مخپاڼه / بیلا بیل / په څو کرښو کې لوی مفاهیم

په څو کرښو کې لوی مفاهیم

په څو کرښو کې لوی مفاهیم(۲۷)

لیکنه حامد افغان

د الله وېره

د خپل کور دروازه یې وټکوله، میرمن یې لیږ ناوخته شوه چې کله هغې دروازه خلاصه کړه سړی یې په دروازه کې بې هوښه غځیدلی و، ښځه یې ووېریدله په منډه یې اوبه راواخیستلې مخ یې ورومینځه راکښېیناوه، سړی رابیدار او په هوښ کې شو.

میرمني یې د ناوخته کیدلو عذر ورته ویلې خو ده ورته وویل: ستا د ناوخته کیدلو یا انتظار او ستوماني خبره نه وه، کله مې چې خپله دروازه په مخکي تړلې ولیدله د اخرت هغه حالت رایاد شو چې د جنت دروازه تړلې وي او د الله په حضور کي ولاړ یو .. نو د الله له وېري نه بې هوښه شوم.

 په الله باور

أبو سليمان الداراني رحمه الله وایي: څوک چې په دې خبره باوري شي چې روزي به الله رارسوي؛ دا ګټې به ترلاسه کړي:په څو کرښو کې لوی مفاهیم
* اخلاق به یې ډېر ښه شي.
* سینه به یې پراخه شي.
* سخاوت او په ځان لګښت به زیات کړي.
* په لمانځه کې به یې وسوسې کمي شي.

 د سلفو تر منځ دعوه

سلم بن قتيبة رحمه الله وایي: زه یو ځای ناست وم بشير بن عبد الله رحمه الله راباندې راغی راته کړه یې: دلته ولې ناست یې؟ ما ورته وویل: زما د اکا زوی دی له هعه سره مې دعوه ده، هغه زما د کور خواته په یوه شي دعوه کړې ده، بشیر رحمه الله راته وویل: ستا پلار له ما سره ښېګڼې کړې وې، زه غواړم د هغو بدل درکړم، او هغه داسې چې زما نصیحت واوره: په والله دعوه او جنجال د سړي دین ته ترټولو زیات تاوان رسوي، د سړي غیرت او میړانه ختموي، د ژوند خوند خرابوي، او د سړي زړه او ذهن مصروف او بوخت ګرځوي.

سلم وایي: زه ولاړ شوم او روانیدم د اکا زوی مې راته وویل: څه کړې؟ ما ورته وویل: زه له دعوې تېر شوم، هغه راته وویل: پوه شوې چې زه په حقه یم، ما ورته وویل: نه، له هغه شي زه درتیریږم، خو زه په دعوه ځان نه بدرنګه کوم، هغه راته وویل : زه هم هغه شی نه کوم هغه یې ستا. [موسوعة ابن أبي الدنيا 4 / 325]. دا د سلفو علماو رحمهم الله ترمنځ د دعوې یوه بیلګه ده، راځئ موږ د موجوده زمانې خلک لیږ ځانونو ته متوجه شو چې پخپلو کې له یوه بل سره د دعوې په مهال څه سره کوو؟ .

 عبادت !

هغه په لوړ ځای ناست دی تکې سپینې جامې یې په تن او سپینه ګردۍ پګړۍ یې په سر ده، کټمټ د ده په څیر سپین پګړیو او سپین کالیو جومات ورته ډک کړی ده، د ده مخته برابره تشه لاره ده په هغه کې له ده لیږ لیري دوه دری کسان ولاړ دي، یو یو کس راپورته کیږي د ده مخته په شوق او ډار دریږي بیا رکوع او آن سجده هم کوي، ده ته چې لاس ورکړي روغ سړی په نڅیدا او بې کنتروله شي، په ډېر تیز قهقري تګ یا ریورس روان شي، هغو ولاړو کسانو د شا له خوا تر یوه ځایه نیولی وي وروسته په لړزانده حالت کې ولویږي، په پروتي د حلال شوي پسه په څیر ټوپونه او لغتي وهي خو ایله سپینه پګړۍ یې له سره لویدلې وي.

د جوماتونو په منبرونو او د راډیوګانو او ټلویزنونو په دیني پروګرامونو کې په دې سپین پوښ مخلوق بحثونه کیږي، په خواله رسنیو کې یې ویډیوګانې پورته کیږي او کتل کیږي خو دوی وایي موږ عبادت کوو! .

صوفي !

