مخپاڼه / بیلا بیل / په څو کرښو کې لوی مفاهیم

په څو کرښو کې لوی مفاهیم

په څو کرښ کې لوی مفاهیم21

په څو کرښو کې لوی مفاهیم(۲۰)

لیکنه حامد افغان

د جمعې د لمانځه فرضیت

ای هغو خلکو چې ایمان یې راوړی دی کله چې د جمعې د ورځې د لمانځه اذان وکړل شي کوښښ وکړئ چې د الله یاد او لمانځه ته ځانونه ورسوئ او اخیستل او خرڅول پرېږدئ که تاسو پوهيږئ نو په دې کې ستاسو ګټه او خیر ده.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِيَ لِلصَّلاةِ مِنْ يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ (سورة الجمعة 9 ).

له ایت نه دوه خبرې معلومې شوې یوه دا چې د جمعې لمونځ فرض دی او بل دا چې کله اذان وکړل شي او امام خطبې ته پورته کیږي له هغه وروسته اخیستل او خرڅول ناروا او حرام دي، داراز کوم کار چې د جمعې لمانځه ته د تګ خنډ ګرځي هغه هم صحي نه ده.

 اتفاق او یووالی

عمر بن الخطاب رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تاسو خامخا د مسلمانانو له ډلي سره یوځای اوسئ او خامخا له تفرق او اختلاف نه ځانونه وساتئ، ځکه شیطان له یوه کس سره ملګری وي او له دوو کسانو نه لیري وي او که څوک د جنت خوشالي غواړي یا غوره جنت غواړي د مسلمانانو له ډلي سره دي یوځای اوسي. عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَاب أَنّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: عَلَيْكُمْ بِالْجَمَاعَةِ وَإِيَّاكُمْ وَالْفُرْقَةَ فَإِنَّ الشَّيْطَانَ مَعَ الْوَاحِدِ وَهُوَ مِنَ الاثْنَيْنِ أَبْعَدُ وَمَنْ أَرَادَ بُحْبُحَةَ الْجَنَّةِ فَعَلَيْهِ بِالْجَمَاعَةِ. رواه الترمذي.

ریاکاري

جندب رضي الله عنه وایي: له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه مې واوريدل ویل یې: څوک چې د دې له پاره عبادت کوي چې خلکو ته یې ور واوروي الله به یې خلکو ته واوروي او چې د دې له پاره عبادت کوي چې خلک یې وویني الله به یې خلکو ته ور وویني. عن جندب رضي الله عنه، قال: سمعت النبي صلى الله عليه وسلم يقول: من سَمَّعَ سَمَّعَ الله به، ومن يُرَائِي يُرَائِي الله به.

یعني یو څوک په عبادت کې مخلص نه وي الله یې غرض نه وي بلکي موخه یې دا وي چې خلک یې وویني او خلک یې واوري څو یې خلک عزت وکړي الله به یې په اخرت کې خلکو ته وښيي او وبه یې شرموي، او امام النووي وایي دا معنا یې هم کیدی شي چې څوک خپل عیبونه خلکو ته اوروي او بیانوي یې الله به یې عیبونه ښکاره کړي او وبه یې شرموي . یعني ریاکاري الله او مخلوق ټولو ته شرمندګي او رسوایي ده.

 الله تاسو ته اسانتیا غوره کوي

عبدالله رضي الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: افراط او غلو کوونکي هلاک شول، دا خبره یې دری ځله وکړه . عَنْ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ هَلَكَ الْمُتَنَطِّعُونَ قَالَهَا ثَلَاثًا. رَوَاهُ مُسْلِمُ.

د (التنطع) د معنا په اړه امام النووي رحمه الله لیکي: یعني په یوه شي کې تعمق، غلو او افراط کول او په خبرو او کړنو کې له شرعي حدودو تیری کول، امام ابن الاثیر رحمه الله لیکي: التنطع تعمق او غلو کولو ته وایي، اصلاً النطع په خوله کې د ننه غار او حلق ته وایي او مطلب دا ده چې هرڅوک په خبرو کې تکلف کوي د خلکو د اغیزمن کولو په نیت په تکلف سره ژورې خبرې کوي عجیب لغات او الفاظ په سختي سره په ستوني کې ادا کوي هغه المتنطع دی، داراز که یو څوک په عمل او چارو کې تعمق، غلو او تیری کوي او له اعتدال او منځلاري وځي چې دا د اسلام روح ده؛ هغه هم المتنطع بلل کیږي . او دا ډول خلک هلاک دي. ځکه الله جل جلاله فرمایي: الله تاسو ته د اسانتیا اراده لري هغه تاسو ته سختي او تکلیف نه درکوي. يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ. البقرة/185.

 په دین کې افراط کول

عبدالله بن عباس رضي الله عنه وایي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمایلي دي: په دین کې له غلو، افراط او تېري نه ځانونه وساتئ، له تاسو مخکي خلک په دین کې په غلو، افراط او تېري کولو سره هلاک شوي دي. عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : إِيَّاكُمْ وَالْغُلُوَّ فِي الدِّينِ ، فَإِنَّمَا أَهْلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمُ الْغُلُوُّ فِي الدِّينِ. رواه ابن ماجه وابن حبان والنسائي في السنن.

غلو او افراط اصلاً په هرشي کې له ټاکلیو حدودو تېري او اوښتلو ته وایي، او په شریعت کې په عملي او عقیدوي لحاظ له شرعي حدودو اوښتلو او تېرېدلو ته وایي، مخکي اهل کتابو د خپل شریعت له ټاکلیو حدودو تېری کړی وو لکه عیسایانو د الله پیغمبر عیسي علیه السلام د الله زوی وباله داراز دوی او یهودو په خپلو عالمانو او دیني لارښوونکو کې غلو او افراط وکړ د هغوی له دین وتلې خبرې یې منلې او له الله پرته یې ارباب ګرځولي وو. او په دې غلو او افراط سره هغوی الله هلاک کړي وو.

دغه هم وګوری

کتاب سره د امام ابراهیم الحربي مینه

حامد افغان ابراهیم بن اسحاق الحربي (198م/285م) رحمه الله زیات غریب او صابر محدث او …