مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / شپږمه لويه گناه: بې له عذره روژه خوړل

شپږمه لويه گناه: بې له عذره روژه خوړل

شپږمه لويه گناه: بې له عذره روژه خوړل

د روژې خوراك چي بې له عذره وي لويه گناه ده، ځكه د اسلام د پنځو بناوو څخه يوه مهمه بناء ده، الله جل جلاله  يې په فرضيت سره امر كړى دئ او فرمايي:

﴿يٰٓاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَي الَّذِيْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَ   ١٨٣؁ۙ﴾ [سورة البقرة، الاية: ۱۸۳] 

ژباړه: اې هغه مؤمنانو! پر تاسو روژه فرض ده لكه چي فرض سوې وه پر هغو كسانو باندي کوم چي تر تاسو مخکي وه، د دې لپاره چي تاسو د الله جل جلا له  څخه وبېرېږئ.

همدا ډول رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي: اسلام پر پنځو (٥) بناوو ولاړ دئ:

  1. شاهدي ورکول چي الله جل جلاله  يو دئ بل معبود (یعني لايق د عبادت) نه سته او محمد صلی الله علیه وسلم  د الله جل جلاله  رسول دئ.
  2. لمونځ کول.
  3. زکات ورکول.
  4. حج کول.
  5. د روژې د مياشتي روژه نيول. ([1])

د حضرت کعب بن عجرة  رضی الله عنه څخه روايت دئ، چي يو ځلي رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: منبر ته را نژدې سئ! موږ هم ټول منبر ته رانژدې سو. کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د منبر پر لومړۍ زينه باندي قدم  کښېښووئ  و يې فرمايل: آمين! کله چي يې پر دوهمه زينه باندي قدم مبارك کښېښووئ بيا يې وفرمايل: آمين! او کله چي يې پر درېيمه زينه باندي قدم کښېښووئ بيا يې وفرمايل: آمين! کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خطبې څخه فارغ سو او لاندي راکښته سو موږ پوښتنه وکړه: اې د الله جل جلاله  رسوله صلی الله علیه وسلم ! موږ نن ستا څخه داسي خبري واورېدلې چي مخکي مو ستا څخه نه وې اورېدلي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: هغه وخت جبرئيل علی السلام زما مخته راغلئ چي ما د منبر پر لومړۍ زينه باندي قدم کښېښووئ دستي یې راته وفرمايل: د الله تعالى د رحمت څخه دي هغه څوک ليري وي چي د روژې د مياشتي روژه د شريعت سره سمه ونيسي بيا هم د هغه گناهونه و نه بخښل سي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: ما وویل: آمین!  (یعني د جبرئیل علیه السلام پر دغه ښرا باندي مي آمین ووایه، چي اې الله جل جلاله ! دا ښرا قبوله کړې). ورپسې رسول الله جل جلاله  زیاته کړه چي جبرئیل علیه السلام  هغه چا ته ښرا وکړه، چي څوک زما نوم  واوري او درود نه ووايي، همدا ډول یې هغه چا ته ښرا وکړه، چي مور او پلار ځني راضي نه وي او ما هم آمین ورباندي ووایه. ([2])

د حضرت ابوهريرة رضی الله عنه  څخه روايت دئ، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   وفرمايل: که څوک د روژې د میاشتي یوه روژه د شرعي عذر یا ناروغۍ پرته نه ونيسي، د ټول عمر روژه نيول به د هغې يوې روژې ځاي و نه نيسي که څه هم ټول عمر روژه ونيسي.  ([3])

د حضرت ابو امامة باهلي رضی الله عنه  څخه روايت دئ، دى مبارك فرمايي: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم   څخه واورېدل چي ده مبارک وفرمايل: زه بيده وم چي دوه خلگ راغلل او زه يې تر بغلو ونيولم او يوه داسي غره ته يې راوستلم چي تگ پکښي ډېر تکليفي وو، بيا يې راته وويل: وخيژه ! ما ورته وويل: زما په وسه نه دي پوره. دوی راته  وويل: موږ کومك درسره کوو نو زه هم راوختلم  څو چي د غره منځ ته ورسېدلم ناڅاپه مي ډېر سخت آوازونه واورېدل، پوښتنه مي وکړل چي دا څنگه آوازونه دى؟ دوی وويل: د دوږخيانو چيغي او نارې دي. د دې وروسته يې بوتلم  څو چي يو ډله مي وليدل چي د پنډۍ او پښو ترمنځ د بجلکي شا ته په دغه پله ځړېدل او پښې يې ټينگې تړل سوي وې، د خولو کونجيان يې څيري او وينې ځيني بهېدلې، دى مبارك فرمايي: ما پوښتنه وکړل چي دا څوک دي؟ دوی وويل: دا هغه خلگ دي چي د روژه مات وخت به نه وو داخل دوى به روژې ماتولې.([4]) یعني روژه خوړونکي انسانان وه.

([1]  )عن أبي عبدالرحمن عبدالله بن عمر بن الخطاب رضی الله عنه  قال: سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم  يقول: بنى الإسلام على خمس؛ شهادة أن لا إله إلا الله وأن محمدًا رسول الله، وإقام الصلاة، وإيتاء الزكاة، وحج البيت، وصوم رمضان. (أخرجه أحمد: 4/363، رقم: 19240، وأبويعلى : 13/489، رقم: 7502، والطبرانى: 2/326، رقم: 2363. وأخرجه أيضًا الطبرانى فى الصغير: 2/60، رقم: 782)

([2]) و عن كعب بن عجرة  رضی الله عنه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : احضروا المنبر، فحضرنا، فلما ارتقى درجة قال: آمين! فلما ارتقى الدرجة الثانية قال: آمين! فلما ارتقى الدرجة الثالثة قال: آمين! فلما نزل قلنا يا رسول الله 3! لقد سمعنا منک اليوم شيئا ما کنا نسمعه، قال: ان جبريل 5عرض لى، فقال: بعد من ادرک رمضان  فلم يغفر له قلت: آمين … الى اخير الحديث. (رواه الحاكم، الترغيب والترهيب، ص: ۹۲، ج:۲)

([3]) من افطر يوما في رمضان من غير رخصة ولا مرض لم يقض عنه صوم الدهر کله و ان صامه. (مشکوة، ص:١٧٧، ج:١)

([4]) مشکوة، ص: ١٧٧، ج: ١.

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …

3 تبصیری

  1. Drug Rehab Centers Near Me

    Rehab Treatment Center http://aaa-rehab.com Drug Rehab Centers Near Me http://aaa-rehab.com Substance Abuse And Domestic Violence
    http://aaa-rehab.com

  2. a firm with necrotised inhaler and derm Price cialis to echo to infantilism generic viagra shipped from usa