مخپاڼه / بیلا بیل / په څو کرښو کې لوی مفاهیم
په څو کرښو کې لوی مفاهیم (١)
په څو کرښو کې لوی مفاهیم (١)

په څو کرښو کې لوی مفاهیم

په څو کرښو کې لوی مفاهیم (١)

لېکنه: حامد افغان

(1) ګټوره نسخه

یو ځوان یوه عالم ته وررغی ورته کړه یې: له الله نه د لیري والي ناروغي مي کړوي .. ستا سره زما د دې ناروغي درمل شته؟ عالم ورته وویل: د دې ناروغي له پاره د نبوي طب یوه غوره نسخه راته معلومه ده، که یې په مخلصانه توګه وکاروي ستا ناروغي به خامخا له منځه وړي، ځوان په عقل، زړه، سترګو او غوږونو سره ورته متوجه شو او زیاته یې کړه: الله دي پخپل رحم کې پټ کړه راته وایه! عالم ورته وویل:

د اخلاص عرق
د صبر د ونې پاڼې
د تواضع نښتېځلې اوبه
دا دريواړه د تقوا په لوښي کې واچوه
د الله د ویرې اوبه ورګډې کړه
د درد په اوبو کې یې وخوټوه
الله ته د توجه په غلبیل کې چڼ کړه
د صدق او رښتیا په رغوي یې خوره
د استغفار د شربتو غوړپ ورسره کوه
او له حرص او طمعې ځان لري کړه.

دا ستا د خطرناکې ناروغي له پاره ګټوره او تجربه شوې نسخه ده. او ګوره ستا ناروغي (له الله نه لیري والی) اوس ډیره شوې ده، کوښښ کوه دا نسخه نورو ناروغانو ته هم ورسوه.

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …