مخپاڼه / دسپیڅلي لارې لارویان / و حبشې ته د مسلمانانو هجرت او په شعب ابي طالب کي نظر بنده کېدل

و حبشې ته د مسلمانانو هجرت او په شعب ابي طالب کي نظر بنده کېدل

و حبشې ته د مسلمانانو هجرت  او په  شعب ابي طالب کي نظر بنده کېدل

 

حضرت محمد(ص) او مسلمانان  په مکة کي  دسختو  تکليفونو سره مخ  وه او ورځ  تر بلي  تکليفونه د کمېدو پر ځاى زياتېدل  نوحضرت رسول اکرم(ص) اصحابو ته اجازه ورکړه  چي  ددې ځاى  څخه  بل ځاى  ته  ولاړ سي  زياتو اصحابو کرامو  وحبشې ته هجرت وکړى  دحبشې پاچا  که څه هم عيسايي و تر دغه وخته پوري  لا مسلمان  سوى نه و مګر د زړه په نرموالي  او عدل خوښوني  سره مشهور و دخداى تعالي (رجب) په مياشت کي دنبوت په پنځم کال  د يوولسو  يا دوولسو  نارينوو  دڅلورو يا پنځو ښځو  پوري يوې ډلي  وحبشې ته هجرت  وکړى د مکې خلګ په پسې سوه چي ولاړ نه سي  مګر په لاس نه  ورغلل اصحاب کرام حبشې ته ځني ورسېدل حبشې ته چي ورسېدل مسلمانان په هغه ځاى کي خبر سول چي دمکې خلګ ټول مسلمانان سوي دي  او اسلام غالب سوى دئ  دوى مبارکان  په دې خبره ډېر  خوشحاله  سوه  او بېرته  خپل وطن  ته را روان  سوه  کله چي مکې ته را نژدې  سوه  ورته معلومه سوه چي پورتنى  خبره  بې بنسټه ده  او دمکې خلګ د پخوا په څېر بلکي تر هغه  لا زيات  دمسلمانانو  په زورولو اخته دي نو ډېر خوابدي سوه  ځينو مبارکو  اصحابانو  بېرته و حبشې ته تشريف  يووړى  ، ځينو  بيا  ديو چا  څخه پناه  واخيسته  او مکې ته  داخل سوه دغه  هجرت ته دحبشې  لومړى هجرت ويل کيږي ، ددې څخه وروسته  يوه لويه ډله  د  درواتيا نارينه و ، اتلس ښځو څخه جوړه وه  په بېل ــ بېل  ډول يې  وحبشې  ته هجرت  وکړى دغه هجرت  ته دحبشې  دوهم  هجرت ويل کيږي ، ځينو اصحابو  يو هجرت  وکړى  او ځينو  دواړه  هجرتونه وکړه  ، کافرانو  چي مسلمانان وليدل  چي په حبشه کي آرام ژوند  تېروي  نو نور يې  درد (غصه )  زياته سوه او ډېري تحفې يې برابري کړي  يوې ډلي ته يې په لاس ورکړې  دحبشې پاچا نجاشي ته يې ور واستولې  ، همدا ډول يې  هغه خاصو کسانو ( پادريانو )  ته تحفې ورواستولې چي دپاچا سره يې نژدې ناسته درلوده د مکې دکافرانو ډله چي کله حبشې ته  ورسېده  نو لومړى يې د واکمنانو او پادريانو  سره وليدل  او تحفې يې ورکړې  ددوى څخه يې وعده واخيسته چي پاچا ته به يې سپارښت کوي  بيا دغه ډله د پاچا  و دربارته  حاضره سوه  لومړى يې پاچا  ته سجده وکړه  بيا يې تحفې  ورکړې  ورسره يې خپل خواست  هم ورته  وړاندي کړى  چي خواست يې په دې ډول و : اې  پاچا! زموږ  دقوم  يو څو بې عقلانو هلکانو  خپل زوړ دين پرې ايښي  دئ  يو نوى دين يې غوره کړى دئ  داسي دين دئ چي نه يې موږ پېژنو او نه يې تاسو پېژنى  دلته ستاسو هيواد ته راغلي دي دلې اوسيږي  موږ دمکې مشرانو  ، ددغه هلکانو پلرونو ، اکا ګانو  او خپلوانو رالېږلي يو چي دغه کسان  بېرته  له ځانه سره  بوزو تاسو دوى  موږ ته  وسپارى د دوى د خبري سره سم هغه واکمنانو او پادريانو  چي دوى رشوت  ورکړى و د دوى طرفداري او پلوي وکړه  پاچا  ورته  وويل : کومو کسانو  چي زما په هيواد کي پناه اخيستې وي  دڅېړني پرته يې تاسو ته نه سو  سپارلاى  لومړى به هغه  راغواړم  معلومات  به ځني  لاسته  کوم  که چيري ستاسو  خبره  صحيح وه  نو تاسو  ته به يې  دروسپارم اوکه ستاسو خبره درسته نه وه نو ستاسو غوښتنه نه سم پوره کولاى، دستي يې مسلمانان  راوغوښتل په لومړى وخت  کښي مسلمانان ډېر خوابدي  سول  چي څه به کوو ، خو د الله(ج) مرسته  او فضل  و چي  په همت  يې دا پرېکړه وکړه  چي پاچا ته به ورځو او پاکه خبره به ورته کوو ، کله چي مسلمانان  و شاهي دربار ته را ورسېدل  لومړى يې سلام  ووايه  ، دستي  يو چا  نيوکه  پرې وکړه  چي دوى د پاچا  ادب  ونه کړى  يعني پاچا  ته يې سجده  ونه کړه ، مسلمانانو  ورته  وويل  چي زموږ  نبي(ص) د الله(ج)  څخه پرته  وبل چاته  دسجدې کولو اجازه  نه ده راکړې  ، ددې خبرو وروسته  پاچا  د دوى  د حالاتو  پوښتنه  وکړه  حضرت جعفر> ورمخکي سو پاچا  ته يې وويل : موږ  په ډېر سخت  جهالت  کي پراته وو نه مو الله(ج) پېژانده  او نه دهغه په رسولانو خبر وو  د ډبرو عبادت به مو کاوه  مرداري به مو خوړلې  بد کارونه به مو کول  خپلوي مو پرې ايښي وي  زورور سړي به کمزوري  کس واژه  موږ په دې حالت کي وو چي الله(ج)  يو رسول راولېږى  داسي رسول دئ چي موږ يې نصب ، صداقت ، ايمانداري  او پرهيزګاري ښه پېژنو دغه  رسول  موږ د يوه الله(ج)  يعني د شريک پرته  و عبادت ته  راوبللو  د ډبرو او بتانو  دعبادت څخه  يې  منعه  کړو ، د ښو کارونو حکم يې راته  وکړى ، د بدو کارونو څخه يې منعه کړو، موږ ته يې د ريښتيا ويلو ، امانتدارۍ ، وصيله رحمۍ  ، د همسايه سره د ښه سلوک ، دلمانځه کولو ، روژې نيولو ، خيرات ورکولو  او دښو اخلاقو  حکم  وکړئ  ، دزنا ، بدکارۍ ، درواغ ويلو ، ديتيم دمال  خوړلو ، پر چا د تهمت ويلو  او داسي نورو بدو  عملونو څخه  يې منعه  کړو . موږ ته يې د قرآنکريم  ښوونه  راکړه  موږ په هغه  ايمان  راوړى  او دهغه حکمونه مو ومنل  همدا لامل و چي  زموږ قوم  زموږ دښمنان  سوه  او دهر ډول تکليفونو رارسول يې شروع کړه  موږ اړ سو  چي د خپل نبي(ص) د لارښووني  سره سم  ستاسو  په هيواد  کي  پناه  واخلو  . پاچا وويل : کوم قرآن چي ستاسو نبي  تاسو ته راوړى دئ د هغه څخه  ماته  يو څه راوړى  حضرت حعفر(رض) د سورة مريم  لومړني  اياتونه  ورته تلاوت  کړه  پاچا چي  دقرآنکريم  دغه اياتونه  واورېده ــ  دى او دده پادريان چي  دلته موجود  وه  ټولو ډېر  وژړل  آن تردې  چي ږيري يې لندې سوي   وروسته پاچا وويل :  په الله(ج) قسم  يادوم  چي دغه کلام  او هغه کلام چي حضرت عيسي(ع)  راوړى دئ  ديوه  نور  څخه را وتلي دى بيا يې دمکې وخلګو ته انکار وکړئ  چي زه و تاسو ته دغه مسلمانان نسم  سپا رلاى  دمکې خلګ  ډېر خوابدي سوه او ډېر سپک سوه  پخپلو منځو کي يې مشوره پيل کړه دمشورې په بهير کي يوه وويل  : زه به سبا  يو داسي چل وکړم  چي پاچا د دوى ريښې پرېکړي  ملګرو ورته وويل : داسي کار  نه دئ  په کار  ځکه که څه هم دوى  مسلمانان سوي دي بيا هم زموږ  خپلوان  دي  خودغه سړي نه  ومنل  سبا بيا و پاچا ته ورغلل پاچا  ته يې وويل :  پاچا صاحب  ! دغه مسلمانان ستاسو د پيغمبر حضرت عيسي(ع) په هکله بې ادبي  خبري کوي  او وايي چي حضرت عيسي(ع) د خداى(ج) زوى  نه دئ پاچا د دوهم ځل لپاره مسلمانان راوغوښتل  ، مسلمانان  د غوښتني پر مهال  د تېر وار په پرتله زيات خواشيني سول  په هر صورت  مسلمانانو ويلي دي  چي موږ پاچا ته ورغلو  پاچا راته وويل :  تاسو دعيسي(ع)  په هکله څه واياست ؟  مسلمانانو ورته وويل :  موږ دعيسي(ع) په هکله هغه څه وايو چي الله(ج) زموږ پر نبي(ص) باندي  نازل  کړي دي  پاچا  ورته وويل :  ستاسو  پر نبي(ص) باندي د عيسي(ع) په هکله څه نازل سوي دي ؟  مسلمانانو ورته وويل  :  عيسي(ع)  دالله(ج) نبي دئ ، دالله(ج) بنده  دئ ، دالله(ج) روح دئ  ، دالله(ج) کلمة ده ،الله(ج) د يوې پيغلي ( بي واده ) ښځي  يعني بي بي   مريمي(رضی الله عنها) په وجود کي پيدا کړى او بيا يې وزيږوى . نجاشي  پاچا ورته وويل : ستاسو خبري ريشتيا دي ځکه عيسي(ع) هم تر دغه خبرو زياتي نه دي ويلي  دپاچا  سره ناستو  پادريانو  بک، بک  شروع کړى  يعني خبري يې سره واړولي  خو پا چا ورته وويل : تاسو چي هر څه واياست  خو حقيقت داسي دئ  لکه مسلمانان چي وايي ددې څخه وروسته  يې دمکې کافرانوته بېرته تحفې په لاس  ورکړې  او مسلمانانو ته يې وويل : تاسو نور  په امن کي ياست  هر څوک چي تاسو ته تکليف  رسوي  تاوان  به ورکوي بيا يې  دغه اعلان  هم وکړى چي مسلمانان  په امن دي  هر څوک چي تکليف  ورکوي  تاوان باندي لازم  دئ .([1])

په دغه وخت کي په حبشې کي  دمسلمانانو  عزت  نور هم  زيات سو  دمکې د کافرانو  ډله سپکه  او رسوا  سوه  په دغه کار  دمکې  دکافرانو  دحسد جذبه  نوره هم  زياته سوه او حضرت عمر> هم اسلام راوړى  و  دده مبارک  په اسلام  سره هم  دوى  ډېر  سوځيدل ، دوى  غوښتل  چي  دمسلمانانو  سره  د نورو خلګو  ليدل  بند سي او په يو ډول  نه په  يو ډول  داسلام  ډېوه مړه  کړي  آخر  داچي  دمکې  مشرانو مشوره وکړه ــ په مشوره کي يې وويل  چي  اوس نو د محمد(ص) وژل ضروري دئ  مګر د محمد(ص) وژل څه آسان کار نه و ځکه بنو هاشم يو لوى خاندان و بنو هاشم که څه هم مسلمانان نه وه مګر د محمد(ص) و وژلو ته هم تيار نه وه نو له همدې امله کافرانو  يو وعده سره وکړه  چي د بنو هاشم او بنو عبدالمطلب سره پرېکوڼ کوي  يعني ددغه دوو قومو سره  به نه څوک خبري ، نه به څوک ورسره  کښېني ، نه به څوک رانيول  او خرڅول  ور سره کوي ، نه به څوک کورته ورځي او نه به يې کورته پرېږدي  تر هغه وخته  پوري  چي دوى  نبي کريم(ص) ومرګ ته نه وي  حواله کړي  د دوى دغه وعده  دخولې  پر خبرو  خلاصه نه سوه  بلکي په عملي ډول  يې دمحرم (حسن حسين) په لومړۍ  دنبوت په اووم کال يو پرېکړه ليک وليکى  او په مکة مکرمه  کي يې  و ځړاوه  او ټولو خلګو ته يې خبر ورکړ ى چي ددغه پرېکړه ليک  به پوره درنښت کوي  او په پلي کولو کي به يې  پوره کوشش کوي  ددغه پرېکړي له وجهي  اصحاب کرام(رضی الله عنهم)  د دوو غرونو په منځ کي يعني په يوه سخته  وچه مځکه کي چي  په ( شعب ابي طالب ) سره يادېده ــ نظر بند سوه  نه چا خبري  ورسره کولي  او نه څوک ورسره  يو ځاى کېده او نه دوى د چا سره يو ځاى کيدلاى سواى  نه يې  دچا  څخه شى  رانيولاى  سواى  او نه يې د هغه چا سره ملاقات  کولاى سواى  چي د مکې دباندي  څخه  به راتلى او نه د دوى څخه  څوک  دباندي  راوتلاى  سواى  که به  راووتى  کافرانو  به واهه دمسلمانانو څخه که به  څوک يو  شى ته اړ سو نو کافرانو  به جواب ورکاوه ددوى اړتيا به يې هيڅ نه پوره کول.

