کړه، که په بې پروایي سره یې کوې په خشوع او عاجزي سره د رښتیا لمونځ پیل کړه، او خدای مکړه که نه یې کوې پنځه وخته یې په جومات کې په جمعه سره پیل کړه.

 له وخت سره مناسب مرسته

حسان المنیعي المروزي رحمه الله (مړ510هـ) به په ژمي کې زرو مسکینانو ته د ژمي جامې په خیرات کې ورکولې.

په هیواد کې ژمی د بې وزله هیوادوالو له پاره پریمانه ستونزې رامنځته کړي د دې بې وزلو هيوادوالو مرسته د هر مستعد مومن دنده او مسؤلیت ده. او باید د بې وزلو له اړتیا سره سمه او د وخت او حالاتو مناسب مرسته ورسره وکړل شي.

(6) تاریخ

د جاهلیت په زمانه کې د رسول الله ﷺ په خلاف په زرهاو شعرونه او قصیدې وویل شوې، شعر هغه مهال د عربو ميډيا وه، تاریخ د جاهلیت هیڅ شی هم نه دي خوندي کړي او د ده ټولې ویناوې یې ساتلې دي. تاریخ امین دی کار او د کار خلک نه هېروي.

که له بریا سره مینه لرئ:

بریالی انسان د هرې ستونزې له پاره حل ویني او ناکام انسان په هر حل کې ستونزې لټوي. نو که له بریالیتوب سره مینه لرئ د بریالیو انسانانو د ژوند حالات مطالعه کړئ، بریا ته د رسیدلو عوامل یې وڅیړئ، او کوښښ وکړئ د بریالیو انسانانو په مجلسونو کې برخه واخلئ، او په یاد ولرئ چې صحابه کرام رضي الله عنهم بریالي انسانان وو د هغو د ژوند د حالاتو مطالعه تر ټولو مخکي کړئ.

مثبت فکر

په ژوند کې له “ښو” او “بدو” خلکو سره اړیکه نعمت او یا درس او عبرت دی. ښه ملګرې، ښه دوستان او ښه خپلوان د الله نعمت او د ژوند د دروند پيټي په وړلو کې د انسان ښه مرستندويان دي، د دې نعمت خوند او عظمت موږ ته په ژوند کې له بدو انسانانو سره اړیکه ترخوي او سختوي، خو که لیږ دقیق شو په ژوند کې له بدو انسانانو سره په اړیکو کې هم مثبت لوري شتون لري، له هغو نه موږ د ژوند په مختلفو برخو کې پندونه او عبرتونه ترلاسه کولی شو او دا د مثبت فکر په مټ او مرسته.

بښنه او مغفرت غوښتل

علي ابن ابي طالب رضی الله عنه وایي: ابوبکر صدیق راته ویل چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مې اوريدلي ویل یې: هر سړی چې ګناه وکړي بیا ولاړ شي په ښه توګه اودس وکړي او له الله نه بښنه وغواړي الله به خامخا بښنه ورته کوي، وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم دا ایت تلاوت کړ: عن علي بن أبي طالب رضي الله عنه قال: حدثني أبو بكر الصديق – وصدق أبو بكر -: سمعت النبي – صلى الله عليه وسلم – يقول: ما من رجل يذنب ذنبا، ثم يقوم فيتطهر، فيحسن الطهور، ثم يستغفر الله عز وجل إلا غفر له. ثم تلا: وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً . اخرجه احمد والاربعة.

وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللَّهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ وَمَنْ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا اللَّهُ وَلَمْ يُصِرُّوا عَلَى مَا فَعَلُوا وَهُمْ يَعْلَمُونَ. [آل عمران (135) ] . یعني او هغه خلک چې لویه ګناه وکړي او یا په ځانونو ظلم وکړي نو الله او د هغه وعید یاد کړي او د خپلو ګناهونو مغفرت وغواړي او دا چې یواځي الله ګناهونه بښي او په خپلو کړنو دوام ونه کړي او دوی پوهیږي چې دا ګناه ده.

له دې حدیث او ایت نه په روښانه توګه معلوميږي چې الله جل جلاله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم مو له ګناه نه توبې ایستلو او بښنې او مغفرت غوښتلو ته هڅوي نو مومن ته لازمه ده چې هر وخت استغفرالله وایي او له الله نه بښنه غواړي.

دغه هم وګوری

په ژوند کې دیارلس سترې تېروتنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ نېکمرغي د نورو د بدمرغۍ په بیه. ۲ ـــ …