مخپاڼه / بیلا بیل / څوک ریښتینی دی ؟

څوک ریښتینی دی ؟

څوک ريښتینی دی ؟
دیوچا د دینداري اوتدین درښتیاوالي نښي دهغه په اخلاقو اوټولنیزو معاملاتواوراکړه ورکړه کې معلومیږې . یعني د یوه دینداره انسان که اخلاق هم ښایسته و اوله خلکو سره یې ناسسته ولاړه او تعامل هم صحي و نو دی رښتینی دینداره بللی شو او که یوڅوک په ځیني عباداتو او خبرو کې ځان دینداره ښکاره کوې خو اخلاق ، او ټولنیز چلند یې سم نه وې ، نودی موږ رښتینی نشو بللی . څوک رښتینی دی ؟ ٬٬٬۲

ځیني داسي خلک شته چې هغوی ځانونه ډیر دینداره ښکاره کوې نفلونه ، خیراتونه او ښې ښې خبري کوې خو اخلاق او له خلکو سره یې ټولنیز چلند خوندور نه وې دا کس دینداری او نیک نشو بللی بلکه دی دروغژن دی ، د دینداره انسان دپیژندلو لویه نښه دهغه ټولنیز اخلاق دې .

موږ نن سبا مختلف انسانان او ډیري ډلي وینو څوک وایې موږ په حقه یو او ځیني نور وایې زموږ لاره حقه ده ، که چرته تاسو په دي حالاتو کې نپوهیږﺉ او حیران دریان پاته یاست چې ټول ځانونه په حقه بولي موږ له چا سره ملګري شو رښتیني خلک څوک دې ؟ ستاسو له پاره درښتینیو خلکو دپیژندلو اسانه لاره داده چې اخلاقوته یې ځیرشﺉ ! هرځای مو چې ښه اخلاق ، غوره ټولنیز چلند اود خبرو او عمل یووالی وموند هلته رښتینی دین دی او هلته رښتیني علم دی ، او که څوک ښه اخلاق او غوره انساني چلند ونلرې په دین او علم یې باور مکوﺉ .

دغه هم وګوری

کتاب سره د امام ابراهیم الحربي مینه

حامد افغان ابراهیم بن اسحاق الحربي (198م/285م) رحمه الله زیات غریب او صابر محدث او …