توبة

توبه!

توبة

ژباړه: حضرت محمد خرم

مالک ابن دینار رحمه الله وایي:

زه یو ګناهکار وم شراب مې څښل د خلکو حقوق مې نه ساتل، هرې ګناه ته مې زړه ښه کولو….

له ورځو یوه ورځ مې واده وکړ… یوه لور مې پيدا شوله، نوم مې یې فاطمه کیښود، تر حد زیاته راباندې ګرانه وه،

د هرې ورځې په تیریدلو مې مینه ورسره زیاتیدله…

هغه به چې څومره لویدله زما په زړه کې ایمان زیاتیدلو او د ګناه خواته مې میلان کمیدلو…

کله به یې چې زما لاس کې د شرابو جام ولیدلو، را نږدې به شوه هغه به یې راته چپه کړ…

په داسې حال کې چې فاطمه لا دوه کلنه نه وه…. کله چې فاطمه درې کلنه شوه، مړه شوله.

مالک وایي: سخت غمجن شوم، هیڅ صبر مې نه کیدلو…

یوه شپه مې ‌‌‌‌‌‌ډير زیات شراب وڅښل او  وڅښل، بیا ویده شوم، ګ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډ خوبونه مې لیدل، خو یو خوب مې داسې ولیدی:

د قیامت ورځ مې په خوب ولیده، لمر تیاره شو، بحرونو اور واخیست، په ځمکه زلزله راغله….

خلک ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډله  ‌‌‌‌‌‌ډله را ټولیدل….

زه هم د خلکو مینځ کې وم، غږ به وشو فلانی ولد فلاني…د جبار ذات محکمې ته…

یو وخت زما په نوم غږ وشو، نور مې له سترګو خلک پناه شول د محشر میدان کې هیڅ څوک راته نه ښکاریدل(خوب کې)…

یو لوی غښتلی ښامار چې خوله یې خلاصه نیوله وه، زما لور ته را روان و سخت او تر حد زیات ‌‌‌‌‌‌و‌‌‌‌‌‌بیریدم، تیښته مې شروع کړه یو ضعیف زوړ سړی مې ولیدی…

ورته مې وویل: آه!  ما له دغه ښامار څخه وساته.

هغه راته ویل: زه ضعیف یم څه نشم کولی، خو په دغه خوا ولاړ شه تر څو نجات پيدا کړې…

ما هم هغه خواته مڼ‌‌‌‌‌‌ډه کړه، خو مخ ته مې اور راغلی، هغه ته مې ویل که دغه خوا ته لاړ شم اور کې لویږم…

ښامار لحظه په لحظه را نږدې کیدی، هغه ته مې ویل د الله په روی نجات راکړه، هغه زما پر حال وژړل….

ویل وینې مې چې زه ضعیف یم هیڅ نشم کولای، خو په دغه لور لاړشه چې نجات پيدا کړې

ما هم هغه خواته تیښته پيل کړه، یو ځای ‌‌‌‌‌‌ډير ماشومان راټول و، هغوئ چې زه ولیدم نارې یې کړې: ای فاطمې پلار دې، ای فاطمې پلار دې….

پوه شوم چې دا زما لور ده، سخت خوشحاله شوم فاطمې زه په ښي لاس ونیولم او ښامار یې په چپ لاس دفع کړ…

بیا زما غیږ کې داسې کښيناستله لکه دنیا کې به چې کیناستله…

را ته یې وویل:     أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَن تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ

ما ورته وویل: ای لورکۍ دا ښامار څه شی دی خبر مې کړه…

هغې ویل: دا ستا هغه بد اعمال دي چې تا دومره لوی کړي دي، تر دې چې تا به وخوري…او ته نه یې خبر چې اعمال د قیامت په ورځ مجسم کیږي…؟

او هغه ضعیف بو‌‌‌‌‌‌ډا ستا نیک اعمال دي، تا دومره ضعیف کړي چې ستا پر حال ژاړي او هیڅ نشي کولای

که چیرې زه ستا لور نه وای او ماشومتوب کې نه وای مړه شوې نو هیڅ شي تاته ګټه نشوای رسولی

مالک وایي: له خوبه په داسې حال کې راویښ شوم چې چیغې مې وهلې همدا اوس یا الله، همدا اوس یا الله

أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَن تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ

(آیا نه دی راغلی وخت هغو کسانو لره چې ایمان یې راوړی دی چې وویریږي زړونه د دوئ له ذکر/وعید/ د الله نه)

پورته شولم غسل مې وکړو د سهار لمانځه ته لاړم، د توبې او الله ته ور ګرزیدلو اراده مې وکړه

مسجد ته چې لاړم امام هم په لمانځه کې دا آيت شریف تلاوت کولو: أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَن تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ

هو دا مالک بن دینار رحمه الله دی، یو له مشهورو تابعینو امامانو څخه چې د تقوا او زهد داسې حد ته ورسیدو چې شپه به یې په ژړا تیروله او ویل به یې:

یا الله تاته مالومه ده چې څوک جنتي او څوک جهنمي دی، پس زه له کومې ‌‌‌‌‌‌ډلې یم، یا الله ما له جنتیانو وګرزوه او له اور څخه مې وساته.

هو مالک ابن دینار چې کله توبه وکړله؛

هره ورځ به د مسجد مخکې دریدلو او ویل به یې:

ای ګناهکار بنده را وګرزه د د مولا لور ته دې!!!

ای غافل بنده را وګرزه د مولا لور ته دې!!!

اې تښتیدونکیه بنده را وګرزه د مولا لور ته دې!!!

مولا دې درته وایي څوک چې زما لور لږ را نږدې شي زه به هغه ته ‌‌‌‌‌‌ډير ور نږدې شم.

رحمه_الله

نوټ: دا کیسه لومړی ځل ابن قدامه په التوابین کې ذکر کړې ده، چې بیا وروسته ځينو علماوو رد کړې….

والله اعلم

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …

یوه تبصیره

  1. Cherche Viagra Ou Cialis Where To Order Viagra Propecia Kaufen Billig Buy Cialis Levitra Uses