مخپاڼه / بیلا بیل / ۴۰ ورځي ګټمن عالم / هره اوازه مه خپروه!

هره اوازه مه خپروه!

نولسم  درس!
هره اوازه مه خپروه!
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: دسړی لپاره دومره درواغ بس دي چي هر څه واوری هغه وايي.
دپورتني حدیث مبارک الفاظ:
عن أبى هريرة – رضي الله عنه – قَاْلَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ – صلى الله عليه وسلم -: «كَفَى بِالمَرْءِ كَذِبًا، أَنْ يُحَدِّثَ بِكُلِّ مَا سَمِعَ». [رواه مسلم]
تشریح: اوس تقوا په خلکو کي کمه سوې ده ځکه نو ځیني خلک پر خپلو مخالفینو باندي کله کله تهمتونه لګوي، عیبونه ورباندي وايي ، ځیني وخت خلک بې ځایه اوازې او خبرونه خپروي نو هر څه چي واوري تش دخلکو په خوله یې مه منه یو ځلي خپله تحقیق کوه بیا باور ورباندي کوه. او که دي دا کار ونه کړئ دخلکو په خوله دي اوازه خپره کړه نو د نبوي وینا مطابق ستر درواغجن یې.

هره اوازه مه خپروه!

دغه هم وګوری

کتاب سره د امام ابراهیم الحربي مینه

حامد افغان ابراهیم بن اسحاق الحربي (198م/285م) رحمه الله زیات غریب او صابر محدث او …