مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / بي حیایي – له شروع څخه تر پای پوري (۱۱)

بي حیایي – له شروع څخه تر پای پوري (۱۱)

زنا د احادیثو مبارکه په رڼا کي(۸)

۱۵). د رحمت عالم صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم نصیحت:

فی الخبران شابا انی النبیﷺ فقال: یا رسول الله أتازن یی في الزنی، فصاح الناس به فقال: اترکوه أزن مني، فدنامنه، فقال: أتجه لا مک؟ فقال: لا جعلنی الله فداک، قال: لا کذلک الناس لا یحبونه بسناتهم حتی زکراه خت، واخالات والعمات و هو یقول: لا، ورسول اللهﷺ یقول کذلک الناس لا یحبونه ثم وضع یده الکریمة عمی صدره شییء ابعض الیه من الزنی [مسند احمد جلد ۵]

ژباړه: په یو روایت کي راځي چي یو ځوان د آنحضرتﷺ په خدمت کي حاضر سو او عرض یې وکړ چي یارسول اللهﷺ تاسي ماته د زنا کولو اجازت راکړی نو هلته موجوده حضراتو ددې خبري په اورېدو هغه ورټی.

نبي کریمﷺ وفرمایل: دی پرېږدی (څه مه ورته وایاست) بیا نبي کریمﷺ هغه کس ته وفرمایل: ماته نږدې راسه.

نو هغه ځوان نبي کریمﷺ ته نږدې راغلی،نبي کریمﷺ هغه ته وویل: آیا ته دا زنا د خپلي مور لپاره خوښوې؟

ځوان وویل: یا! الله تعالی دي ما تر تا قربان کړي .

نبي کریمﷺ وفرمایل: همدا ډول نور خلګ هم دا د خپلو میندو لپاره نه خوښوي.

ددې وروسته نبي کریمﷺ وفرمایل چي ته دا (زنا) د خپلي لور لپاره خوښوې؟ هغه وویل یا!

نبي کریمﷺ وفرمایل: همدا ډول نور خلګ هم دا د خپلو لوڼو لپاره نه خوښوي.

بیا نبي کریمﷺ د خور ذکر وکړ… د خاله ګانو ذکر یې وکړ… د عمه ګانو ذکر یې وکړ…

او هغه ځوان په هر ځلي اورېدو همدا ویل چي یا (زه دا د دوی لپاره نه خوښوم) او نبي کریمﷺ هم دا ورته ویل چي نور خلګ هم همدا ډول دا (د دوی لپاره) نه خوښوي.

بیا نبي کریمﷺ خپل لاس مبارک د هغه ځوان پر سینه کېښود او دا دعا یې وفرمایل:

اې اللهﷻ! دا زړه پاک کړې، دده ګناه معاف کړې، دده فرج (د زنا څخه) وساتې، ویل کیږي چي ددې دعا وروسته د هغه صحابي په وړاندي د زنا څخه ډېر غضبناک، بد (د نفرت وړ) بل څیز نه وو.

د نبي کریمﷺ دا جامع نصیحت که هر مسلمان خپل مخي ته کښېږدي او د هغو سپېڅلو خپلویو په هکله غور وکړي، د کومو په هکله چي په لوړو لیکو کي یادونه راغلې ده نو هغه یې فکر لا نسي کولای چي د هغو خپلوانو لپاره به زنا خوښوي.

پس، که مسلمان د نبي کریمﷺ دا جامع او نوراني نصیحت ته په زړه کي په اخلاص سره ځای ورکړي او هر وخت یې په خپل ذهن کي یاد ولري نو د هغه به، د ګناه څخه خپله نفرت راسي او ددې سختي ګناه څخه به هغه وساتل سي.

ژباړه او زیاتونه: مسلم احسانمل.

دغه هم وګوری

د تل پاتي پاچاهۍ څښتنه…!

د تل پاتي پاچاهۍ څښتنه…! ژباړه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن اسلامي راډیو لوی …