حجاب

داسلام قانون داسي دئ چي ښځي به داسي مناسب حجاب کوي چي دسر وېښتيان يې پټ وي ځکه دبدن ټول غړي دلمانځه پر مهال باندي پوټول فرض دي.
که ديوې ښځي دسر دوېښتيانو څلورمه برخه په لمانځه کي ښکاره سي او دومره وخت ښکاره پاته سي چي درې واره سبحان الله پکښي ويل کيږي لمونځ يې نه صحيح کيږي.
همدا ډول که ديوې ښځي نازک پوړنى پر سر وي چي دسروېښتان يې تر معلوميږي لمونځ يې نه صحيح کيږي. ځکه ښځي ته اړينه ده چي په هر مهال پوره اسلامي حجاب وکړي.
ځيني ښځي نازک پوړنى غبرګ کړي او دايې باور وي چي اوس نو لمونځ صحيح کيږي حال دا چي که په دغه حال کي ددې دسر وېښتان معلومېدل بيا يې هم لمونځ نه صحيح کيږي.
کله داسي وي چي پوړنى دومره لنډ وي چي دسر وېښتان پوره نه په پوټيږي بلکي يوه برخه يې معلوميږي او يا يې لستوڼي لنډ وي دلاسو تر خپړکو ور تېر دڅنګلو اندازه يا يوه برخه يې معلوميږي ،په پوړني باندي نه پوټيږي په دې ټولو صورتونو کي يې لمونځ نه صحيح کيږي.
شرعي مسئله داسي ده چي په لمانځه کي که لاندي ځايونه ښکاره سي لمانځه ته تاوان نه رسوي:
الف : ګردى مخ يعني دتندي دوېښتانو دشنه کېدو څخه بيا لاندي ترزني او ديوه غوږ څخه تر بل غوږ پوري.
ب : لاسونه تر بندو پوري يعني يوازي دلاسو ورغوي او دورغو دشاخوا.
ج : پښې تر بجلکو پوري.
که دسر دوېښتانو ، يا پنډۍ دريمه برخه دومره وخت ښکاره سوه چي درې واره سبحان الله ويل کيږي لمونځ يې نه صحيح کيږي، همدا لامل دئ چي زموږ پاک دين پرېکړه کوي او داهل سنت والجماعت عقيده هم داده چي ښځي بايد خپل ټول بدن دنامحرمه نارينوو څخه پټ وساتي.

مأخذ: شپږ ګناه کاري ښځي

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …