مخپاڼه / بیلا بیل / په څو کرښو کې لوی مفاهیم

په څو کرښو کې لوی مفاهیم

په څوکرښو کې لوی مفاهیم

په څو کرښوکې لوی مفاهیم (۲۳)

لیکنه: حامد افغان

د فېسبوک کاروونکو ته څو نصيحتونه

1) د حق د ملګرتیا او ژوندي کولو کې کوښښ وکړئ.
2) د باطل د مخالفت او مقابلې کوښښ وکړئ.
3) د حرامو عکسونو او ویډیوګانو له خپرولو ځانونه وساتئ.
4) له داسي ټوکو او خبرو ځانونه وساتې چې دین، دیني شعائرو، قومونو او اشخاصو ته سپکاوی په کې وي.
5) له بې ګټې بحثونو ځانونه وساتئ.
6) له اوازو او دروغو خپرولو ډډه وکړئ او د نورو دروغ او اوازې هم مه نقلوئ.
7) هغه حدیثونه، روایات او کیسې خپروئ چې کره او مستند وي.
8) داسي څه خپروئ چې د خلکو دیني او دنیوي ګټې په کې وي.
9) هرې کلمې ته مو متوجه اوسئ داسې هیڅ خبره مه خپروئ چې په اخرت کې درته پيټي ګرځي.
10) ځانونه د خیر او ښو کیلیانې وګرځوئ او کوښښ وکړئ چې د شر او بدو مخه ونيسئ.

الله دي د هر خیر او ښو توفیق راکړي او له هر شر او بدو مو دي وژغوري.

امام الذهبي رحمه الله وایي:

کله چې فتنې زیاتې شي په سنتو منګولې خښې کړه او چوپ اوسه، کوم شی چې ګټه نه لري له هغه لیري اوسه، په کوم شي کې چې ستونزه درته پیداشي د الله په کتاب او د هغه د رسول په خبرو یې حل کوه، چوپ اوسه او وایه: الله ښه پوهیږي. (سیرالاعلام النبلاء20/141).

کله چې ظالم ووینې چې ظلم ته دوام ورکوي نو پوه شه چې پای یې يقيني ده، او چې مظلوم ووینې خپل مقاومت روان لري نو پوه شه چې بریالیتوب یې يقيني ده. علي بن أبي طالب رضي الله عنه.

که موبايل مو له مستحباتو، نوافلو، د لمانځه له اذکارو، د سهار او ماښام له اذکارو او تلاوت نه غافله کوي نو پوه شه چې خطرناکې مرحلې ته رسیدلی یې، شونې ده فرضو او واجباتو ته دي هم تاوان ورسوي.

زویه! په دنیا کې دومره مه ننوځه چې اخرت دي تاواني شي، او دومره هم مه ورته شا کوه چې په خلکو بوج او پيټی وګرځې. لقمان رحمه الله. حلية الاولياء.

ابو الدرداء رضي الله عنه سلمان الفارسي رضي الله عنه ته ولیکل: بیت المقدس ته راشه دلته به ژوند کوو تر څو دلته ومرو، سلمان ورته وویل: ځمکه هیڅوک نه شي پاکولی.نوربیا…

دغه هم وګوری

په ژوند کې دیارلس سترې تېروتنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ نېکمرغي د نورو د بدمرغۍ په بیه. ۲ ـــ …