مخپاڼه / بیلا بیل / په څو کرښو کې لڼد مفاهیم

په څو کرښو کې لڼد مفاهیم

تعلیم القرآن راډیو

په څو کرښو کې لڼد مفاهیم(۲۸)

لیکوال: حامد افغان

 “د وني لاندې”

ګورئ دنګې مانۍ او اسمان څک قصرونه مو فکرونه بوخت نه کږي، د نړۍ خورا لويې پریکړې او سترې کارنامې “د ونو لاندې” تر سره شوې دي. لقد رضي الله عن المؤمنين إذْ يُبايعونك تحت الشجرة. یعني كومو مومنانو چې ستا سره “د وني لاندې” بیعت کاوه الله له هغوی نه راضي دی.

هغه وخت نه دی راغلی؟

  • هغه وخت راغلی دی چې د مومنانو زړونه د الله ذکر او یاد ته ټیټ او عاجزه شي او قران ته تسلیم شي، او داسې دي نه کیږې لکه هغه مخکیني خلک چې کتاب ورکړل شوی و نو په هغوی چې اوږد وخت ووت زړونه یې سخت شول او د هغوی ډېر فاسقان وو . پوه شئ بې شکه الله ځمکه له مرګ وروسته ژوندۍ کوي موږ تاسو ته نښې بیان کړې دي څو تاسو له عقل نه کار واخلئ . أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آَمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَلَا يَكُونُوا كَالَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمُ الْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ فَاسِقُونَ * اعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآَيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ} [الحديد: 16، 17].

که څوک حق او قران ته ځانونه تسلیمول غواړي دا ایت دي مکرر تلاوت کړي او په دې ایت کې نور تفصیلا دي زده کړي ، کله چې د یهودو په یهودیت کې ډېر وخت ووت نو په خپل دین یې منګولې سستې شوې ګڼ شمیر بیلاري او فسادونه په کې پیدا شول د هغوی مثال موږ ته په دي ایت کې بیان شوی دی، اوس زموږ د امت هم په اسلام کې څو سوه کلونه وتلې دي او همدا وجه ده چې په دین باندې اعتصام او منګولي لګول کمزوري شوې دي ، دا ایت د قران اعجاز موږ ته راښیې یعني دا ایت لکه همدا اوس چې زموږ له پاره نازل شوی وي ، تعبیر او اسلوب یې ډیر عجیب او ښکلی دی : أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آَمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ .. ایا د مومنانو له پاره هغه وخت نه دی راغلی چې زړونه یې نرم شي، یعني د مومنانو له پاره هغه وخت راغلی دی چې د الله یاد او قران ته زړونه عاجزه کړي، قرانکریم عملي او ځانونه اصلاح کړي.

 بې غرضه ښېګڼه

کله چې له یو چا سره ښېګڼه وکړې د شکریې او مننې مه ورته وایه، بلکي له ښېګڼې وروسته مخ ور نه واړوه، څو د هغه کمزوري او حیا ستا په مخ کې بربنډه نه شي، موسی علیه السلام چې د مدین ښار د سپینږیري شعیب له لوڼو سره ښېګڼه وکړه د هغوی میږي یې وراوبه کړې نو له دوی نه روان شو او د یوې ونې سیوري ته کښېناست. فَسَقَى لَهُمَا ثُمَّ تَوَلَّىٰ إِلَى الظِّلِّ .القصص 24.

د دا ډول سوچه، او بې غرضه مرستي او ښېګڼې اجر باید یواځي له الله نه وغوښتل شي، لکه موسی علیه السلام چې له وني لاندې له الله نه وغوښتل: څښتنه! زه ستا ښو ته اړ یم، او الله جل جلاله د شعیب له همدې دوو لوڼو نه یوه یې د ده په نصیب کړه.

د مور او پلار له ملګرو سره ښېګڼه

عبدالله بن عمر رضي الله عنهما حج ته په سفر روان و دی به چې د اوښ په سپرلي ستړی شو یو خر یې و په هغه به سپور شو یوه ورځ دی په خره سپور و په لاره کې یو کوچي پرې راغی، ده ورته وویل: ته فلانی د فلاني زوی نه یې؟ هغه ورته وویل: یم، عبدالله هغه ته خپل خر ورکړ او ورته ویې ویل په دې سپور شه، او خپله د سر پګړۍ یې ورکړه ورته ویې ویل دا په سر کړه، یوه ملګري یې ده ته وویل: الله دي بښنه درته وکړي! دې کوچي ته دي خپل خر او د خپل سر پګړۍ ورکړل کوچیان په کم شي هم خوشاله کیږي؟! عبدالله ورته وویل: د دې کوچي پلار د عمر رضي الله عنه ملګری و او ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه اوریدلي هغه وفرمایل: د خپل پلار له مرګ وروسته د هغه له ملګرو سره ښېګڼه کول تر ټولو زیاته ښېګڼه ده. عن عبدالله بن عمر قال سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول: إن من أبر البر أن يصل الرجل أهل ود أبيه بعد أن يولى. رواه مسلم ، رقم ( 2552 ) [ 13 ] . ریاض الصالحین للنووي.

له دې کیسې نه معلومولی شو چې د پلار له ملګرو او د ملګرو له زامنو سره ښېګڼه کول داسې ده لکه له پلار سره ښه کول، او داراز چې د پلار له ملګرو او د ملګرو له زامنو سره ښېګڼه څومره اجر او ثواب لري د مور له ملګرو میرمنو او د هغو له لوڼو او زامنو سره ښېګڼه کول هم لوی اجر او زیات ثواب لري.

دری شیان مه ردوئ

رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي: دری شیان باید رد نه کړل شي: بالښتونه ، پۍ او خوشبويي . عَنِ ابْنِ عُمَرَ ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ، قَالَ : ثَلاثَةٌ لا تُرَدُّ : الْوَسَائِدُ , وَالدُّهْنُ , وَاللَّبَنُ . رواه الترمذي وغیره.

د انس بن مالک رضي الله عنه یو شاګرد وایي: ده ته به که چا خوشبويي ورکړه هغه به اخیستله او نه به یې ردوله، هغه به ویل چې رسول الله صلي الله علیه وسلم به د چا خوشبويي نه ردوله . د حدیثو شارحین لیکي: څوک چې میلمه ته بالښت ږدي هغه یې باید رد نه کړي، داراز که خوشبويي او شیدې یو څوک درکوي باید رد نه کړل شي او ومنل شي، ځکه دا داسي ډالۍ او ورکړي دي چې ارزښت یې زیات نه دی او د خلکو په منځ کې د میني زیاتولو لامل ګرځي او د داسي شي ردول او نه منل مناسب نه دي او شرعا مکروه دي .

دغه هم وګوری

په ژوند کې دیارلس سترې تېروتنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ نېکمرغي د نورو د بدمرغۍ په بیه. ۲ ـــ …