مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د الله جل جلاله مینه!

د الله جل جلاله مینه!

ژباړه: غلام عمر عبدالله

اې د آدم بچیه : له هیڅ واکداره ډار مه کوه تر څو چي زما واکداري وي او زما واکداري به هیڅ کله له منځه ولاړه نه سي.
اې د آدم بچیه : د رزق له تنګۍ څخه مه ډارېږه زما خزانې ډکي دي او زما خزانې هیڅ کله نه خالي کېږي.
اې د آدم بچیه : تر څو چي زه درسره یم بل څوک مه ارننګوه ، کله چي ته ما را وننګوې ما به پیدا کړې او کله چي ما ته له لاسه ورکړې (هېر مي کړې) نو زه به تا هېر کړم او هره ښېګڼه به له لاتاڅخه ولاړه سي.
اې د آدم بچیه : ما ته د خپلي بنده ګۍ لپاره پیدا کړې یې په دنیا کي د لوبو ژوند مه کوه ، ما ستارزق درته مقرره کړی دی مه خواشینه کېږه ، که ته زما په ویشنه راضي سولې زه به ستا بدن او زړه په راحت کي کړم ، او ته به زما په اند دستایني وړ وګرځې او که ته زما له لوري په ويش خوښ نه سولې زما دي په خپل عزت او جلال قسم وي چي پر تا به دنیا مسلطه کړم ، ته به په ډېر لیونتوب سره د دنیا لټون پیل کړې (في البرية) خو کومه اندازه چي ما تاته ټاکلې ده تر هغې به نوره ترلاسه نه کړې او ته به زما په وړادندې دبدۍ وړ وګرځې.
اې د آدم بچیه: ما اووه اسمانه او اووه ځمکي پيدا کړي دي او ددې په پیدایښت کي هيڅ چا زما مرسته نه ده کړې ایا ( أیعییني رغیف عیش أسوقه لک بلا تعب؟).
اې د آدم بچیه : څوک چي زما نافرماني کوي زه مینه نه ورسره کوم نو څنګه به زما اطاعت وکړي؟
او زه هغه پوره رحم لورونکی پالونکی ذات یم چي پر هرشي برلاسی یم .
اې د آدم بچیه : زما څخه دسبا ورځي دروزۍ غوښتنه مه کوه لکه څنګه چي زه له تا څخه دسبا روځي د عبادت غوښتنه نه کوم.
اې د آدم بچیه : زه له تاسره مینه کوونکی یم او دا زما پر تا حق دی چي زما سره مینه کوونکی وواوسې.

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …