مخپاڼه / بیلا بیل / کمپیوتر تېزولو لپاره پنځه اسانه لارې چارې

کمپیوتر تېزولو لپاره پنځه اسانه لارې چارې

را لېږونکی: عبدالاحد هنر
 زیاتره وخت خلک نوی کمپیوتر واخلي خو بیا هم تېز کار نه کوي، اکثرخلک بیا شکایت کوي چې دا خو يې نوی اخېستی دی، ډيرې پیسې يې پرې ورکړي، خو کمپیوتر هغسې کار نه کوي څنګه چې د دده ورته اړتیا ده. بي بي سي د کمپیوتر تیزولو لپاره ځېنې د حل لارې راویستي دي چې دلته یې ترې په لنډه توګه ذکر کوو.

د هارډ ډسک له سره تنظیمول یا Defrag کول

ښايي دا تاسو ته معلومه نه وي چې د هارډ ډسک له سره تنظیمول د کمپیوتر د ساتلو لپاره څومره اړین دی.

د هارډ ډسک له سره تنظیمول کمپوتر ټول (Data) معلومات یوځای کوي د کمپیوتر د تیزولو صلاحیت لري.

په کومه طریقه چې په کمپوټر کې فایلونه ساتل کیږي، د هغې له کبله ټول نوي هارډ ډسکونه هم سستیږي. څنګه چې په هارډ ډسک کې نوي فایلونه ثبتیږي یا حذفیږي دا ټول معلومات د یو ځای کېدو پر ځای د هارډ ډیسک په بېلا بېلاو حصو کې پاتې کیږي چې له کبله دغه فایلونو ته لاس رسی بیا په اسانه نه کیږي او هارډ ډسک ورسره سستیږي.

هارډ ډسک کې د معلوماتو ترتیب سره نه یواځې دا چې په هارډیسک کې ځای زیاتیږي بلکې معلوماتو ته لاس رسی هم اسانه وي.

دا بیا هېڅ ستونزمنه نه ده. محض د ځېنو پرواګرامونو څخه په کې مرسته اخېستلای شئ، مثلا Smart Defrag 3 د (وينډوز ۸،۱) لپاره او یا iDefrag د (ایپل OS ) لپاره.

غیر ضروري فایلونه حذف کړئ

نن سبا تر ۲۰۰ جي بي پورې هارډ ډسک ډیر په اسانۍ سره ډکیږي او څومره چې دا ډکیږي د کار کولو صلاحیت يې هم متأثره کیږي.

شاید ستاسو کمپیوټر کې هم داسې ډیر پخواني فایلونه موجود وي چې ستاسو په استعمال کې نه وي او د کمپیوټر زیاته برخه یې نیولي وي.

مارکيټ کې ستاسو شخصي کمپیوټرو PC یا میک کمپیوټرو لپاره ډيری پروګرامونه شته دی چې ښيي کومو فایلونو ستاسو د هارډ ډسک زیات ځای نیولی دی. د Space Sniffer یا InDirStat په نوم پرواګرامونه تاسو سره په دې کې مرسته کولای شي چې کوم فایل ډیر ځای نیولی دی.

که تاسو په میک کمپیوټر کې OS X استعمالوئ نو دا کار نور هم اسانه دی. ددې لپاره د Finder اسانتیا هم استعمالولای شئ. دا تاسو ته په میک کمپیوتر کې موجود د اپلکیشنیو، پرواګرامونو، هارډ ډسک، فایلونو، فولډرو، ډي وي ډي ډرایورز ټول شیان ښيي. تاسو ددغو فایلونو له سره تنظیمولای شئ، تاسو د میک ټول فایلونه مواد لیدلای شئ او څه مو چې زړه وي، هغه لرې کولای شئ.

د Auto run پروګرامونو څخه ځان وساتئ

دا د کمپیوتر د تیزولو لپاره تر ټولو تیزه لاره ده، په ځانګړي ډول دې سره کمپیوټر ژر تر ژره چالانیږي.

دا هم امکان لري چې د کمپیوتر چالانولو سره دا هم معلومولای شي چې په کمپیوتر کې کوم پروګرامونه اوس چلیږي او که غواړئ هغه هم بند کړئ.

په OS X کې Activity Monitor او په ونډزو کې Task Manager پر مټ دغه کار کېدلای شي. که تاسو سره میک کمپیوټر وي، نو System Preferences ته لاړ شئ او Users and Groups انتخاب وکړئ او هغه پروګرامونه بند کړئ چې ستاسو زړه وي.

که PC یا شخصي کمپیوتر استعمالوئ نو مفته Tool د Autoruns استعمالولای شئ چې په اتومات ډول چليدونکي پروګرامونه کنټرولوي.

وایرس او زیان رسووونکي پرواګرمونه له منځه ویسئ

ځيني خلک دا فکر و ګومان کوي چې د اینټي وایرس سافټ ویر څخه پرته ګوزاره کولای شي او د همدې کبله ډیری پروګرامونه کمپیوتر کې انسټالوي چې له کبله یې کمپیوترونه بالعموم او بالخصوص پخواني کمپیوټرونه ډير متأثره کړي.

خو بیا هم هغه کسان چې د کمپیوتر ماهر نه دي، هغوی دې د وایرس څخه د ځان ساتلو لپاره اینټي وایرس سافټ وییر استعمال کړي.

تاسو خپل کمپیوټر ځانګړتیاو ته په کتلو سره یو اینټي وایرس سافټ وییر انتخابولای شئ. داسې ډیری اینټي وایرس سافټ ویرې شته دی چې ډیره کم ځای نیسي او همدا راز په کمپیوتر کم بوج رواړي چې په کې Microsoft Security Essentials ،Panda Cloud او Avira شامل دي.

که څه هم دا ډیره مشهوره شوې چې میک کمپیوټرې د وایرس څخه نه متأثره کیږي خو بیا هم که ستاسو ایپل کمپيوټر د معمول څخه پرته سست شي نو بیا هم دغه طرف ته توجه کول اړتیا دي. په دغسې حالت کې تاسو مفت ټول (Tool) Avast یا Sophos اینټي وایرس استعمالولی شئ.

Web applications استعمال کړئ

که Google Docs ، Adobe’s Buzzword یا Zoho یا Peepel په څېر اپلیکشن وي او هغه څه ددې لارې کولای شې چې د آفس د لارې کیږي نو د آفس د استعمالولو اړتیا څه ده. (هغه کسان چې انترنیت ته لاسرسی لري، دا د هغوی لپاره ده).

نن سبا په ویب اپلیکیشنز کې چې څومره براوزرې کار کوي له هغې هر ډول کار اخېستل کیدای شي.

د دې دوه فایدې دي:

لومړی دا چې د استعمال پر مهال په کمپیوتر کې ډير دروند نه وي.

دوهم دا چې په هارډ ډسک ددې هېڅ اثر نه وي.

که تاسو د پورته پنځه مراحلو څخه تېر شئ او بیا مو هم کمپیوتر د چالانولو پر مهال تیز نشي، نو یا خو کوم مستري سره اړیکه ونیسئ یا د نوي کمپیوتر لپاره د حل لاره چاره ولټوئ.

منبع: نن ټکی آسیا ویب پاڼه

دغه هم وګوری

ژمی نژدې دی، که غواړئ له زکامه په امان شئ نو …

د صحت په برخه کې ډیر واړه گامونه ډیرې زیاتې گټې لري او له ډیرو …