مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د سرسايې يو څو ضروري مسائل

د سرسايې يو څو ضروري مسائل

دسرسايې يو څو ضروري مسائل

سوال: په سرسايه كي دكوم ځاى قيمت معتبر دئ ؟

جواب: په كوم ځاى چي سرسايه ادا كوي دهغه ځاى قيمت معتبر دئ.([1])

سوال: په احاديثو كي چي دكوم شيانو ذكر نه وي دهغه څخه سرسايه وركول صحت لري ؟

جواب: كوم شيان چي غير منصوصي دي يعني په احاديثو كي يې ذكر نوى سوى چي سرسايه ځني وركړي نو په هغه كي قيمت معتبر دئ .([2])

سوال: په كومه اندازه چى سړى مال وه نلري سرسايه اخستلاى سي ؟

جواب: كوم كسان چي په خپل ملكيت كي هيڅ ونلري او يا خو ترنصاب كم شى ولري نو په شرعي اصطلاح كي هغه ته فقير او مسكين ويل كيږي او دزكوة او سرسايې مستحق  دئ او بېله عوض به سرسايه وركوي.([3])

سوال: سرسايه په خپلوانو كي كومو كسانو ته وركول كېداى سي ؟

جواب: سرسايه نه خپلو اصولو ته وركول كېدلاى سي لكه پلار نيكه او نور  ، مور ، انا او نور او نه خپلو فروعو ته وركول كېدلاى سي لكه زوى ، لور ، لمسى او نور ، او نه يې خاوند وخپلي ښځي ته او نه يې ښځه وخپل خاوند ته وركولاى سي . ([4])

سوال: كوچنى ( نابالغ ) ته سرسايه وركول صحيح كيږي ؟

جواب: مثلا كه ديو نابنا سړى دومره كوچنى زامن وي چي په راكړه وركړه نه پوهيږي نو هغوئ ته سرسايه نسي وركول كېدلاى بلكه دهغو سرپرست ته به يې وركوي او كه هغوئ پوهېدل نو بيا خپله وهغوئ ته وركول كېدلاى سي .([5])

سوال: داختر تر ورځي مخكي سرسايه وركول كېداى سي؟

كه يو څوك سرسايه داختر تر مخه يا  وروسته ادا كړي نو صحيح ده خو متسحب دادئ چي دسهار دلمانځه وروسته او داختر دلمانځه تر مخه اداسي . ([6])

سوال: سرسايه پر كوم چا واجب ده ؟

جواب: سرسايه پر هر هغه چاچي اوه نيمي تولې سره زر يا دوپنځوس نيمي تولې سپين زر يا تر حوائجو اصليه ؤ سامان ولري واجب ده كه څه هم هغه سامان تجارتي وي .([7])

سوال: كوم چا چي روژه نه وي نيولي پر هغه باندي سرسايه سته كه يا ؟

جواب: كوم چاچي روژې نوي نيولي پرهغه هم سرسايه واجب ده .([8])

سوال: سرسايه څه وخت واجب ده ؟

جواب: دسرسايې دواجب كېدو وخت داختر په ورځ دسپېدو دراختلو وخت دئ مګر دسرسايې دادا كولو وخت ټول عمر دئ .([9])

سوال: كه دخپل بالغ اولاد دطرفه څخه بېله اجازې سرسايه وركړي صحت لري ؟

جواب: كه پلار دخپل اولاد له طرفه چي بالغان وي سرسايه ادا كوي نو دهغوئ اجازه به وي مګر داچي سرسايه په لږ او معلوم مقدار كي ده نو ځكه عادتاً دهغوئ اجازه وي نو استحسانا دا كار روا دئ .([10])

سوال: ايا سرسايه ټوله يوه نفر ته يا جلاجلا كسانو ته وركول جائز ده ؟

جواب: ديوه نفر سرسايه وډيرو مسكينانو ته ورتقسيمول يا دډيرو نفرو سرسايه ويوه مسكين ته وركول روا دى .([11])

سوال: دمسجد امام ته سرسايه وركول جائز ده ؟

جواب: كه دمسجد امام د نصاب خاوندوي نو دامامت په عوض كي سرسايه وركول جواز نه لري او كه صاحب نصاب نه وي بيا جواز لري البته په اجرت كي وركول جواز نلري .([12])

