مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / بي حیایي – له شروع څخه تر پای پوري(۸)

بي حیایي – له شروع څخه تر پای پوري(۸)

زنا د احادیثو مبارکه په رڼا کي (۵)

۹). د زنا په سبب د وباوو خپرېدل:

فقیه ابواللیث ثمرقندي ؒ د خپل سند سره نقل کوي چي حضرت عکرمه ؓ وایي چي ما حضرت کعب ؓ ولیدی چي حضرت ابن عباس ؓ ته یې ویل چي کله دا حالات ښکاره شول چي توري کش شوي دي او ویني توییږي نو باور ولره چي دا خلګو د الله تعالی حکم ضایع کړی دی کوم چي غچ یې یو د بل په واسطه اخیستل کیږي او که دي ولیدل چي باران بند شوی وي، باران نه کیږي نو پوه شه چي خلګو د زکات ورکول بند کړي، چي په سبب یې الله تعالی خپل باران بند کړی او که دي ولیدل چي وبا خپریږي نو باور وکړه چي زنا عامه کیږي [تنبیه الغافلین]

د الله تعالی له طرفه چي پر مسلمانانو کوم احکامات نافذ کړای شوي د هغو بنسټیز سبب همدا دی چي مسلمان د ټولو پرېشانیو څخه محفوظ شي ځکه کله چي انسان بشپړ پر اسلامي لارښوونو عمل کوي نو هر طرف ته امن او امان جوړیږي.

صحابه کرامو رضوان الله علیهم اجمعین دا لارښووني په خلاص زړه او پوره اخلاص سره قبولي کړې او پر هغه یې عمل وکړ نو په هغه زمانه کي چي د امن و امان کوم مثالونه زموږ په تاریخ کي ساتل شوي دي، د هغه په لوستلو سره انسان حیرانیږي او د هغه بنسټیز سبب همدا وو چي هغوی د الله عزوجل احکامات او اوامر پر ځمکه نافذ کړي وه، چي په برکت یې د هغوی زمانه یوه مثالي زمانه وه.

نن په ټوله ټولنه کي قتل او چور و چپاو عام دی او هره ورځ په خبرونو کي د وژني خبرونه تر نظر راځي.

که تاسي غور وکړئ نو تاسي ته به چپه و رسته په نظر درشي چي خلګ په عمومي طور د الله تعالی حکمونه ضایع کوي چي په سبب یې د حالاتو خرابي عوج ته رسېدلې ددې علاوه د بارانونو د بندوالي معامله به تاسو ته واضح په نظر درشي ځکه خلګ مال د دنیا د عیش و عشرت لپاره استعمالوي او شتمن خلګ نور هم شتمن کیږي او غریب لا پسې غریب کیږي.

په ټوله ټولنه کي په زرګونو خلګ داسي دي چي زکات پر لازم وي خو ددې برسېره زکات نه ادا کوي چي د ټولني د حالت د خرابېدو سره سره د الله تعالی له طرفه د باران نه کېدو عذاب هم واضح په نظر راځي او هري خوا ته شور و غوغا ده چي سږ کال د باران د نه کېدو په سبب په محصولاتو کي سخت کموالی راغلی دی حال دا چي مسلمانان دا غور نه کوي چي ماته په پیدا کېدونکي خدایي رزق کي چي کوم د ادا کېدو حکم شوی دی هغه زه ادا کوم که نه، او ددې علاوه تاسي په روغتونونو کي وګورئ چي څومره خلګ د ناروغۍ له امله په قطار ولاړ وي او ځیني نوي ناروغیاني چي تر اوسه به مو یې په اړه اورېدلي لا نه وي، پیدا کیږي، پسې نشریږي، دا هر څه زموږ د ګناهونو له لاسه دي، په خپل ځان کي مو خپله جهنمي عذاب ته ځای ورکړی او ددې ګناهونو څخه د ځان ژغورلو فکر لا په زړه کي نه راوړو.

۱۰). زنا د قحطۍ باعث:

پېغمبرﷺ فرمایي چي په کوم قوم کي چي کله زنا خپریږي نو هغوی د قحطۍ په مشکل اخته کړل کیږي او چي کله د رشوت بازار ګرمیږي (ډیریږي) نو پر هغوی وېره غالبه کړای کیږي. [مشکوة شریف]

د نبي کریمﷺ ددې حکم په لوستلو سره ایمان ته شیریني او خوږوالی پیدا کیږي چي هغهﷺ څوارلس سوه کاله مخکي د نن د انځور لارښوونه خپل امت ته کړې او هغوی یې منع کړل چي د غلطو کارونو څخه ځانونه وساتئ.

نن د زنا د ډېروالي سره سره رشوت خوړل هم زموږ په ټولنه کي ډېر شوي او هېواد لویه او وړه طبقه لږ و ډېر ددې ناوړه کار په دایره کي راغلي، تر دې ځایه چي یو عام انسان د یو معمولي کار لپاره هم رشوت غواړي.

نن چي کوم ذلت پر مونږ مسلط شوی دی دا ټوله زموږ د کار او کردار له امله دی.

دا مهال ټوله کفري نړۍ د مسلمانانو په خلاف متحد شوې ده او په زیاتو ممالکو کي پر مسلمانان ډول ډول ظلمونه کیږي، وژل کیږي، سوځول کیږي… خو دې ټولو ظلمونو ته په کتلو د کوم مسلمان په زړه کي د هغوی درد هم نه احساس کیږي.

یا لویه ربه!

ټوله مسلمانان د داسي سختو ګناهونو څخه وساتې تر څو د هغوی د زړونو څخه د کافرانو او منافقانو وېره لیري شي.

ژباړه او زیاتونه: مسلم احسانمل

دغه هم وګوری

د روژه مات او پيشلمي وختونه فروفایل

د روژه مات او پیشلمي وختونه او د روژي او زکات اړوند ضروري مسئلي

Related

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *