مخپاڼه / سیرت نبوی / ځيني مسلمانان مالي ميني درسول الله(ص) مخالفت ته اړه کړه

ځيني مسلمانان مالي ميني درسول الله(ص) مخالفت ته اړه کړه

ځيني مسلمانان مالي ميني درسول الله(ص) مخالفت ته اړه کړه

کله ،چي مسلمانانو برياليتوب تر لاسه کړ، هغه ډله ،چي رسول الله(ص) پر کوتل باندي کښېنولې وه او دايې ورته ويلي وه ،چي په هيڅ صورت کي به نه ولاړېږئ يعني که موږ کامياب سو اوکه ناکامه سو تاسو به پر همدغه ځاى باندي ثابت اوسېږئ، دغه ډلي ،چي داحال وليدئ ،چي مسلمانانو دغنيمت مالونه ټولول پردوى باندي دمال محبت زور وکړ يو بل ته يې سره وويل : راځئ مسلمانان کامياب سوه ټول مالونه دوى ټول کړه موږ به هم ورسو څو خالي لاس پاته نه سو،عبدالله بن جبير(رض) ،چي ددوى دغه خبري واورېدې دوى ته يې وويل : ايا ستاسو درسول الله(ص) وينا هېره سوې ده ،چي ويلي يې وه ،چي په هيڅ صورت کي به نه ولاړېږئ خلګو دده مبارک پر خبره باندي غوږ نه ونيوئ او ورته وې ويل قسم په خداى(ج) موږ به ورځو دهغه نورو مسلمانانو سره به يوځاى کېږو او دغنيمت دمال څخه به يوه برخه خامخا لاسته راوړو .([1])

اخر داچي دهغې ډلي څخه ټول کسان ولاړل يوازي عبدالله بن جبير(رض) اولس تنه نور مسلمانان ورسره پاته سول دهغو دا فيصله وه ،چي دلې به ناست يو تر څو ،چي مړه کېږو او يا مسلمانان برياليتوب لاسته راوړي.

کفري قواوو پر مسلمانانو دوهم ځل بريد وکړئ

کافران  په تيښته بوخت وه خو قومندانانو يې هڅه کول ،چي خپل فوج دتېښتي څخه راوګرځوي ، ددې کار لپاره يې بېلابېل تکتيوکونه په کار اچول  همدا لامل وو ،چي خالد بن وليد يو ځل بيا پر هغه کوتل باندي بريد وکړ، کوم ،چي رسول الله3 پنځوس کسيزه ډله پر کښېنولې وه، داچي دکوتل څخه ډېر خلګ تللي وه يوازي يو څو تنه پاته وه نو په ډېره چابکۍ سره يې کوتل خالي کړ، ناست ټول کسان يې شهيدان کړل او پر مسلمانانو باندي يې دشا دخوا حمله وکړه .

خالد بن وليد دوه ځلي نوره هم هڅه کړې وه ،چي دغه کوتل ونيسي خو په هغه وخت کي مسلمانان ټوله پرځاى ناست وه دده هڅي بې نتيجې سوي وي ، ددې ځلي يې هڅه کاميابه سوه .

مسلمانان تر سخت فشار لاندي راغلل

کله ،چي دوى پرمسلمانانو باندي دشا دخوا حملې شروع کړې مسلمان مخ او شا دواړو ته اخته سوه سخت فشار پر راغلى لکه محاصره داسي سوه ، په پايله کي مسلمانان درې ډلي سوه يوه ډله په تيښته سوه مدينې ته يې ځان ورساوئ بله ډله غرونو ته وخته يوه ډله پر شا راوګرځېده دکافران سره شکيل سوه دکافرانو اومسلمانانو ډلي سره ګډي سوې  ډېر مسلمانان دمسلمانانو دخپله لاسه مړه سوه.([2])

[1]  : البخاري – الصحيح ١ \ ٤٢٦ ابن کثير – البداية والنهاية  ٢ \ ١١٤ ، ١١٥ ، انظر الطبري – التفسير ٧ \ ٢٨١ ، ٢٨٢ من رواية امام احمد ( انظر – المسند ١ \ ٢٨٧ ، ٢٨٨ )، البخاري – الصحيح ( فتح الباري ٦ \ ١٦٢ ، ٣٧٥ حديث ٣٠٤٣ ) ، الحاکم – المستدرک ٢ \ ٢٩٦ .

[2]  : البخاري – الصحيح ١ \ ٥٣٩ ،  ٢\ ٥٨١  ، فتح الباري ٧ \ ٣٥١ ، ٣٦٢ ، ٣٦٣

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ اووه څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