سوال: قرض دسرسايې په عوض كي ورمعاف كېداى سي ؟

جواب: كه ديو چا پر بل چا قرض وي نو دغه قرض په سرسايه كي نسي ور معافولاى ځكه چي سرسايه واجب ده او تمليك پكښي شرط دئ.([13])

سوال: مسكين ورور يا خورته سرسايه وركول جائزده ؟

جواب: ورور او خور چونكه په اصولو او فروعو كي ندي نو ټوله صدقات كه زكاة وي او كه سرسايه او كه دروژې فديه وي وركول كېدلاى سي .([14])

سوال: سرسايه دخپل ښار او كلي څخه بل ښار اوكلي ته استول جائزدي ؟

جواب: لكه څرنګه چي زكوة بېله ضرورته وبل ښارته وړل مكروه دي دغه ډول دسرسايې وړل هم مكروه دي البته كه دبل ښار خلګ حاجتمند وه بيا پروا نه لري .([15])

سوال: بنديانو ته سرسايه وركول جائزدي ؟

جواب: كه چيري په محبس كي بنديان غريبان او مسكينان وه سرسايه وركول جواز لري .([16])

سوال: كه دچا مال هلاك سي بيا هم سرسايه واجب ده ؟

جواب: سرسايه كه څه هم مال هلاك سي بيا هم واجبه ده ځكه دسرسايې تعلق دانسان سره دئ نه دمال سره .([17])

سوال: سرسايه دكومو شيانو څخه وركول كېداى سي ؟

جواب: سرسايه دڅلورو شيانو څخه وركول كيدلاى سي غنم ، اوبشي ، خورما او وڅكي .([18])

سوال: په كومه اندازه سرسايه وركول كيږي ؟

جواب: هغه سرسايه به نيمه پيمانه غنم او يا به يوه پيمانه اوربشي وي او يا به يوه پيمانه خورماوي مګر په اوس كي احتياط دادئ چي دهغه قيمت معتبر دئ .([19])

سوال: په سرسايه كي دغنمواو اوربشو داوړو وركول څه حكم لري ؟

جواب: دغنمو او وربشو وړه دغنمو او وربشو حكم لري دهغه په وړو كي يې هم نيمه پيمانه غنم يا يوه پيمانه اوربشي دي مګر دغنمو اوربشو په ډوډۍ كي قيمت معتبر دئ . ([20])

سوال: كه دكوچنى اختر په شپه كه څوك مړ سي سرسايه پرې واجب ده ؟

جواب: كه څوك دصبح صادق تر مخه وفات سي سرسايه نه ده پرې واجب او كه ترصبح صادق وروسته وفات سي سرسايه پرې واجب ده .([21])

سوال: كه يوماشوم تر سپېدو وړاندي يا وروسته پيدا سي سرسايه پرې واجب ده ؟

جواب: كه يو ماشوم تر سپېدو وړاندي پيدا سو سرسايه پر واجب ده او كه تر سپېدو وروسته پيدا سو بيا سرسايه نه ده پر واجب.([22])

سوال: پر اولادونو باندي دمور اوپلار سرسايه واجب ده ؟

جواب: پر بالغ اولادو باندي دپلار او مور سرسايه وركول لازم نه ده كه څه هم دغه بالغ اولادونه مور اوپلار ته نفقة وركوي .([23])

سوال: دنصاب مالك به د كوچني اولاد سرسايه وركوي ؟

جواب: كه څوك دومره مال ولري چي نصاب ته رسيږي يا زيات وي نو دخپل ځان دطرفه او دكوچني اولاد له طرفه څخه سرسايه وركول واجب ده البته كه كوچنى اولاد خپل مال درلودئ بيا به يې داولاد دمال څخه سرسايه ادا كوي .([24])

سوال: دخپلي كور والا دطرفه سرسايه ادا كول جائز دئ ؟

جوال: پر خاوند باندي دښځي له طرفه څخه سرسايه ادا كول لازمي نه ده البته كه چيري خاوند ددې دطرفه څخه سرسايه ادا كړي جائزده كه څه هم دښځي بېله اجازې يې ادا كړي .([25])

سوال: پر مشر ورور باندي دكوچني ورور او خور سرسايه واجب ده ؟

جواب: پر مشر ورور باندي دكوچني ورور او خور سرسايه نه ده واجب كه څه هم دغه ورور او خور مشر يې ساتي .([26])

مأخذ: د روژي فضائل او احکام

مؤلف: مولوي محمد مجاهد

———————————————-

[1]  وتعتبر القيمة يوم الوجوب ويقوم في البلد الذي المال فيه ولو في مفازة ففي اقرب الامصار الليه

درالمختار ج : ۲ ص : ۲۸۶ .

[2]  : ومالم ينص عليه كذر وغير يعتبر فيه القيمة درمختار ج : ۲ ص : ۱۱۷ .

[3]  : تمليك جز ……………….. البحر الرائق ج : ۲ ص : ۳۵۲ .

[4]  : ولايجوز الدفع الي اصوله او ……………. تبين الحقائق ج : ۲ ص : ۱۲۲ .

[5]  : وصدقة الفطر كالزكاة في المصارف . . .. درالمختار ج : ۲ ص : ۳۷۹  .

ويشترط ….درالمختارج : ۲ ص : ۳۴۴ .

[6]  : ويستحب اخراجه ……..درمختار ج : ۲ ص : ۳۹۷ . كذا في الهنديه ج : ۱ ص : ۱۹۲ .

[7]  : وهي واجبة على الحر ……………………….. كذا في الاختيار شرح المختار . هنديه ج : ۱ ص : ۱۹۰ .

[8]  : فتاوى رحيميه ج : ۷ ـ ۸ ص : ۱۹۶ .

[9]  : فصل واما وقت وجوب صدقة الفطر فقد اختلف فيه …….. بدايع الصنائع ج : ۲ ص : ۲۰۶ .

[10]  : لو ادى عنهما بلا اذن اجزا …………………….. درمختار مع رد المحتار ج : ۴ ص : ۱۰۳

[11]  : وجاز دفع كل شخص ………………………. درالمختار ج ۴ ص : ۱۰۳ .

[12]  : ومصرف هذ الصدقة ماهو مصرف الزكاة . هندية ج : ۱ ص : ۱۹۴ .

[13]  : ويشترط ان يكون الصرف تمليكا . درمختار ج : ۲ ص : ۳۴۴ .

[14]  : والافضل في الزكاة والفطر والنذور الصرف اولا الى الاخوة …………… هنديه ج : ۱ ص : ۱۹۰ .

[15]  : ويكره نقل ………………….. هنديه ج : ۱ ص : ۱۹۰ ، كذا في البدائع ج : ۲ ص : ۲۰۸ . وكذا البحر الرائق شرح كنز الدقائق ج : ۲ ص : ۲۵۰ .

[16]  : تمليك المال من فقير مسلم . كنزالدقائق على هامش البحرالرائق ج : ۲ ص : ۲۰۱ .

[17]  : والفرق ان الصدقة الفطر تتعلق بالذمة …………………. بدائع ج : ۲ ص : ۲۰۸ .

[18]  : وانما تجب صدقة الفطر من اربعة اشياء ……………………. هندية ج : ۱ ص : ۱۹۰ .

[19]  : وهي نصف صاع ……………………. هكذا في محيط السرخسي . هندية ج : ۱ ص : ۱۹۱ .

[20]  : ودقيق الحنطة والشعير ……………………… ج : ۱ ص : ۱۹۱ .

[21]  : ووقت الوجوب بعد الطلوع الفجر الثاني …………………………. هنديه ج : ۱ ص : ۱۹۲ .

[22]  : ومن ولد او اسلم فيلي وجبت ومن ولد او اسلم بعده لم تجب ………… هنديه ج : ۱ ص : ۱۹۲ .

[23]  : ولايلزم الرجل عن ابيه وامه وانكانا في عياله لانه لاولاية له عليه ………. هنديه ج : ۱ ص : ۱۹۳ .

[24]  : اذا كان مالكا لمقدار النصاب فاضلا عن مسكنه ……………. يخرج عن نفسه وعن اولاده الصغار ………. هذا اذا كانوا ………….. يؤدي من مالهم . مختصر القدوري ج : ۱ ص : ۱۲۳ .

[25]  : ولو ادى عنهم او عن زوجته بغير امرهم اجزاهم ستحسانا لثبوت الاذن عادتا .

مختصر القدوري ج : ۱ ص : ۱۸۴

[26]  : ولايجب ان يؤدي عن اخوته الصغار ولا عن قرابته وان كانو في عياله  كذا في فتاوى قاضيخان . هنديه ج : ۱ ص : ۱۹۳ .

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …