مخپاڼه / بیلا بیل / دسرو زرو کرښې(اتمه برخه)
دسرو زرو کرښې

دسرو زرو کرښې(اتمه برخه)

دسرو زرو کرښې

د سروزرو کرښي (اتمه برخه)

ليکنه او راټولونه : محمد نبي سلطاني

١ _ د ظالم مخه ونيسه : له حضرت انس رضى الله عنه څخه روايت دى ، چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : ته له خپل مسلمان ورور سره مرسته وکړه که ظالم وي او که مظلوم هغوې وويل : اې د الله رسوله ! له مظلوم سره خو به مرسته وکړو ، له ظالم سره څنګه مرسته وکړو ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل : د هغه لاسونه له تېري څخه بند کړئ .

عَنْ أَنَسٍ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : انْصُرْ أَخَاكَ ظَالِمًا ، أَوْ مَظْلُومًا قَالُوا : يَا رَسُولَ اللهِ هَذَا نَنْصُرُهُ مَظْلُومًا فَكَيْفَ نَنْصُرُهُ ظَالِمًا قَالَ تَأْخُذُ فَوْقَ يَدَيْهِ. ( رواه بخاري )

٢ _   غوره جهاد : له حضرت ابو سعيد خدري رضى الله عنه څخه روايت دى ، چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : د ظالم پاچا يا ظالم امير په وړاندي د عدل ( حق ) وينا تر ټولو ستر جهاد دئ .

عَنْ أَبِى سَعِيدٍ الْخُدْرِىِّ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « أَفْضَلُ الْجِهَادِ كَلِمَةُ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ ». أَوْ « أَمِيرٍ جَائِرٍ ».( رواه ترمذي )

٣ _ د منافق نښي :   له حضرت ابوهريره رضى الله عنه څخه روايت دى ، چي هغه د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کړې فرمايي : د منافق درې نښي دي :

۱-  کله چي خبري کوي درواغ وايي .

۲- کله چي وعده وکړي نه ئې تر سره کوي .

۳- کله چي امانت ورسره کښېښوول سي نو خيانت پکښي کوي.

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ : آيَةُ الْمُنَافِقِ ثَلاَثٌ إِذَا حَدَّثَ كَذَبَ ، وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ ، وَإِذَا اؤْتُمِنَ خَانَ.( رواه بخاري )

٤ _ دانسان دښمنان :  یحیی ابن معاذ رحمة الله علیه فرمایي :  د انسان  درې دښمنان دي :  دنیا ، شیطان او  نفس .   د دنیا په مقابل کي  زهد غوره کړئ ،  د شیطان په مقابل کي  د شيطان  مخالفت غوره کړئ  او د نفس په مقابل  شهوات له منځه يوسئ .

٥ _ يو د بل سره    مينه ، محبت ، راشه درشه ، تګ اوراتګ کوئ چي الله جل جلاله درسره مينه او محبت وکړي. ځکه الله جل جلاله فرمايي: زما محبت د هغو خلکو په برخه سو چي زما په خاطر یو له بل سره مينه كوي، زما په خاطر یو له بل سره ليده كاته كوي، زما په خاطر يو پر بل مال لګوي او زما په خاطر یو له بل سره اړیکي ساتي .

٦ _ نه هېرېدونکي شاعران : هغه چي ولس ته په خپلو شعرونوکي پيغام وړاندي کوي او بيا دوئ د دغه شعرونو د پيغام په مټ و خپلو مسئوليتونو ته متوجه کوي، دعلم او پوهي لاس ته راوړلو ته يې هڅوي، د بدوڅخه يې راګرځوي او پر ښويې امرکوي، د فحش او بې حيايي د له منځه وړلو هڅه کوي، د مسئوليت احساس په اولس کي را ژوندى کوي، د ولس پر زخمو پټى ږدي او نور …

٧ _ ځوانه ! ته د افغان اولس هغه د سر تاج ئې ، چي تعليم، اقتصاد، تجارت، امنيت، صحت او ثقافت په خپل مټ او برکت سره پرمخ بيا ئې ، نو که ستا غښتلي مټي، سالم فکر ، روښانه اند او ښه نيت نه وي ، افغان اولس ته له تور تمونو څه څوک نجات ورکوي .

٨ _ د ژبي حلاکت : که خپلي ژبي په واک کي ونه لرو ، نو کېداى سي چي د خپلي ژبي په وجه جهنم ته ولاړ سو ، ځکه د يو حديث شريف مفهوم همداسي دئ : ( جهنم ته به ډير خلک د ژبي د لاسه داخلېږي .

٩ _ د حضرت عمر رضى الله عدل :  عطاء رحمه الله  وايي  حضرت عمر رضي الله عنه  به هر کال د حج پر وخت د ټولو سيمو واليان راوغوښتل او بيا به ئې خلکو ته وينا وکړه او داسې به يې وويل :
اى خلکو! دغه واليان ماتاسو ته د دې له پاره نه دي درليږلي چي ستاسو څرمني اوباسي يا درڅخه مځکې واخلي يا مو سپکاوى وکړي، دوى ما يوازي د دې له پاره درلېږلي چي تاسو پر يو بل باندي له تېري کولو څخه وژغوري  او د غنيمت مالونه در ووېشي؛ نو که څوک د دوى په هکله څه خبره لري ودې دريږي .

١٠ _ ايمان : څوک چي د الله تعالی پر وجود ايمان ولري، نه لالهانده کېږي، څوک ئې چي پر رحمت ايمان ولري، نه نهلي کیږي، څوک چي ئې پر حکمت ایمان ولري، شک او دوه زړه توب ئې له منځه ځي، څوک چي ئې په مطلق قدرت ایمان ولري، سرکښي نه کوي، څوک چي ئې پر څارنه ايمان ولري، دوکه نه کوي، څوک چي ئې پر قانون ایمان ولري، نه ګمراه کیږي، څوک چي ئې پر روزي ورکولو ایمان ولري، له چا طمع نه کوي، څوک چي ئې پر عدالت ایمان ولري،ظلم نه کوي، څوک چي ئې پر وعده باور ولري، بې پروايي نه کوي، څوک چي ئې پر ګواښونو (وعيدونو) ایمان ولري، د هغه مخالفت نه کوي او څوک چي پر دې ټولو شیانو ایمان ولري؛ نو دالله تعالی مخلص،نږدې او محبوب بنده دی.

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …