مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / څلورمه لويه گناه: لمونځ نه كول

څلورمه لويه گناه: لمونځ نه كول

څلورمه لويه گناه: لمونځ نه كول

بې له عذره یعني په قصدي توگه لمونځ پرېښودل ستره گناه ده، ځكه د دې گناه كوونكي ته په آيتونو او حديثونو كي ډېر عذابونه بیان سوي دي.

الله جل جلاله  فرمايي:

﴿فَخَــلَفَ مِنْۢ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ اَضَاعُوا الصَّلٰوةَ وَاتَّـبَعُوا الشَّهَوٰتِ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيًّا 59؀ۙ اِلَّا مَنْ تَابَ وَاٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًـا فَاُولٰۗىِٕكَ يَدْخُلُوْنَ الْجَــنَّةَ وَلَا يُظْلَمُوْنَ شَـيْــــــًٔا   60؀ۙ﴾([1])

ژباړه: بیا تر دوى وروسته داسي كسان پيدا سوه چي لمونځ يې نه کاوه او د خپلو خواهشاتو تابع اوسېدل، ژر به دغه كسان د ډيرو بدو پایلو سره مخ سي، مگر نه هغه څوک چي توبه وباسي، ايمان راوړي او نېک عمل وکړي، دغه کسان به نو جنت ته ځي او لږ غوندي ظلم به هم ورباندي نه کېږي.

په دې آيت کریمه كي الله جل جلاله  د تيرو كسانو د بيان په تعقيب د هغه کسانو بيان وكړئ چي لمونځ نه كوي او د خپل نفس د غوښتنو تابع وي، دوی به بدي پایلي وويني يعني الله جل جلاله به عذاب وركړي.

د لمانځه نه كوونكى په اړه رسول اكرم صلی الله علیه وسلم   فرمايي:

تاسو لمونځ مه پرېږدئ، څوك چي په قصدي ډول لمونځ پرېږدي د الله جل جلاله د ذمې څخه وواتئ. ([2])

څوک چي د الله جل جلاله  په ذمه کي نه وي هغه کس د دنیا او آخرت د تکلیفونو څخه ځان نه سي ساتلای.

لمونځ چي تر ډيرو عملونو ښه عبادت دئ او د الله جل جلاله  رضا پكښي نغښتې ده ځکه نو د قيامت په ورځ چي حساب پيل سي الله( لومړى د لمانځه پوښتنه كوي، ځكه رسول3 فرمايي:

لومړی شی چي د بنده سره یې د قیامت په ورځ حساب كېږى لمونځ دئ، د چا چي لمونځ صحيح وي خلاص او كامياب به وي، د چا چي لمونځ نيمگړى وي خاوري په سر اوتاواني به وي. ([3])

په بل ځاى كي رسول صلی الله علیه وسلم  لمونځ پرېښوونكى د توري او ويني تويوني څخه خلاص نه دئ بللى، بلكي د هغه په قتل يې امر كړى دئ او داسي فرمايي: زه په دې امر سوى يم چى تر هغه به د خلگو سره جنگېږم تر څو خلگ د “لااله الاالله” كلمه وايي، لمونځ كوي او زكات وركوي. كله چى دوى دغه كارونه وكړل نو زما څخه يې ويني او مالونه په امن دي مگر په حق سره او حساب يې پر الله ‘ دئ.([4])

حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه روايت كوي، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمایل: پنځه لمونځونه دي څوك چي يې حفاظت كوي لمونځ به د ده لپاره د قیامت په ورځ نور او دليل وي او هم به د ده لپاره د دوږخ څخه خلاصون وي. څوك چي د لمانځه حفاظت نه كوي د قیامت په ورځ به د ده لپاره نه نور او نه دلیل او نه به هم د ده د دوږخ څخه خلاصون وي، بلكي د فرعون، قارون، هامان، او اُبى بن خلف سره به په دوږخ كي  وي. ([5])

پاته دي نه وي د لمانځه د پرېښودلو په اړه خورا زیات احادیث راغلي دي، چي د ټولو رانقلول گران کار دئ آن تر دې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  لمونځ د کافر او مسلمان ترمنځ فرق ښوولی دئ او ځیني ځایونه رسول الله3 کافر ورته ویلي که څه په لمانځه پرېښوولو څوک نه کافر کېږي مگر دومره ستره گناه ده لکه کفر.

(اللهم اجرنا منه)

مأخذ: لوی ګناهونه

مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد

([1])  سورة مريم، الايتان: ٥٩، ٦٠.

([2]) لا تتركن الصلاة متعمدا فإنه من ترك الصلاة متعمدا فقد برئت منه ذمة الله و رسوله. (أحمد عن أم أيمن. أخرجه أحمد: 6/421، رقم: 27404، قال الهيثمى: 1/295 رجاله رجال الصحيح إلا أن مكحولا لم يسمع من أم أيمن.

([3]) وعن أبي هريرة = قَالَ: قال رَسُول اللهِ 3: إنَّ أوَّلَ مَا يُحَاسَبُ بِهِ العَبْدُ يَوْمَ القِيَامَةِ مِنْ عَمَلِهِ صَلاَتُهُ، فَإنْ صَلَحَتْ، فَقَدْ أفْلَحَ وأَنْجَحَ، وَإنْ فَسَدَتْ، فَقَدْ خَابَ وَخَسِرَ. (أخرجه الترمذي: 413، والنسائي: 1/232، وفي “الكبرى” له:  325 . قال الترمذي : حديث حسن غريب.

([4]) أمرت أن أقاتل الناس حتى يشهدوا أن لا إله إلا الله وأنى رسول الله، ويقيموا الصلاة، ويؤتوا الزكاة، فإذا فعلوا ذلك عصموا منى دماءهم وأموالهم إلا بحق الإسلام وحسابهم على الله. (أخرجه ابن حبان: 1/401،  رقم: 175)

([5]) خمس صلوات من حافظ عليهن كانت له نورًا وبرهانًا ونجاة يوم القيامة، ومن لم يحافظ عليهن لم يكن له نور يوم القيامة ولا برهان ولا نجاة وكان يوم القيامة مع فرعون وقارون وهامان وأبى بن خلف. (أخرجه محمد بن نصر فى تعظيم قدر الصلاة: 1/133)

دغه هم وګوری

څلور ویشتمه لویه ګناه: د غلا لپار لار نیول (قطاع الطريق)

څلور ویشتمه لویه گناه: د غلا لپار لار نیول  (قطاع الطريق) د مسلمانانو په وړاندي …

3 تبصیری

  1. Teenage Drug Rehab Centers Near Me

    Rehab For Alcohol Abuse http://aaa-rehab.com Drug Rehab Centers Near Me http://aaa-rehab.com Residential Substance Abuse Treatment
    http://aaa-rehab.com

  2. dint wasps ornament ED that culminates Buy real cialis If the strides don’t set up sufficient period backward