مخپاڼه / بیلا بیل / ښه ګمان!

ښه ګمان!

ښه ګمان

ښه ګمان

لیکنه: حامد افغان

د شا له خوا د پښې لاندیني هډوکي باندې چا کلک ووهلم، سخت خوږ او غوسه شوم، چې بیرته مې وروکتل یو ړوند لکړه په لاس راپسې و، په لکړه یې ځان ته لاره کتله، او همده وهلی وم، په لیدلو مې سمدستي غوسه او غضب ساړه شول او همدا په اور لړلي جذبات مې په مینه، شفقت او ترحم بدل شول، له لاسه مې ونیو او چې چرته یې غوښتل هلته مې ورساوه. له دې کیسې مې یو لوی حکمت ترلاسه کړ هغه داسې چې د فهم او حالت په تغیر سره د انسان جذبات، عواطف او پريکړي سمدستي بدلیږي، د ځیني خلکو په خبره او مطلب چې موږ پوه نشو او په ناپوهي که د هغه په اړه پریکړه وکړو؛ دا مو په هغه سخت ظلم وکړ، او دا ستونزه اکثره له لنډپاري، بیړي او بدګوماني نه سرچینه اخلي، او په خلکو ښه ګومان یې مخنیوی کوي.

يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ ۖ .[سُوۡرَةُ الحُجرَات : 12].
اې مؤمنانو، له ډېر ګومان كولو څخه ډډه وکړئ، چي ځیني ګومانونه ګناه وي.

دغه هم وګوری

په ژوند کې دیارلس سترې تېروتنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ نېکمرغي د نورو د بدمرغۍ په بیه. ۲ ـــ …