مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د یوه ماشوم د تهجد لمانځه کيسه

د یوه ماشوم د تهجد لمانځه کيسه

د یوه ماشوم د تهجد لمانځه کيسه

شيخ ابن ظفر المکي وایي: طيفور بن عیسی رحمه الله چې ماشوم و د قران د زده کړی په مهال یې چې دا ایت ولوست: يٰٓأَيُّهَا الْمُزَّمِّلُ. قُمِ الَّيْلَ إِلَّا قَلِيلًا[سُوۡرَةُ المُزمّل] اې (په جامو کي) ځان نغښتونكیه، ويده كېدونكيه! شپه په لمانځه کښي په ولاړي تېره کړه خو كمه.

نو خپل پلار ته یئ وویل: پلاره! الله دا خبره چا ته کوي؟

هغه ورته وویل: دا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته کوی.

بیا یې ورته وویل: نو ته ولې هغسې نه کوې لکه رسول الله چې کول؟!

پلار یې ورته وویل: زویه دا د رسول الله لپاره به ځانګړې توګه و. نو هغه چوپ پاته شو.

وروسته یې چې دا ایت ولوست: إِنَّ رَبَّكَ يَعْلَمُ أَنَّكَ تَقُومُ أَدْنٰى مِن ثُلُثَىِ الَّيْلِ وَنِصْفَهُۥ وَثُلُثَهُۥ وَطَآئِفَةٌ مِّنَ الَّذِينَ مَعَكَ ۚ [سُوۡرَةُ المُزمّل : ۲۰].

[اې پېغمبره!] ستا رب پوهيږي چي ته كله د شپې له درېو څخه دوو برخو ته نژدې، كله نيمايي شپه او كله د شپې دريمه برخه په عبادت کي ولاړ یې؛ او ستا له ملګرو څخه هم يوه ډله دا عمل كوي.

طیفور پلار ته وویل: دلته الله فرمایي چې رسول الله سره به یوه ډله ملګرو هم لمونځ کاوه، دا څوک ښیي؟

هغه ورته وویل: صحابه رضي الله عنهم.

طیفور پلار ته وویل: پلاره! کوم کار چې رسول الله او صحابه وو کاوه د هغه په پرېښودلو کې به کوم خیر وي؟!

پلار یې ورته وویل: زویه ته رښتیا وایې. نو له دې وروسته به یې پلار د تهجد لمانځه ته پاڅیدی. یوه شپه یې پلار د تهجد لمونځ کاوه دی راويښ شو،

پلار ته یې وویل: پلاره! ما ته هم د اوداسه او لمانځه طریقه راوښیه چې تا سره یو ځای لمونځ کوم؟ هغه ورته وویل: زویه ته لا ماشوم یې ویده شه.

ده پلار ته وویل: پلاره په کومه ورځ چې خلک ډلې ډلې راپورته شي، څو خپل عملونه وویني، زه به مې خپل رب ته وایم چې پلار ته مې وویل د اوداسه او لمانځه طریقه راوښیه، چې ستا سره یو ځای لمونځ کوم، هغه راته وویل ته لا ماشوم یې ویده شه. نو پلاره ته دا خوښوې؟!

هغه ورته وویل: نه زویه. نو د اوداسه او لمانځه طریقه یې وروښودله او له هغه سره به یې یو ځای د تهجد لمونځ کاوه.

باید ووایم چې طيفور نومي ماشوم مشهور صوفي عالم ابو یزید طيفور بن عیسی البسطامي دی. رحمه الله. (أنباء نجباء الأبناء ص: ۱۵۰ )

لیکنه: حامد افغان

دغه هم وګوری

په صبر کولو سره هم ددوزخ دعذاب څخه خلاصون نسته

په صبر کولو سره هم ددوزخ دعذاب څخه خلاصون نسته

په صبر کولو سره هم ددوزخ دعذاب څخه خلاصون نسته الله (ج)  فرمايي: اصْلَوْهَا فَاصْبِرُوا …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *