مخپاڼه / بیلا بیل / په څو کرښو کې لوی مفاهیم

په څو کرښو کې لوی مفاهیم

حامد افغان

په څو کرښو کې لوی مفاهیم(۱۶)

لیکنه: حامد افغان

کیسه ګۍ

د لوبو د دکان مخته یې د لوبو د څارويو بالونونه پړسولي او په تار تړلي وو، او هوا به د دکان په مخکي پورته لوړ تم کړي وو، بله ورځ په دې ښار توندو بادونو را مخه کړه د دې دکان له بالوني پړسېدلو څارويو نه یې د آس تار پرېکړ او هوا ته یې پورته کړ.

باد د آس بالون د دې ښار څنګلوري ښار اسمان ته ورساوه د هغه ښار د تقدس او سپېڅلتيا په حقیقت نه پوهېدونوکو سادګانو یې ويډيوګانې ډکې کړې او په خواله رسنیو کې یې د هغه ښار د “کرامت ” په عنوان وشیندلې. دا یې هم د مکې په اسمان کې د اسانو ‫#‏کیسه_ګۍ.

 غږ مه لوړوه

د خبرو پر مهال غږ مه لوړوه، ښکلې جملې او ښایسته توري غوره کړه، ځکه باران ګلان شنه کوي تالنده او برېښنا ګلان نه زرغونوي.

 دشاتو څاڅکی

یوه ميږي پر ځمکه د شاتو یو څاڅکی ولید، یو څه یې ورنه وڅښل او روان سو له ځانه سره یې وویل: دومره خوږ شی باید یوڅه نور هم وڅښم، نور یې هم وڅښه. اخیر د شاتو خوږوالي دې ته مجبور کړ چې دشاتو څاڅکي ته ور ننوت.

ميږي ډیر شات وڅښل کله یې چې د وتلو اراده وکړه ویې نکړای سول چي ووځي، ډیرې هڅې یې وکړې خو ګټه یې نه لرله، اخیر د شاتو په څاڅکي کې مړ شو.

هوښیاران وایې دنیا د شاتو غټ څاڅکی ده، که یو څوک د اړتیا په اندازه ګټه ور نه اخلي سلامت او په عافیت کې به وي او که منځته ور ننوځي هلاکت او بربادي به یې په برخه وي. نسئل الله السلامة.

دغه هم وګوری

په ژوند کې دیارلس سترې تېروتنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ نېکمرغي د نورو د بدمرغۍ په بیه. ۲ ـــ …