مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / ولي باید دین ولرو؟

ولي باید دین ولرو؟

ولي باید دین ولرو؟

لیکنه: مسلم احسانمل

دین د انسان یو فطري ضرورت دی او یوازي دین هم نه بلکي” د اسلام دین“ د انسان لپاره ضروري دی ؛ ځکه که دین نه وي نو د انسان په ذهن کي زیاتي داسي پوښتني او سوالونه راګرځي چي د هغه جوابول بیا نیمګړي پاتي کیږي.

د انسان په ذهن کي همېشه داسي سوالونه ګرځي او راګرځي چي هغه یې ناآرامه کړی، هغه همېشه له ځانه پوښتي چي هغه دې دنیا ته ولي راغلی؟ دنیا ته څنګه راغلی؟ په دنیا کي باید څه وکړي؟ هغه چا پیدا کړ؟ څنګه یې پیدا کړ؟ په دنیا کي د هغه مقام څه دی؟ دنیوی ژوند څنګه تېر کړي؟ آیا یوازي دنیا هر څه ده او که به ددې دنیا وروسته نور څه هم وي؟ د مرګ څخه وروسته به څه کیږي؟ د ښېګڼي پایله به څه وي؟ او د بدۍ سزا به څه وي؟

دا داسي سوالونه دي چي د هغه جوابول نه په عقل شوني دي ، نه په حواسو، نه په تجربه، او نه هم په مشاهدہ؛

دې سوالونو ته قناعت ورکوونکي جوابونه یوازي او یوازي د ”وحیِ الٰهي “ په رڼا کي شوني دي او آخیري ”وحیِ الٰهي “ پر خاتم الانبیاء والمرسلین ، احمد مصطفی ، محمد مجتبیٰ صلی اللہ علیه وسلم نازل سول او اللہ عزوجل د هغه مکمل حفاظت کړی ۔

په هر حال ”اسلام“ یوازي د مسلمان ضرورت نه دی ؛ بلکي د ټولي دنیا د انسانانو اړتیا او ضرورت دی۔

خو ولي ددې انسانانو ضرورت یوازي اسلام دي، ځکه چي په نړۍ کي یوازینی دین چي دې سوالونو ته یې قناعت ورکوونکي، معقول او هم پر عقل او هم پر نقل ولاړ جوابونه ورکړي.

او بل یوازینی دین اسلام دی چي په هیڅ شخص، ډلي، قوم، سیمي، هیواد، نژاد، فرهنګ… پوري محدود نه دی، ټولو ته پخپله غېږ کي ځای ورکوي.

نور بیا…

دغه هم وګوری

څلور ویشتمه لویه ګناه: د غلا لپار لار نیول (قطاع الطريق)

څلور ویشتمه لویه گناه: د غلا لپار لار نیول  (قطاع الطريق) د مسلمانانو په وړاندي …