یوه صوفي په ګڼ بازار کې دوه ځوانې میرمنې ودرولې، ژباړل شوي قرانونه یې له څو کتابونو سره ورکړل، په لنډه توګه یې د قرانکریم او ورسره کتابونو معلومات ورکړل د خبرو په مهال یې ډېر ځله ځمکې ته کتل، ښځو مننه ترې وکړه دی په یوه او دوه اروپایي میرمنې په بله روانې شوې، زموږ یوه صوفي د دې ویډیو له لیدلو وروسته زموږ مخته یوه قاطع .. پوښتنه کېښوده: له دې سرلوڅو، بې حجابه او ځوانو ښځو سره دریدل او خبرې په کوم کتاب روا دي؟؟؟ .

 د لویدیځوالو خواخوږي!

په یوه چورلکه پوري لویه تخته تړلې ده په هغه یو کاریګر ناست دی، د برق تارونو ته یې ورو ورو ورنږدې کوله، په تارونو کې یو مرغه نښتی او راځړیدی، چورلکه چې ښه ورنږدې شوه کاریګر هغه مرغه په اتیات سره له تارونو راخلاص او په قفس کې واچاوه.
دا د لویدیځ د کوم هیواد کیسه ده په یوه ویډیو کې مې ولیدله، او ما ته زموږ په هیواد کې د لویدیځوالو چورلکې رایادې شوې.

د قفقازیانو رواج

د قفقاز په سیمه کې د دوو اړخونو ترمنځ جګړه یوې ښځې درولی شوی، هغه داسې چې ښځه به د دواړو لوریو منځته ورغله له خپله سره به یې ټیکری وغورځاوه په ځمکه به یې وېړ کړ، جنګیالیو به دې ته د احترام له پاره سترګې ښکته واچولې، جګړه به یې ودروله . او خپلو کورونو ته به روان شول! .

د یوه ظالم مارغه او بل څیرونکی حیوان له نومونو سره زموږ له بې کچه میني څخه د خپلې ټولني روان او روحي تمایل معلومولی شو. هغه دا چې موږ له “ظلم” سره زیاته مینه لرو، دا یو علمي حقیقت دی که څوک یې نه مني نه دې مني.

بلال بن سعد رحمه الله ( مړ 124هـ) وایي: که څوک مو ولید چې ډېر جنجالي او په خپله رایه او نظر مین و نو دی پوره تاواني دی. [الحلية 2/191].

د ځیني مړو په یاد زړونه ژوندي کیږي، او له ځیني ژوندیو سره په ناسته ولاړه زړونه مري. ابن القیم.

حسن البصري رحمه الله وایي: فتنه چې کله راروانه وي یواځي عالم یې پیژندلی شي، او چې کله په ختمیدو شي او ویني وبهیږي بیا یې جاهل وپیژني.

خلک ستا ظاهر ته ګوري او الله ستا باطن ته ګوري، نو د خلکو د نظر ځای (ظاهر) له ښایسته کولو او د الله د نظر ځای (باطن) بدرنګ پرېښودلو نه ځان وژغوره . (فضیل بن عیاض رحمه الله تعالی).

ناپوهـ مسلمان د اسلام لوی دښمن دی، دی پخپله سرزوري سره د رښتیني اسلام رنګ بدوي، او خلک فکر کوي د ده کړنې اسلام دی. احمد دیدات رحمه الله تعالی.

کله چې په دښمن برلاسی شوې نو د دې بریا په شکرانه کې دښمن ته بښنه وکړه .علي بن ابي طالب رضي الله عنه.

د نړۍ یواځنۍ جګړه چې په هغه کې جنګیالی له دښمن سره د رحم او عدل چلند کوي هغه “شرعي جهاد ” ده.

که ته ووایې چې د ټولنې نیمایي خلک بد دي ، ټول خلک درته غوسه کیږي ، او که ووایې چې د ټولنه نیمایي خلک ښه دي ټول خلک ستا په خبره خوشالیږي ! دا په داسې حال کې چې د دې دواړو خبرو موخه او مطلب یو ده !.

ډېری خلک فکر کوي دوی بدمرغه دي، اصلاً دوی نیکمرغه وي خو پخپله نیکمرغي نه پوهیږي.څښتنه! موږ پوهـ کړه. نور بیا….

دغه هم وګوری

په ژوند کې دیارلس سترې تېروتنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ نېکمرغي د نورو د بدمرغۍ په بیه. ۲ ـــ …