مخپاڼه / ځانګړي مطالب / د توان په وخت کي خیرن او زاړه کالي عاجزي نه، بلکي چوسي ده!

د توان په وخت کي خیرن او زاړه کالي عاجزي نه، بلکي چوسي ده!

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن راډيو ویب پاڼه

#يو_صحابي_وايي:

ما بيخي کمزوري کالي اغوستي وه رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وويل: مال لرې؟

ما ورته وويل:

هو يا رسول الله! پسونه او اوښان لرم

رسول اللهﷺ راته وويل:

د مال اثر بايد پر تا ښکاره وي. الحديث. ترمذي ۲/ ۲۱

#هيله:

لاندي کارونه مهم دي:

۱-#دخپل توان مطابق ښې جامې په تن کوه، البته ځان به پر نورو لوړ نه بولې.

۲- #پاکي جامې استعمالوه او بدن پاک ساته چي د ثواب تر څنګ په عقلي لحاظ د انسان په عزت ډېرېدو کي ښه رول لري.

۳-#که طاقت وي بيا هم زاړه او کمزوری لباس استعمالوي دا عاجزي نه ده بلکي چوسي او بخل دئ.

۴- #پاکي او ښې جامې همدا ډول د بدن نظافت او خوشبويي استعمالول لاندي فايدې لري:

الف: انسان څېره ځوانه پاتیږي.

ب: #حافظه قوي کوي.

ج: #جنسي قوت ډېروي.

د: #په مجلس کي د انسان حيثيت ډېروي.

۵- #هغه چا ته په سپکه مه ګورئ چي د نادارۍ په وجه کمزوري جامې استعمالوي. البته شتمن کس که دا کار کوي دعوت يې کړئ.

۶- #هيڅکله د پرديو قومي او مذهبي لباسونه د ښايست لپاره معيار مه بولئ خپل مذهبي او کلتوري لباس ښايست او همت وبولئ.

#په درنښت ستاسو ورور:

مولوي عبدالهادي حماد ۴ محرم الحرام ۱۴۴۲ ه ق

دغه هم وګوری

قسم اخيستل او مسائل يې

قسم اخيستل او مسائل يې د قسم په اړه مهم خبره دا ده چي قسم …