مخپاڼه / بیلا بیل / په مجلس کي د درنښت ګټلو لپاره څو نکتې

په مجلس کي د درنښت ګټلو لپاره څو نکتې

۱: مجلس ته راتګ مخکي د نظافت رعايتول.
۲: مجلس ته تر داخلېدو مخکي اجازه غوښتل او سلام ويل.
۳: په مجلس کي تر کښیناستو وروسته لاندي کلمات ويل:
بسم الله الرحمن الرحیم، الحمدلله والصلاة والسلام علي نبي الله.
۴: ورين تندی لرل.
۵: د هر چا جواب ته په نرمه لهجه جواب ويل.
۶: پټي ، پټي خبري نه کول.
۷: که څوک خبري کوي هغه ته ښه په غور غوږ نيول او په مينه ورته کتل.
۸: په مجلس کي دومره خبري کول څومره چي يې اورې.
۹: هيڅکله دچا دخبري سپکاوی نه کول.
۱۰: په مجلس کي داسي ټوکه نه کول چي د چا سپکاوی په وسي.
۱۱: داسي قصې نه کول چي په غير مستقيم ډول دي د ځان صفت وي.
۱۲: ريشتيا خبري کول.
۱۳: په داسي موضوع کي خبري نه کول چي معلومات نه پکښي لري.
۱۴: هيچاته په سپکه نه کتل.
۱۵: که څوک خبري کوي بلي خواته نه متوجه کېدل.
۱۶: د هر چا نظر ته احترام لرل.
۱۷:د مجلس په پای کي لاندي دعا ويل:
سبحانك اللهم وبحمدك أشهد أن لا إله إلا أنت أستغفرك اللهم وأتوب إليك
تنبيه: که مو مناسبه بلل نور هم په خبر کړئ!
ستاسو ورور: مولوي عبدالهادي حماد ۲۰ شعبان ۱۴۴۱ ه ق

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …