مخپاڼه / بیلا بیل / په څو کرښوکې لنډ مفاهیم

په څو کرښوکې لنډ مفاهیم

په څو کرښوکې لنډ مفاهیم(۱۳)

لیکنه : حامد افغان

د مور زړه!

مور یې قاضي ته لیک ولیږه چي زما زوی مه بندي کوه او که خامخا یې بندي کوې نو زموږ په ښار کي یې بندي کړه چي کله کله یې لیدو ته ورتلی سم… د زوی جرم یې دا و چې خپله مور یې وهلې وه!! .

لارې پاکې لرئ

ابوبرزه الاسلمي رضي الله عنه وایي: ما رسول الله صلي الله علیه وسلم ته وویل: یا رسول الله! داسي کار راوښیه چې په کولو یې جنت ته داخل شم، او یا داسي کار چې ګټه ورنه واخلم، هغه وویل: د مسلمانانو له لاري ضرري شیان لرې کوه. عَنْ أَبِي بَرْزَةَ الْأَسْلَمِيِّ قَالَ قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ دُلَّنِي عَلَى عَمَلٍ يُدْخِلُنِي الْجَنَّةَ أَوْ أَنْتَفِعُ بِهِ قَالَ اعْزِلْ الْأَذَى عَنْ طَرِيقِ الْمُسْلِمِينَ. رواه احمد وابن ماجه.

مطلب دا شو چې د مسلمانانو لارې پاکې لرئ او همدا دومره لوی د ثواب کار دی چې جنت ته مو رسولی شي، په حدیث کې (الاذی) راغلی ده چې هر ضرري شي ته وایي. له حدیث نه دا هم معلومولی شو چې د مسلمانانو په لاره کې ضرري شیان او هر ډول خنډونه اچول ناروا او حرام کار دی.

په څو کرښو کی لنډ مفهووم...

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …