مخپاڼه / بیلا بیل / په څو کرښو کې لوی مفاهیم

په څو کرښو کې لوی مفاهیم

کرښې

په څو کرښو کې لوی مفاهیم(۱۲)

لېکنه: حامد افغان

ملګرو یو له بل ځاریږئ

ملګري او دوستان مه خپه کوئ ویې وپالئ، زړونه ورته وسپړئ او مینه ورته ښکاره کړئ تېروتني ورته وبخښئ، تاسو به هم له دنیا ځى دوی به هم ځي، بیا به مو یوبل یادیږي، ټپونه مو چې د ننه له خوا پاک کړي نه یې مه یې ګنډئ یعني پخپلو کې بحث او مناقشه وکړئ که کوم یو خطا یي اعتراف دي وکړي بښنه دي وغواړئ او نور دي بښنه ورته وکړي، ژوند ډیر لنډ دی له کینو، عقدو او حسدونو یې پاک وساتئ، مرګ بې اجازې راځي سبا به زموږ یواځي یادونه پاته یو، په خولو موسکا ولرئ او خلکو ته بښنه وکړئ. شیخ علي الطنطاوي.

زموږ د پښتو ټپې د شیخ الطنطاوي رحمه الله دا خبره په څومره لنډه او ښایسته توګه تعبیر کړې ده!:

ملګرو یو له بل ځاریږئ
ما د مجلس یاران لیدل چې جدا شوونه

دغه هم وګوری

په ژوند کې دیارلس سترې تېروتنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ نېکمرغي د نورو د بدمرغۍ په بیه. ۲ ـــ …