دغه مبارکو انسانانو چي لږ غله دانه درلوده په لږ وخت کي خلاصه سوه د خوراک هيڅ نه سوه ورپاته ، دسختو لوږو ورته مخ سو، دلوږو داسي تکليفونه پرې تېر سوه چي آخر به ددوى اولادونه او ښځو د لوږي د سخت تکليف له امله ژړل ، دوى مبارکان به هم د لوږي څخه په سخت تکليف اخته وه خو د خپل ځان تر تکليف به د اولادونو په لوږه زيات غمګين وه. د څښتن تعالى(ج)  پېرزوينه وه چي درې کاله وروسته هغه پرېکړه ليک چي په مکه مکرمه کي ځړېدئ وينو وخوړى اصحاب کرام د پورتني ناورين څخه خلاص سوه پر اصحابو کرامو چي هر څومره لوږي، تندي او تکليفونه تېر سوه خو دوي پر خپل دين ټينګ ولاړ وه. او ددين د خپرولو څخه يې لاس نه واخيستى .

فايده: پورتني تکليفونه هغه کسانو پرځان تېر کړ‌ي دي چي نومونه يې تر اوسه ځلانده دي او موږ ځانو نه ددوى تا بعداران بولو ، د برياليتوب په ډګر کي د اصحابانو په څېر د ترقۍ خوبونه وينو (اودحقيقي تګ لاري څخه يې ډېر ليري يو) لږ تر لږه موږ ته هم يو څه فکر کول پکار دي چي دغه مبارکو اصحابانو ددين لپاره څومره قربانۍ ورکړي دي او موږ ددين ، اسلام او مذهب لپاره څه کړي دي ؟او حال داچي برياليتوب د کوشش او زيار په نتيجه کي لاسته راځي. موږ غواړو چي هوسا، ارام او ددنيا په لټه کي ژوند وکړو. په بې دينۍ او عيش کي د کافرانو سره اوږه پر اوږه روان يو د اسلام ترقي دي هم راسره وي، دا کله کيداي سي.

تر سم  نه رسى  بکعبه    اى     اعرابى

کىن راه که تومى روى بترکستان است

         ژباړه : وېرېږم اې صحرايي ! چي وکعبې ته به ونه رسيږي ځکه دغه لاره چي ته پرې روان يې ترکستان ته تلي ده .

 

([1] ) ( خميس )

دغه هم وګوری

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ژوند لیک

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ژوند لیک ترټولو انبياؤ اورسولانو علیهم السلام  وروستى …

یوه تبصیره

  1. Drug And Alcohol Treatment Centers Near Me

    Atod Abuse http://aaa-rehab.com Drug Rehab Centers http://aaa-rehab.com Free Methadone Clinic
    http://aaa-rehab.com