مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / ښځي بايد تر مياشتنۍ ناروغۍ وروسته دستي غسل وکړي

ښځي بايد تر مياشتنۍ ناروغۍ وروسته دستي غسل وکړي

په مياشتنۍ ناروغۍ کي حکم دادئ چي کله ښځي ته مياشتنۍ ناروغي پېښه سي تر پېښېدو وروسته دپاکۍ نښانې پکښي ښکاره سي بايد دستي غسل وکړي او دهمدغه وخت لمونځ ادا کړي آن تردې که دومره وخت وو چي ښځي يوازي (الله اکبر) پکښي ويلاى سواى نور دغه وخت تېرېدئ پر ښځي باندي  ددغه وخت لمونځ لازم دئ که څه هم وخت تېر سي بېرته به يې راګرځوي او که وخت زيات وي نو ښځي ته لازمي ده چي ډېر ژر غسل وکړي او خپل لمونځ په خپل وخت کي ادا کړي که يې ځنډوي او يا سستيت پکښي کوي تر داسي بريده چي ځني قضا سي نو دا ستره ګناه ده ، بدبختانه په اوس وخت کي دښځو خورا زياته بې پروايي روانه ده کله چي يې ناجوړي پاى ته ورسيږي پاکي ورته راسي دا هيڅ پروا نه کوي کله چي يې زړه وغوښتى په هغه وخت کي غسل کوي حال داچي دا کار لويه ګناه ده داسي لا هم سته چي دماخوستن تر لمانځه مخکي يې ناروغي پاى ته ورسيږي دا ټوله شپه غسل نه کوي حال داچي تر صبح صادق وړاندي دا وخت لري چي دماخوستن لمونځ ادا کړي  او دماخوستن لمونځ پر دې فرض هم دئ ځکه دا په دغه وخت کي پاکه ده يوازي غسل کول ځني غواړي ، دداسي بې پروايۍ څخه بايد مسلماناني ښځي په جدي توګه ځانونه وساتي ځکه داکار لويه ګناه ده ، تاسو دصحابيانو بيبيانو ژوند ته فکر وکړئ هغوى څومره  تقوا کول کله چي به ناروغي ورته پېښه سوه نو دشپې به څو ځلي دامبارکي ښځي راپورته کېدلې څراغ به يې لګاوه او خپل ځانونه به يې کتل ددې لپاره چي که دوى پاکي سوي وي  نو غسل به يې کاوه څو په خپل وخت کي لمونځ ادا کړي او لمونځ ځني قضا نه سي په اوس وخت کي خلګ دومره بې پروا سوه چي څراغ لا څه کوې چي په تکليف به لګېدئ اوس نوي څراغان چي په يوه بټن سره لګيږي دا کار لا نه کوي او ورته ګران کار دئ دغه لږ تکليف هم پرځان نه تېروي او لمونځ په بې پروايۍ سره قضا کوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په پورتني  حديث کي وښودل چي ښځي د پاکۍ وروسته بايد ډېر ژر غسل وکړي او دخپلو لمونځو پوره اهتمام وکړي داغسي ناپاکه بايد پاته نه سي او دخپل غسل کولو لپاره بايد پوره پايبندي وکړي او په هر قيمت د لمانځه د قضا کولو څخه ځانونه وژغوري.  

منبع: شپږ ګناه کاري ښځي، ژباړن: مفتي عبدالهادي حماد، ص29,30.

دغه هم وګوری

د الله ج ذکر او د فقر علاج!

د الله ج ذکر او د فقر علاج! /تعلیم القرآن اسلامي راډیو په ذکر بدن …