مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / څنګه ښه ورور جوړ سم؟

څنګه ښه ورور جوړ سم؟

#څنګه_ښه_ورور_جوړ_سم؟

په لاندي ليکنه کي د پورته پوښتني جواب او يو پيغام لرم هيله ده لږ زغم راته وکړئ او ليکنه تر پايه ووایاست:

۱: #وروڼه_درې_قسمه_دي:

#الف: چي دوه تنه د يوه مور او پلار څخه پيدا وي ، په فطرتي لحاظ يې فکرونه سره برابر وي او د دواړو لپاره شریعت معيار وي يو لا هم هغه کار نه کوي چي شريعت يې منع کړې وي او نه د هغه کار په کولو کي سستي کوي چي شريعت امر ورته کوي.

دغه ورور ته #نسبي_روحاني ورور وايي.

: چي دوه تنه د يوه مور او پلار څخه پيدا وي ، په فطرتي لحاظ يې فکرونه هم نه وي سره برابر ، د دواړو يا يوه لا شريعت معيار نه وي پر خپل مزاج او رواج روان وي

دغه ورور ته نسبي ورور وايي خو روحاني ورور نه دئ.

:چي دوه تنه د يوه مور او پلار څخه نه وي پيدا ، پلرونه يې سره بېل وي خو په فطرتي لحاظ يې فکرونه سره برابر وي او د دواړو لپاره شریعت معيار وي يو لا هم هغه کار نه کوي چي شريعت يې منع کړې وي او نه د هغه کار په کولو کي سستي کوي چي شريعت امر ورته کوي.

دغه ورور ته روحاني ورور وايي ، نسبي ورور نه بلل کيږي.

۲: #په عام ډول سره دين ته ژمن انسان ، هوښيار او متقي کس يوازي د روحاني ورور سره د ژوند ډېره برخه تېروي او تعلق ور سره ساتي يا هم د هغه نسبي ورور سره مينه او تعلق ساتي چي روحاني ورور هم وي ؛ ځکه کوم څوک چي الهي حقوقو ته وفا دار نه وي هغه هيڅکله د مخلوق حقوقو ته وفادار نه سي پاتېدلای بناء هغه نسبي ورور هيڅکله د ورو په حق کي مخلص نه دئ او نه ورور دده له شره خلاصېداي سي چي روحاني ورور نه وي.

۳: #په اسلام کي ډېر زور د روحاني ورور سره پر تعلقاتو ساتلو اچول سوی دئ ځکه همدا روحاني ورور دئ چي د انسان د دنيااو اخرت په سعادت ګټلو کي ګټه رسولای سي نسبي ورور که څه ظاهري ګټه ورسوي خو بې برکته او محدوده به وي او بيا به يې شر هم په عقب کي وي البته که نسبي ورور روحاني سي نو بيا نور علي نور دئ.

۴:#زه ډېر کوشش کوم چي زما فيسبوک پاڼه زما د استعداد مطابق علمي کتاب جوړ سي نه زما د شخصي ژوند ښوولو مجله ؛ خو کله د يوې موضوع د تحليل لپاره اړتيا سي له همدې امله چي د نسبي روحاني ورور لپاره مثال تاسو ته عرض کړم لاندي خبره واضح کوم:

۵: #احمد_الله_مامون زما تر ټولو خويندو او وروڼو کشر نسبي او روحاني ورور دئ لاندي خصوصيات لري.

#الف: که څه هم داحمد الله جان عمر کم دئ ، زما ځيني اولادونه لاهم پر مشران دي خو ټول عمر يې داسي کار نه دی کړی چي زه لږ يا ډېر ورته په قهر يا ناراض سم.

: د جامعې اسلاميې حماديې د شپږمي درجې (۱۴ صنف) او دميرويس نېکه د علمي مؤسسې د حقوقو د پوهنځۍ د دوهم کال محصل دی په دواړو ځايونو کي يې نمبري ساتلي دي ،په مدرسه کي به راتلونکی کال وړه دوره کوي بل کال به فارغه کيږي.

: د شرعي لباس پابند دئ.

: ذهين او ذهانت يې د اسلامي مفکورې جوړولو لپاره کارولی دئ.

: هيڅکله يې زما د امر مخالفت نه دی کړی ، نه ما هيڅکله ناجائز او يا ناګوار کار حکم ورته کړی دئ.

: د جماعت پابند دئ، جالبه خو داده چي تر اوسه يې ما قهقه خندا نه ده ځني اورېدلی ، د ډېري حياء څخه يې تر ننه ماته مخامخ نه کتلي يوازي مي پورته سترګي په تصوير کي ليدلي دي.

: د ښو اخلاقو په وجه غير اختياري دعاوي ورته کوم.

: زما نسبي او روحاني ورور همدا يو دئ. الحمدلله الحمدلله والشکر لله.

#پيغام:

۷: #پر ښو اخلاقو او اعمالو پاتېدل د هدایت يو قسم دئ ځکه نو امکان لري چي کله يو نېک انسان ددغه هدایت څخه برخمن نه سي لاره بدله کړي بد انسان سي ، بناء زه احمد الله جان ته وايم : زه دغه څو کرښي ستا د ستايني دي په دې شرط تحريروم ، چي پر همدې صحيح مسير روان يې که دي خدای مه کړه مسير بدل کړ ، نو بيا ته او نور کسان زما په دغه متن ستا د ښه والي استدلال مه کوئ.

۸:#يو څوک کولای سي چي ځان ښه ورور کړي ، ښه ورور ښه وارث دئ خو ددين پرته ښه والی ګټل ګران دئ.

۹: #تر تش نسبي ورور د انسان په حقيقي ژوند کي روحاني ورور ښه رول لوبولای سي .

۱۰: #د نسبي ورور د اصلاح لپاره تر هغه کوشش وکړئ چي د نه اصلاح يقين مو راځي بيا نو د هدايت دعاوي ورته کوئ او د تعلق لپاره روحاني وروڼه انتخاب کړئ.

په درنښت ستاسو ورور:

#مولوي عبدالهادي حماد ۱۴ ذوالحجه ۱۴۴۱ ه ق

دغه هم وګوری

د الله ج ذکر او د فقر علاج!

د الله ج ذکر او د فقر علاج! /تعلیم القرآن اسلامي راډیو په ذکر بدن …