مخپاڼه / بیلا بیل / ای انسانه!

ای انسانه!

ای اندېښنو ځپلیه او له ژوند نه تر خولې را غلیه انسانه!!

باور وکړه، چې سوبه او کومک بېخي نږدې دی او تر تنګسې وروسته اسانتیا شته! له تا نه د الله تعالی مینه را تاو شوې ده او ته پکې سم پټ یې، راتونکی دې روښانه دی او د الله تعالی ژمنه تر سره کېدونکې ښکاري.

ای انسانه! اوس د دې وخت را رسېدلی، چې شک ته په یقین سره ماتې ورکړې او پر خپل ضمیر د حق څادر وغوړوې، ځکه تیاره مخ په ختمېدو او سبا صادق راختونکی دی، د اندېښنو تورې وریځې مخ په ټولیدو او د الله تعالی رحمت را روان دی.

ای هغه انسانه! چې زړه دې اندېښنو په مخه کړی، ګورې نه چې ورو ورو غیبي مرسته دې لمن را نیسي، بس دی خپلې اوښلنې سترګې پاکې کړه او زړه دې ډاډه کړه، ځکه اصلي عافیت درنه راتاو دی، چې په هغې سره به تنده ماته شي، ډاډمن به شې، ځکه ستا معامله له داسې رحمن او رحیم ذات سره ده، چې پر خپل مخلوق ډېر لوراند دی.

ډاډه  اوسه! ستا پایلې ښې او ګټورې دي، تر دغه بیوزلتوب وروسته بډایتوب، تر بېلتانه وروسته وصال او تر بې خوبۍ وروسته دروند خوب دی.

زه هغو ټولو انسانانو ته چې نېستۍ او ناروغۍ په مخه کړي دي، دا زېری ورکوم، چې مه ورخطا کېږئ!

ډېر ژر به مو ګېډې له روزۍ ډکې شي، تنګسه به لمنځه ولاړه شي او ناروغي به مو په روغتیا بدله شي.

پر انسان د الله تعالی دا حق دی، چې پر هغه ښه ګومان ولري او د هغه د پېرزوېنې انتظار وکړي، ځکه هر کار د هغه یوه(کن) لفظ ته اړ دی.

مأخذ: مه خپه کیږه.

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …