مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / اولسمه لويه ګناه: كبر فخراو خيال كول

اولسمه لويه ګناه: كبر فخراو خيال كول

كبر كول يوازى دالله «جل جلاله» دشان سره ښائى نه دبل چا سره ځكه که انسان لږ فکروکړی ډيرناتوانه دی الله «جل جلاله» فرمايى كبر زما خويه ده .

الله جل جلاله وايي :

إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُسْتَكْبِرِينَ {23} ([1])

بيشكه الله «جل جلاله» كبر كونكى نه خوښوى .

رسول اكرم «صلى الله عليه» وسلم فرمايى : جنت ته به داخل نسى چى په زړه كښى يې يوه زره كبر موجود وى.([2])

رسول اكرم «صلى الله عليه وسلم» فرمايلى دى چى الله «جل جلاله» فرمايى : لويي زما ده اوكبر زما خاصه ده څوك چى زماسره پدې خويونو كښى ځان ګډوى دوزخ ته به يى اچوم .([3])

رسول اكرم «صلى الله عليه وسلم» فرمايى : جنت اودوزخ په خپل منځ كښى منازعه (لفظی جګړه)وكړه جنت وويل زه څه پروا لرم ماته عاجزان راځى اودوزخ وويل زه فخرکوم چې په كبر كوونكو موړيم . ([4])

عبدالله ابن عمر «رضي الله عنه» وايى ما درسول الله «صلى الله عليه وسلم» څخه واوريدل چى فرمايل يى : هرڅوك چى په تګ كښى لويى كوى ، په خيال خيال ځى اوپه ځان كښى لويى كوى کله چى دالله «جل جلاله» سره ملاقى سى الله «جل جلاله» به باندى په غضب وى .([5])

رسول الله «صلى الله عليه وسلم» فرمايلى دى : درى كسان به دوزخ ته داخليږی (لومړی) ظالم آمر دى ،(دوهم) شتمن سړى دی چې زكوة نه وركوى او(دريم) مسكين كبركوونكى دی .([6])

مأخذ: لوی ګناهونه

مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد

*****


([1] ) سورة النحل الآية (۲۳)

([2] ) رواه مسلم .

([3] ) رواه مسلم .

([4] ) وتمامه : فقضی الله بينهما انک الجنة رحمتی ارحم بک من اشآء وانک النار عذابی اعذبک من اشآء ولکليکما ملؤها . رواه مسلم من ابی سعيد خدری . آهـ منذری .

([5] ) رواه الطبرانی فی الکبير ورواته محتج بهم فی الصحيح ، والحاکم ، وقال الصحيح علی شرط مسلم آهـ . منه .

([6] ) رواه ابن خزيمة وابن حبان فی صحيحهما آهـ . منذری .

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …