کبر

تکبر څه ته وایي؟

تکبر دي ته وايي:

ځان په صفات او کمال کي پر نورو لوړ ګڼل.

نور ذلیله او ځان لوی ګڼل.

ځان دکما څښتن ګڼل، په داسي حال کي چي حقیقت داسي نه وي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم کبر داسي تشریح کوي:

« کبر د حق نه منلو او دخلکو سپک ګڼلوته وايي »

دکبر تر ټولوبد ډول هغه دی چي کبرجن دعلم د ترلاسه کولو، حق قبلولو او ورته دغاړي ایښولو څخه منعه کړي.

الله تعالی په قرآن کریم راته فرمايي:

اوپرمځکه په کبر اوغرور سره مه ګرځه، په دي توګه نه مځکه څیرلی سي او نه دغرونو دلوړ والي په اندازه لوړیدای سي.

کبر په حقیقت کي د نفس دهغه ځان غوښتني نوم دی چي د نورو دسپکاوي او دځان دلوړوالي دښکاره کولولپاره غوره کیږي، ځکه نو دا ناروغي د ټولنیز ژوند لپاره د یوه ناسور په رکم دی.

دلته دا یادونه اړینه ده چي ( عزت نفس ) ځان غوښتنه او کبر نه دی، بلکي داستایل سوی صفت دی چي په هر شریف او بااخلاقه انسان کي يي شتون ضروري دی.

حضرت حسن رضی الله عنه به ویل:

دشتمنوپر وړاندي دخودۍ ( عزت نفس ) ښکارونه عین تواضع ده.

حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه به ویل:

چاچي دشتمن په وړاندي دعاجزۍ او مسکنۍ ښکارونه وکړه او د دنیوي لالچ په خاطر يې خپل نفس خوار کړ، دهغه دوي برخي دین او نیم عزت بربادسو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

مؤمن ته نه ښايي چي خپل نفس ذلیل کړي.

دکبر او غرور ترټولو ښه علاج دا دی چي نفس دخلکو خدمت ته تیار کړل سي او دهر چا خیر غوښتنه وسي که څوک خپل نفس کرار کرار په دي دوو امورو عادت او پابنده کړي،نو له دغه ناروغۍ څخه نجات پیداکولی سي.

را لېږونکی: محب الله ذاکر

ماخذ : د ژوند پر لویه لاره دبریا سفر.

تعلیم القرآن راډيو ټلګرام چینل

دغه هم وګوری

څلور ویشتمه لویه ګناه: د غلا لپار لار نیول (قطاع الطريق)

څلور ویشتمه لویه گناه: د غلا لپار لار نیول  (قطاع الطريق) د مسلمانانو په وړاندي …