مخپاڼه / درسی خپرونی / پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي د درود ویلو شل (۲۰) ګټي

پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي د درود ویلو شل (۲۰) ګټي

لږ کار او د ګټو لويه خزانه!

که څه هم په درود شریف ويلو سره په سلګونو ګټي په لاس راځي خو لاندي ۲۰ ګټي يې مشهوري دي:
۱: په درود شریف ويلو سره لس نيکۍ لاسته راځي.
۲: لس درجې په لوړيږي.
۳: لس خطاوي په بخښل کيږي.
۴: د قيامت په سخته ورځ به يې نبوي شفاعت نصیب وي.
۵: په هغه کار کي به لار ورته اسانه سي چي درود ويونکي ته ډېر مهم وي.
۶: پر درود ویونکي به ملايکي درود ووايي.
۷: درود شریف ویل د الله تعالی حکم عملي کول دي ، د الله تعالی د هغه چا سره محبت وي او چي دده حکم عملي کوي.
۸: که څوک ددعا په سر او پای کي درود شريف ووايي دعا به يې قبليږي.
۹: په درود شریف ويلو سره مسلمان د بخل څخه خلاصيږي.
۱۰: په درود شريف ويلو سره په ژوند کښي برکت لويږي.
۱۱: د قيامت په ورځ به يې قدمونه پر صراط المستقيم ثابت سي.
۱۲: الله تعالی ته نږدېوالی په راځي.
۱۳: د دنيا او اخرت مقاصد به يې پوره سي.
۱۴: د رحمت دروازې به ورته خلاصي سي
۱۵: درود شريف ويل د رسول اللهﷺ سره پر محبت ريشتنی او يقيني دليل دی.
۱۶: فقر او مسکنت له منځه وړي.
۱۷: د رسول اللهﷺ په مبارک نامه سره د مسلمان مشرف کېدل دي.
۱۸: په درود شریف ويلو سره زړه ژوندی کيږي.
۱۹: رسول اللهﷺ ته په منزلت کښي نژدې کېدل دي.
۲۰: د اصحابو کرامو، تابعينو او ټولو بزرګانو پر تګ لاره تلل او هغوی خوشحاله کول دي.

يادونه:

بهترين درود ، ابراهيمي درود دی يعني هغه درود چي په لمانځه کښي ويل کيږي.

پاملرنه:

د ثواب په نیت يې نشر کړی که ستاسو د نشر په وجه هر څومره خلکو دغه ګټي تر لاسه کړي ستاسو به هم هغومره ثواب وي.

هيله:

که چا دغه ګټي ټولي مطالعه کړي وي لطفاً په کمنټ کښي درود شریف وليکی که څه هم یوه جمله وي يعني فقط(#اللهم صل علی النبي) وليکل سي

په درنښت ستاسو ورور

مولوي عبدالهادي حماد ۸ جمادي الثاني ۱۴۴۳ هـ ق

دغه هم وګوری

هغه مالونه چي زکات پکښې لازم نه دی|۷-۱۳|

د دین زده کړه (زکات) اووم درس: وړاندي کوونکی: مفتي عبدالهادي حماد د اووم درس …